Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 食卓章   節:
لُعِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی لِسَانِ دَاوٗدَ وَعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ ؕ— ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّكَانُوْا یَعْتَدُوْنَ ۟
له بني اسرائيلو چې څوك كافران شوي هغوى (ټول) د داود او د مريمې زوى عيسى په ژبه رټل شوي دي، دا ځكه چې سرغړونه يې وكړه او تېرى به يې كولو.
アラビア語 クルアーン注釈:
كَانُوْا لَا یَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُّنْكَرٍ فَعَلُوْهُ ؕ— لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟
هغوى به يو بل له هغه ناوړه كاره نه ايسارول چې كولو به يې، يقيناً ډېر بد وو څه چې دوى كول.
アラビア語 クルアーン注釈:
تَرٰی كَثِیْرًا مِّنْهُمْ یَتَوَلَّوْنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ اَنْفُسُهُمْ اَنْ سَخِطَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَفِی الْعَذَابِ هُمْ خٰلِدُوْنَ ۟
زياتره يې ګورې چې له كافرانو سره ملګرتيا كوي خامخا ډېر بد دي څه يې چې خپلو ځانو ورته وړاندې كړي، هغه دا چې الله پرې غضب كړى او همدوى به په عذاب كې تلپاتي وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَوْ كَانُوْا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالنَّبِیِّ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَا اتَّخَذُوْهُمْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
او كه چېرى يې په رښتيا الله منلى وى او دا نبى او څه چې هغه ته نازل شوي نو هغوى به يې په ملګرتيا نه نيول خو له دوى نه زياتره فاسقان دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَتَجِدَنَّ اَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الْیَهُوْدَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۚ— وَلَتَجِدَنَّ اَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰی ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّ مِنْهُمْ قِسِّیْسِیْنَ وَرُهْبَانًا وَّاَنَّهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
ته به د مومنانو په دښمنۍ كې تر ټولو سخت يهوديان او مشركان بيامومې، او مومنانو ته په دوستۍ كې به ډېر نږدې هغه خلك مومې چې وايي موږ نصرانيان يو، دا ځكه چې په دوى كې (ځينې) یې پوهان او عبادت كوونكي دي او دوى لويي نه كوي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِذَا سَمِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَی الرَّسُوْلِ تَرٰۤی اَعْیُنَهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوْا مِنَ الْحَقِّ ۚ— یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
او كله چې هغه څه واوري كوم چې دې رسول ته نازل شوي نو ته به ګورې چې په سترګو كې يې حق پېژندو سره اوښكې ډنډيږي، وايي زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو له شاهدي ويونكو سره مو وليكه.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 食卓章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる