Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 蟻章   節:
وَاِنَّهٗ لَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او دا (قران) خامخا لارښوونه او رحمت دى د مومنانو لپاره.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ
بې شکه ستا رب په خپل حكم سره د هغوى ترمنځ پرېكړه كوي او همغه ډېر پوه برلاسى دى.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ ۟
نو پر الله بروسه وكړه، ته په څرګند حق باندې (ولاړ) يې.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
یقینا ته مړو ته اورول نه شې کولای او نه هغه کڼو ته خپل اوازرسولی شې چې شا اړوي تښتي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
او نه ړانده له بې لاريتوب سمې لارې ته را اړولئ شې، ته ايله هغه څوك اورولئ شې چې زموږ آيتونه مني (او) بيا غاړه اېښودونكي شي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ— اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠
او کله چې وینا (د عذاب) واقع شي، نو يو ځناور به له ځمكې ورته راوباسو، له دوى سره به خبرې كوي چې یقینا وو دا خلک چې زموږ پر آيتونو یې باور نه كولو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَیَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
او هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه د هغو كسانو يو پوځ راغونډ كړو چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل، بيا به د هغوى ډلې سره ترتيب شوې روانيږي.
アラビア語 クルアーン注釈:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَلَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
تر دې چې ټول (ميدان ته) راشي، (الله) به ووايي: آيا زما آيتونه مو درواغ وګڼل حال دا چې په هغو مو پوره علم نه درلود، كنه (نور) نو تاسي څه كول؟
アラビア語 クルアーン注釈:
وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟
او را به شي پریکړه د عذاب پر دوی باندې له امله د ظلم د دوی، نو دوی به خبرې نه شي کولی.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
آيا هغوى نه دي ليدلي چې موږ شپه د دې لپاره جوړه كړې چې آرام پكې وكړي او ورځ مو روښانه كړې ده، يقيناً په دې كې هرومرو څه نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَیَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَكُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ ۟
او هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پوكى وشي، نو هغه ټول به هيبت وهلي شي، څوك چې په آسمانونو او څوك چې په ځمكه كې وي، پرته له هغو چې الله يې (ژغورل) وغواړي او ټول به هغه ته په عاجزۍ سره راشي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَتَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّهِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ؕ— صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهٗ خَبِیْرٌ بِمَا تَفْعَلُوْنَ ۟
او ته غرونه وينې، په خپل ځاى به يې كلك ولاړ ګڼې، خو هغه به د ورېځى غوندې تېرېږي، د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي بې شكه همغه ښه خبردار دى په هغو كارو چې تاسي يې كوئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 蟻章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる