Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 信仰者たち章   節:

مؤمنون

قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
پرته له شکه هغه مومنان بريالي شول.
アラビア語 クルアーン注釈:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَ ۟ۙ
هغوی (مومنان) چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي ویریدونکي دي (له الله تعالی څخه).
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُوْنَ ۟ۙ
او هغوى چې له چټياتو ډډه كونكي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِلزَّكٰوةِ فٰعِلُوْنَ ۟ۙ
او هغوى چې زكات ورکوونکي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ
هغه كسان چې د خپلو شرم ځايونو ساتونکي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ
پرته له مېرمنو او وينځو يې چې په هغو كې دوى د ملامتۍ وړ نه دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ
نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو همدغه کسان له حد نه تېریدونکي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟ۙ
او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَوٰتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ۘ
او هغوى چې (تل) د خپلو لمونځونو ساتنه كوي
アラビア語 クルアーン注釈:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْوٰرِثُوْنَ ۟ۙ
همدوى وارثان دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
الَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْفِرْدَوْسَ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
چې په ميراث كې به فردوس ومومي اوپه هغې كې به د تل لپاره هستوګن وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ طِیْنٍ ۟ۚ
او بې شکه پیدا کړی موږ انسان له چاڼ کړی شوې خټې نه.
アラビア語 クルアーン注釈:
ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۪۟
بيا مو هغه د يو څاڅكي په بڼه محكم خوندي ځاى كې كېښود.
アラビア語 クルアーン注釈:
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا ۗ— ثُمَّ اَنْشَاْنٰهُ خَلْقًا اٰخَرَ ؕ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ اَحْسَنُ الْخٰلِقِیْنَ ۟ؕ
بيا مو هغه څاڅكى د وينې يوه ټوټه وګرځوله، بيا مو هغه ټوټه د غوښې يوه بوټۍ وګرځوله، چې له بوټۍ مو هډوكي پيدا كړل نو هډوكو ته مو غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ كړ نو الله ډېر بركتناك دى، تر ټولو غوره پيدا كوونكى دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
ثُمَّ اِنَّكُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ لَمَیِّتُوْنَ ۟ؕ
بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست.
アラビア語 クルアーン注釈:
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ تُبْعَثُوْنَ ۟
بيا به تاسو هرومرو د قيامت په ورځ راپاڅول كيږئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآىِٕقَ ۖۗ— وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غٰفِلِیْنَ ۟
او موږ ستاسي د پاسه اوه لارې جوړې كړې دي او (تر هغو لاندې) مخلوق څخه موږ بې خبره نه يو.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 信仰者たち章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる