Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 雌牛章   節:
وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتٰبٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ ۙ— وَكَانُوْا مِنْ قَبْلُ یَسْتَفْتِحُوْنَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ مَّا عَرَفُوْا كَفَرُوْا بِهٖ ؗ— فَلَعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
او هر کله چې راغی دوی ته کتاب (قرآن) د الله له لوري چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتاب چې له دوی سره دی، حال دا چې وو دوی پخوا له دې چې فتح به يې غوښته (له الله څخه په قرآن او محمد سره) په مقابل د هغو کسانو چې کافران وو نو کله چې راغی دوی ته هغه رسول چې پيژندلی ؤ دوی، نو کافران شول پرې، نو لعنت د الله دې په کافرانو.
アラビア語 クルアーン注釈:
بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ اَنْ یَّكْفُرُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بَغْیًا اَنْ یُّنَزِّلَ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ۚ— فَبَآءُوْ بِغَضَبٍ عَلٰی غَضَبٍ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟
بد دې هغه څه چې پلورلی (خرڅ کړی) دی دوی په مقابل د هغه ځانونه خپل، دا چې کافران کېږي په هغه څه (قرآن) چې الله نازل کړی دی په سبب د دې حسد او کينی چې (ولې) الله خپل فضل نازلوي په هغه چا چې اراده یې وکړي له خپلو بندګانو، نو اخته شول په یو غضب (چې کفر دی په محمد صلی الله علیه وسلم او قرآن) د پاسه د بل غضب (چې کفر دی په عیسی علیه السلام او انجیل)، او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب (مقرر) دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا نُؤْمِنُ بِمَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَیَكْفُرُوْنَ بِمَا وَرَآءَهٗ ۗ— وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ ؕ— قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُوْنَ اَنْۢبِیَآءَ اللّٰهِ مِنْ قَبْلُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او کله چې وویل شي دوی ته چې ایمان راوړئ پر هغو (کتابو) چې الله نازل کړي دي، دوی وایي: موږ ایمان راوړو په هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی پر موږ (یعنې تورات) حال دا چې له هغه ور هغه خوا (په نورو) کافران کیږي، په داسې حال کې چې دا (نور کتابونه هم) حق دی، تصدیقونکي دي د هغه کتاب چې له دوی سره دی، ووایه (ای محمده!) نو ولې به وژل تاسې پېغمبران د الله پخوا (له دې) که چيری وئ تاسې ایمان راوړنکي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَقَدْ جَآءَكُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او بېشکه راغلی و تاسو ته موسی علیه السلام په ښکاره (معجزو) سره، بیا ونیولو تاسي خوسی (په خدایۍ سره) وروسته د موسی علیه السلام (له تللو څخه د طور غره ته) حال دا چې تاسي ظالمان واست.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ ؕ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاسْمَعُوْا ؕ— قَالُوْا سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا ۗ— وَاُشْرِبُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ؕ— قُلْ بِئْسَمَا یَاْمُرُكُمْ بِهٖۤ اِیْمَانُكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ له تاسو کلکه وعده واخیستله، او ستاسو (پر سرونو) مو د طور غر پورته کړ، (او ومو ویل) او کلک ونیسئ هغه (احکام) چې تاسو ته مو درکړي دي او واورئ، وویل (دوی) (ستا خبره) مو اوریدلې، او (ستا حکم) مو نه دی منلی، او ورڅښل (څکل) شوی وه په زړونو د دوی کې (مینه د) خوسي (سخی) په سبب د کفر د دوی. ووایه (ای محمده! دوی ته) بد دې هغه شی چې امر کوي تاسي ته په هغه ایمان ستاسو که چېرې یاست تاسو ایمان راوړونکي.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 雌牛章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる