Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: An-Nûr   Versetto:
وَاَنْكِحُوا الْاَیَامٰی مِنْكُمْ وَالصّٰلِحِیْنَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَاِمَآىِٕكُمْ ؕ— اِنْ یَّكُوْنُوْا فُقَرَآءَ یُغْنِهِمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
او نا واده هلکان او پیغلې، نیک غلامان او وینځې مو واده کړئ. که بې وسې وي نو الله به يې له خپلې لورې ماړه کړي. د الله هر څه پراخ او په هر څه ښه پوه دی.
Esegesi in lingua araba:
وَلْیَسْتَعْفِفِ الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ نِكَاحًا حَتّٰی یُغْنِیَهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَبْتَغُوْنَ الْكِتٰبَ مِمَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوْهُمْ اِنْ عَلِمْتُمْ فِیْهِمْ خَیْرًا ۖۗ— وَّاٰتُوْهُمْ مِّنْ مَّالِ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— وَلَا تُكْرِهُوْا فَتَیٰتِكُمْ عَلَی الْبِغَآءِ اِنْ اَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوْا عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَمَنْ یُّكْرِهْهُّنَّ فَاِنَّ اللّٰهَ مِنْ بَعْدِ اِكْرَاهِهِنَّ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او هغه خلک چې نکاح يې په وس کې نه وي باید پاک لمنه اوسي تر څو يې الله پاک له خپلې لوری بډایان کړي. او ستاسې هغه غلامان او وینځې چې د بدل په ورکولو سره د ازادئ غوښتنه کوي. که تاسې ته په هغوی کې څه خیر ښکاري نو دا تړون ورسره وکړئ او د الله له هغه مال نه برخه ورکړئ چې تاسې ته يې درکړی دی. او که ستاسو وینځو د پاک لمنۍ ژوند خوښولو نو د څو ټکو د تر لاسه کولو په تکل يي فاحشه توب ته مه اړباسئ او هر څوک چې هغوی اړ باسي نو له دې اړویستنې څخه وروسته الله د اړ شوو خلکو لپاره ښه پښونکی او مهربان دی.
Esegesi in lingua araba:
وَلَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ وَّمَثَلًا مِّنَ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
او مونږ تاسې ته ښه روښانه، بیانوونکي ایاتونه او د تیرو خلکو کیسې او مثالونه او د پند اخیستونکو لپاره پندونه درلیږلي دي.
Esegesi in lingua araba:
اَللّٰهُ نُوْرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— مَثَلُ نُوْرِهٖ كَمِشْكٰوةٍ فِیْهَا مِصْبَاحٌ ؕ— اَلْمِصْبَاحُ فِیْ زُجَاجَةٍ ؕ— اَلزُّجَاجَةُ كَاَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّیٌّ یُّوْقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُّبٰرَكَةٍ زَیْتُوْنَةٍ لَّا شَرْقِیَّةٍ وَّلَا غَرْبِیَّةٍ ۙ— یَّكَادُ زَیْتُهَا یُضِیْٓءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ؕ— نُوْرٌ عَلٰی نُوْرٍ ؕ— یَهْدِی اللّٰهُ لِنُوْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟ۙ
الله د اسمانونو او ځمکې نور او روښانيې ده. د هغه د روښنايې مثال داسې دی لکه په یو تاخچه کې ډیوه بله وي. ډیوه په یوه ښیښه کې وي. ښیښه د ځلیدونکې ستوري په شان وي او هغه ډیوه د ښوون له یوي مبارکي او بختورې ونې چ نه ختیزه وي او نه لویدیزه له تیلو نه بلولای شي د هغې تیل هومره روښانه او صاف وي چې نژدې پرته له اور لګیدلو نه خپل په خپله رڼا وکړي. او په دی توګه د رڼا له پاسه رڼا ده، د الله چې چا ته خوښه شي د خپلې روښنايې په لور ښوونه ورته کوي. الله خلکو ته مثالونه وړاندې کوي. او په هر څه ښه پوه دی.
Esegesi in lingua araba:
فِیْ بُیُوْتٍ اَذِنَ اللّٰهُ اَنْ تُرْفَعَ وَیُذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ ۙ— یُسَبِّحُ لَهٗ فِیْهَا بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ ۟ۙ
په هغو کورونو کې چې الله پاک يي د لوړ ساتلو او هلته د خپل نوم یاولو حکم کړی سهار او ماښام د هغه ثنا او صفت ویل کیږي.
Esegesi in lingua araba:
 
Traduzione dei significati Sura: An-Nûr
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz - Indice Traduzioni

Traduzione di Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Chiudi