Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: Hûd   Versetto:
وَیٰقَوْمِ لَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مَالًا ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟
او ای زما قومه! زه په دې دنده کې تاسې نه کوم مال نه غواړم. زما اجر پرته له الله نه پر بل هیچا نه دی او زه هغه خلک هم له خپل اړخ څخه نه شړم چې ایمان يې راوړی. ځکه چې هغوی خپل رب ته ورتلونکي دي خو زه وینم چې تاسې په زوره ځانونه په ناپوهۍ کې اچولي دي.
Esegesi in lingua araba:
وَیٰقَوْمِ مَنْ یَّنْصُرُنِیْ مِنَ اللّٰهِ اِنْ طَرَدْتُّهُمْ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
او ای زما قومه! څوک به ما له الله وژغوري که زه هغوی وشړم؟ تاسې ولې په خبره نه پوهیږئ؟
Esegesi in lingua araba:
وَلَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَلَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَلَاۤ اَقُوْلُ اِنِّیْ مَلَكٌ وَّلَاۤ اَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ تَزْدَرِیْۤ اَعْیُنُكُمْ لَنْ یُّؤْتِیَهُمُ اللّٰهُ خَیْرًا ؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۖۚ— اِنِّیْۤ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او زه تاسې ته نه وایم چې له ماسره د الله خزاني دي او دا هم نه وایم چې زه په غیبو پوهیږم او نه وایم چې زه پرښته یم او د هغو خلکو په هکله چې ستاسې په وړاندې خوار او سپک ښکاري نه وایم چې الله پاک به هیڅکله ښیګڼه ورنه کړي. د هغوی په پټو یوازې الله ښه پوهیږي که زه داسې څه ووایم و زه به لوی ظالم وم.
Esegesi in lingua araba:
قَالُوْا یٰنُوْحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَاَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
قوم یي وویل: ای نوحه! تا له مونږ سره ډیرې ناندرئ ووهلې نور دې خبرې پریږده که رښتیا وايې نو هغه عذاب راوله چې همیش يې وړاندې وړاندې کوي.
Esegesi in lingua araba:
قَالَ اِنَّمَا یَاْتِیْكُمْ بِهِ اللّٰهُ اِنْ شَآءَ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟
نوح وویل: د عذاب راوړل یوازې د الله کار دی که هغه یې راوستل وغواړي نو بیا يې تاسې مخه نه شئ نیولای.
Esegesi in lingua araba:
وَلَا یَنْفَعُكُمْ نُصْحِیْۤ اِنْ اَرَدْتُّ اَنْ اَنْصَحَ لَكُمْ اِنْ كَانَ اللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یُّغْوِیَكُمْ ؕ— هُوَ رَبُّكُمْ ۫— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟ؕ
او که زه هر څومره ستاسې د ښیګڼې هیله من اوسم خو چې الله پاک ستاسې د بې لارې کولو او هلاکولو اراده کړي وي نو زما خیر غوښتنه درته ګټه نه شي رسولاۍ هغه ستاسې رب دی او د همغه په لور به تاسې بیرته وروستلای شئ.
Esegesi in lingua araba:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَعَلَیَّ اِجْرَامِیْ وَاَنَا بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُجْرِمُوْنَ ۟۠
ایا دا خلک وايې چې محمد دا هر څه له ځانه جوړ کړي دي؟ ووایه! که ما له ځانه جوړ کړي وي نو مسؤلیت يې زما په غاړه دی او زه ستاسې له کړنو څخه بیزار یم.
Esegesi in lingua araba:
وَاُوْحِیَ اِلٰی نُوْحٍ اَنَّهٗ لَنْ یُّؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ اِلَّا مَنْ قَدْ اٰمَنَ فَلَا تَبْتَىِٕسْ بِمَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟ۚ
او نوح ته وحې شوې وه چې ستا د قوم خلک پرته له هغو چې تر اوسه يې ایمان راوړی نور پکې څوک ایمان نه راوړي نو باید په کړنو يې خفه نه شي.
Esegesi in lingua araba:
وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَوَحْیِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۚ— اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ ۟
او هم ورته وحې وشوه چې زمونږ د څارنې او ښوونې په رڼا کې کښتۍ جوړه کړه خو د ظالمانو په هکله به له ما غوښتنه نه کوې ځکه چې د هغوی د غرقیدو پریکړه شوې ده.
Esegesi in lingua araba:
 
Traduzione dei significati Sura: Hûd
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz - Indice Traduzioni

Traduzione di Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Chiudi