Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU - Sarfaraz * - Indice traduzioni


Traduzione significati Sura: Yûnus   Versetto:
قَالَ قَدْ اُجِیْبَتْ دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِیْمَا وَلَا تَتَّبِعٰٓنِّ سَبِیْلَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله پاک وفرمایل:ستاسو دواړو دعا ومنل شوه نو اوس تاسې سم اوسئ،او د ناپوهو خلکو پر لیار مه روانیږئ.
Esegesi in lingua araba:
وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُوْدُهٗ بَغْیًا وَّعَدْوًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ اٰمَنْتُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا الَّذِیْۤ اٰمَنَتْ بِهٖ بَنُوْۤا اِسْرَآءِیْلَ وَاَنَا مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
مونږ بنې اسرائیل له دریاب نه تیر کړل.فرعون او لښکر بې د ظلم او تیري په هوډ ورپسې ووتل ان تر دې چې کله فرعون مخ په ډوبیدو شو نوو یې ویل: ما ومنله چې پرته له هغه یو الله نه چې بني اسرائیلو پرې ایمان راوړی بل هیڅ معبود نشته او ما هم هغه ته پوره غاړه ایښې ده.
Esegesi in lingua araba:
آٰلْـٰٔنَ وَقَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
ځواب ورکړ شو چې اوس .. تر لږ وړاندې دې سر غړاوو،. او ته له فساد کوونکو څخه وي.
Esegesi in lingua araba:
فَالْیَوْمَ نُنَجِّیْكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُوْنَ لِمَنْ خَلْفَكَ اٰیَةً ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ اٰیٰتِنَا لَغٰفِلُوْنَ ۟۠
نو نن به مونږ یوازې ستا تنه بیرون کړو تر څو د ټولو راتلونکو لپاره د پند او عبرت نښه شي.او په دې کې هیڅ شک نشته چې ډیر خلک زمونږ له دلایلو نه بې پروا دي.
Esegesi in lingua araba:
وَلَقَدْ بَوَّاْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مُبَوَّاَ صِدْقٍ وَّرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ۚ— فَمَا اخْتَلَفُوْا حَتّٰی جَآءَهُمُ الْعِلْمُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
په رښتیا چې مونږ بنې اسرائیلو ته ښه هستوګنځي ورکړل او پاک خوراک مو ور په برخه کړ.هغوی د علم او پوهې له ورکړې وروسته په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ. ستا رب به د قیامت په ورځ د ټولو هغو خبرو فیصله وکړي چې هغوی پکې په جلا جلا لیارو روان وو.
Esegesi in lingua araba:
فَاِنْ كُنْتَ فِیْ شَكٍّ مِّمَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ فَسْـَٔلِ الَّذِیْنَ یَقْرَءُوْنَ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— لَقَدْ جَآءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟ۙ
نو که چیرې ته[۶]د هغه څه په هکله شکمن یې چې مونږ تاته نازل کړې دي.نو له هغو خلکو نه یې د حقوالې پوښتنه وکړه چې له پخوانه کتاب لولي.هو! تاته د خپل رب له لورې په باوري توکه راغلی دی نو له شک کوونکو څخه مه کیږه.
[۶] ـ په عربې محاوره کې د هر شي نسبت(صدق)ته وشي معنا یې ده چې ډير ښه نو دلته معنا شوه چې غوره او ښه کورونه (فتح القدیر د امام اشوکاني)
Esegesi in lingua araba:
وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَتَكُوْنَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
او له هغو څخه مه کیږه چې د الله پاک ایتونه یې درواغ ګڼلي دي که نه نو له زیان کارانو نه به وګڼل شې.
Esegesi in lingua araba:
اِنَّ الَّذِیْنَ حَقَّتْ عَلَیْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
بې له شکه پر چا چې ستا د رب خبره پخه شوې ده،ایمان به رانه وړي.
Esegesi in lingua araba:
وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ اٰیَةٍ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟
که څه هم هر ډول دلیلونه ورته راشي،تر څو چې بالاخره دردناک عذاب وګوري.
Esegesi in lingua araba:
 
Traduzione significati Sura: Yûnus
Indice Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU - Sarfaraz - Indice traduzioni

Traduzione a cura di Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Chiudi