Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU dell’Esegesi Sintetica del Nobile Corano * - Indice traduzioni


Traduzione significati Versetto: (132) Sura: Al-A‘râf
وَقَالُوْا مَهْمَا تَاْتِنَا بِهٖ مِنْ اٰیَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا ۙ— فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
او د فرعون قوم موسی -علیه السلام- ته د حق سره د ضد له وجې نه وویل: هره یوه نخښه او معجزه چې ته پرې مونږ ته راتګ کوې، او هر یو دلیل چې ته یې زمونږ د عقیدو په بطلان باندې راوړې د دې لپاره چې مونږ د خپلو عقیدو څخه واړوې، او هر دلیل چې ته یې راوړې په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی؛ نو مونږ هیڅکله په تا باندې ایمان نه راوړو.
Esegesi in lingua araba:
Insegnamenti tratti dai versetti:
• الخير والشر والحسنات والسيئات كلها بقضاء الله وقدره، لا يخرج منها شيء عن ذلك.
خیر او شر، نیکي او بدي ټول د الله تعالی په فیصله او اندازه دي، هیڅ یو شي د دې نه بهر نشي وتلی.

• شأن الناس في وقت المحنة والمصائب اللجوء إلى الله بدافع نداء الإيمان الفطري.
د مصیبت او تکلیف په وخت کې د خلکو حال دا وي چې الله تعالی ته پناه وړي د هغه ایمان له وجې چې د دوی په فطرت کې دی.

• يحسن بالمؤمن تأمل آيات الله وسننه في الخلق، والتدبر في أسبابها ونتائجها.
مؤمن لره ښایې چې د الله جل جلاله نښانې د هغه په کړنلارو او مخلقواتو کې د فکر کولو له مخې وګوري او په پایلو او لاملونو کې فکر او سوچ وکړي.

• تتلاشى قوة الأفراد والدول أمام قوة الله العظمى، والإيمان بالله هو مصدر كل قوة.
د خلکو او د ملکونو طاقتونه د الله تعالی د لوی قدرت او طاقت په مخکې ختمیدونکي دي، او په الله تعالی باندې ایمان لرل د هر قدرت مصدر دی.

• يكافئ الله تعالى عباده المؤمنين الصابرين بأن يمكِّنهم في الأرض بعد استضعافهم.
الله تعالی خپلو صبرکوونکو مومنو بنده ګانو ته انعام او بدله ورکوي او هغه داسې چې په ځمکه کې ورله طاقت او ځای ورکوي وروسته د کمزوري ګڼل کیدلو د دوی نه.

 
Traduzione significati Versetto: (132) Sura: Al-A‘râf
Indice Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU dell’Esegesi Sintetica del Nobile Corano - Indice traduzioni

Edito dal Tafsir Center for Quranic Studies

Chiudi