Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU dell’Esegesi Sintetica del Nobile Corano * - Indice traduzioni


Traduzione significati Sura: As-Saff   Versetto:

صف

Scopi principali della Sura:
حثّ المؤمنين لنصرة الدين.
مومنان د دين مرستې ته هڅول.

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي له ټولو هغو شيانو څخه يې د الله پاکي او سپېڅلتیا بيان کړه چې له هغه سره نه ښايي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په مخلوق، ځواک او شريعت کې يې د حکمت والا دی.
Esegesi in lingua araba:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِمَ تَقُوْلُوْنَ مَا لَا تَفْعَلُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی! ولې واياست: چې دغه کار مو کړی په حقيقت کې مو نه وي کړئ؟! لکه ستاسو څخه د يو وينا: چې په خپله توره مې جګړه وکړه او وهل مې وکړل، او هغه نه په خپله توره جنګېدلی وي او نه يې وهل کړي وي.
Esegesi in lingua araba:
كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا لَا تَفْعَلُوْنَ ۟
دغه ناوړه کار د الله په وړاندې ډېر بد دی چې هغه څه واياست چې کوئ يې نه، نو د مؤمن لپاره نه دي په کار مګر دا چې له الله سره رېښتينی وي، چې عمل يې د وينا تصديق کوي.
Esegesi in lingua araba:
اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِهٖ صَفًّا كَاَنَّهُمْ بُنْیَانٌ مَّرْصُوْصٌ ۟
پرته له شکه الله له هغو مؤمنانو سره مينه لري چې د هغه په لار کې د هغه د رضا لټولو لپاره ځينې له ځينو سره داسې کتار کړل شوي جنګيږي لکه له يوبل سره نېښلېدلی (پوخ) دېوال.
Esegesi in lingua araba:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ لِمَ تُؤْذُوْنَنِیْ وَقَدْ تَّعْلَمُوْنَ اَنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ ؕ— فَلَمَّا زَاغُوْۤا اَزَاغَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
اې رسوله! در په ياد کړه، کله چې موسی خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! ولې زما د امر په نه منلو ما ځوروئ حال داچې تاسې پوهېږئ چې زه تاسو ته د الله رسول يم؟! کله چې هغوی له حق څخه واوښتل او کاږه شول، الله يې زړونه له حق او سمې لارې څخه کاږه کړل، او الله له خپلې پيروۍ څخه وتلي قوم ته د حق توفيق نه ورکوي.
Esegesi in lingua araba:
Insegnamenti tratti dai versetti:
• مشروعية مبايعة ولي الأمر على السمع والطاعة والتقوى.
له واکمن سره په خبر منلو، پيروۍ او تقوا د بيعت کولو رواوالی.

• وجوب الصدق في الأفعال ومطابقتها للأقوال.
په کړنو کې د رېښتينولۍ واجبوالی او له ويناوو سره يې سمون.

• بيَّن الله للعبد طريق الخير والشر، فإذا اختار العبد الزيغ والضلال ولم يتب فإن الله يعاقبه بزيادة زيغه وضلاله.
الله د بنده لپاره د خير او شر لاره بيان کړه، نو کله چې بنده کوږوالی او لارورکي غوره کړه او توبه يې ونه اېستله، الله د کوږوالي او لارورکۍ په زياتوالي سره سزا ورکوي.

 
Traduzione significati Sura: As-Saff
Indice Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU dell’Esegesi Sintetica del Nobile Corano - Indice traduzioni

Edito dal Tafsir Center for Quranic Studies

Chiudi