Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU dell’Esegesi Sintetica del Nobile Corano * - Indice traduzioni


Traduzione significati Versetto: (94) Sura: Al-Mâ’idah
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَیَبْلُوَنَّكُمُ اللّٰهُ بِشَیْءٍ مِّنَ الصَّیْدِ تَنَالُهٗۤ اَیْدِیْكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّخَافُهٗ بِالْغَیْبِ ۚ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای د ایمان والاو! خامخا به الله تعالی تاسې په سخت امتحان کې واچوي پدې سره چې د وچې ښکار به درته رامخې ته کړي پداسې حال کې چې تاسو په احرام کې یاست، دومره به یې درته اسانه کړي چې واړه حیوانات به په لاس راونیولی شئ او غت به په نیزو ښکار کړی شئ، دا ددې لپاره چې الله وګوري - په هغه علم سره چې ښکاره د بندګانو په لیدلو د هغوی سره پرې حساب کتاب وکړي - چې څوک ورڅخه په پټه ویریږي په الله له پوره ایمان درلودلو سره ، نو ښکار پریږدئ د هغه د پيدا کوونکي له ویرې؛ هغه ذات چې د ده له کړنو هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، نو څوک چې له حد نه واوښت ، او د احرام په حالت کې یې ښکار وکړ د حج او یا عمرې پر مهال، نو د قیامت په ورځ به دردوونکی عذاب ورورسیږي، ځکه هغه کار یې کړی چې الله ورڅخه منع کړی و.
Esegesi in lingua araba:
Insegnamenti tratti dai versetti:
• عدم مؤاخذة الشخص بما لم يُحَرَّم أو لم يبلغه تحريمه.
یو کس نه رانیول کیږي په هغه څه باندې چې حرام شوی نه وي او یا یې ورته حرمت نه وي رسیدلی.

• تحريم الصيد على المحرم بالحج أو العمرة، وبيان كفارة قتله.
حرام دی ښکار په قصد کوونکی د حج یا عمرې، او بیان د کفارې د هغه چاچې ویې وژني.

• من حكمة الله عز وجل في التحريم: ابتلاء عباده، وتمحيصهم، وفي الكفارة: الردع والزجر.
د یو شي په حراموالي کې د الله تعالی د حکمتونو نه دا دي: امتحان د خپلو بندګانو، او پاکول د هغوی، او همدارنګه په کفاره کې: بندول او رټنه ده.

 
Traduzione significati Versetto: (94) Sura: Al-Mâ’idah
Indice Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU dell’Esegesi Sintetica del Nobile Corano - Indice traduzioni

Edito dal Tafsir Center for Quranic Studies

Chiudi