Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa   Aya:
وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِاَعْدَآىِٕكُمْ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَلِیًّا ؗۗ— وَّكَفٰی بِاللّٰهِ نَصِیْرًا ۟
4-45 او الله ستاسو په دښمنانو ښه پوه دى او الله كافي دى كارساز او الله كافي دى مدد كوونكى
Tafsiran larabci:
مِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ وَیَقُوْلُوْنَ سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ وَّرَاعِنَا لَیًّا بِاَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِی الدِّیْنِ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ قَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانْظُرْنَا لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَاَقْوَمَ ۙ— وَلٰكِنْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
4-46 او ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي او هغوى وايي: سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا مونږ واورېدل او مونږ نافرماني وكړه‘‘ وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ ’’او ته واوره، په دې حال کې چې تا ته دې اورول ونشي‘‘ او رَاعِنَا زمونږ رعایت وكړه د خپلو ژبو په تاوولو سره او په دین كې د طعن(او عیب) راوښكلو لپاره، او یقینًا كه دوى ویلي وى (چې) سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ’’مونږ واورېدل او اطاعت مو وكړ‘‘، او اِسْمَعْ ’’واوره‘‘، وَانْظُرْنَا ’’او مونږ ته وګوره‘‘، نو دا (كلام) به د هغوى لپاره ډېر غوره او ډېر درست ساتونكى و او لېكن الله د دوى د كفر پر سبب پر دوى لعنت كړى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق)
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اٰمِنُوْا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّطْمِسَ وُجُوْهًا فَنَرُدَّهَا عَلٰۤی اَدْبَارِهَاۤ اَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّاۤ اَصْحٰبَ السَّبْتِ ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟
4-47 اى هغو كسانو چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى! تاسو پر هغه (كتاب) ایمان راوړئ چې مونږ نازل كړى دى، چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له تاسو سره دي، مخكې له دې چې مونږه څه مخونه محوه كړو، بیا دغه (مخونه) خپلو شاګانو ته ورواړوو، یا پرې مونږ لعنت وكړو، لكه څنګه چې مونږ لعنت كړى و د خالي د ورځې پر ملګرو، او د الله كار (خامخا) پوره كړى شوى وي
Tafsiran larabci:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدِ افْتَرٰۤی اِثْمًا عَظِیْمًا ۟
4-48 بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله
Tafsiran larabci:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُزَكُّوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— بَلِ اللّٰهُ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ وَلَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
4-49 ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي چې د خپلو ځانونو تزكیه (ستاينه) كوي (داسې نه ده) بلكې الله پاكوي چا لره چې وغواړي، او پر دوى به د كجورې د نري تار په برابر هم ظلم ونه كړى شي
Tafsiran larabci:
اُنْظُرْ كَیْفَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَكَفٰی بِهٖۤ اِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠
4-50 ته وګوره دوى څنګه په الله باندې دروغ ورتپي او دا (دروغ) د ښكاره ګناه كېدلو لپاره كافي دي
Tafsiran larabci:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُؤْمِنُوْنَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوْتِ وَیَقُوْلُوْنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا هٰۤؤُلَآءِ اَهْدٰی مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا سَبِیْلًا ۟
4-51 ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې هغوى ته یوه برخه له كتابه وركړى شوې وه، چې هغوى (اوس) پر بت او پر شیطان (هم) ایمان راوړي او د كافر شويو كسانو (مشركانو) په باره كې وايي: دا (كفار) له مومنانو نه زیات، سمه لارموندونكي دي
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Abu Zakariyya Abdussalam ne ya fassarata.

Rufewa