Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Alkiyama   Aya:

قیامه

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۟ۙ
لوړه په قیامت.
Tafsiran larabci:
وَلَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ۟
او لوړه په ملامتوونکي نفس.
Tafsiran larabci:
اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗ ۟ؕ
ایا انسان ګمان کوي چې مونږ به یي هډوکي راټول نه کړو؟
Tafsiran larabci:
بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ ۟
نه:بلکې مونږ پیاوړي یو چې ان د ګوتو بندونه يي هم برابر کړو.
Tafsiran larabci:
بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗ ۟ۚ
بلکې(کافر)انسان غواړي چې په راتلونکې زمانه کې بد کار وکړي.
Tafsiran larabci:
یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِ ۟ؕ
پوښتنه کوی چې د قیامت ورځ به کله وي؟
Tafsiran larabci:
فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ۟ۙ
نو کله چې لیدنه خړه او تته شي.
Tafsiran larabci:
وَخَسَفَ الْقَمَرُ ۟ۙ
سپوږمۍ توره شي.
Tafsiran larabci:
وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۟ۙ
او یو ځای کړای شي[۲] لمر او سپوږمۍ.
[۲] ـ د رڼا په نشتوالي،له لویدیځ څخه په راختلو، دځمکې له مدار څخه د سپوږمۍ په وتلو او د لمر په ورداخلیدلو،یا نور څخه والله اعلم.
Tafsiran larabci:
یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّ ۟ۚ
په همدې ورځ به انسان وايي د تیښتي ځای چیرې دی؟
Tafsiran larabci:
كَلَّا لَا وَزَرَ ۟ؕ
نه.هیڅکله نشته د پناه ځای.
Tafsiran larabci:
اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمُسْتَقَرُّ ۟ؕ
یوازې ستا له رب سره تم ځای دی.
Tafsiran larabci:
یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ بِمَا قَدَّمَ وَاَخَّرَ ۟ؕ
پدې ورځ به انسان له هغو ټولو څخه خبر کړای شي چې مخکې یې لیږلي او یا یې وروسته پریښي دي.
Tafsiran larabci:
بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰی نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌ ۟ۙ
انسان د خپل ځان لیدونکی دی.
Tafsiran larabci:
وَّلَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗ ۟ؕ
(خامخا جزا ورکول کیږي)که څه هم خپلې انې بانې وړاندې کړي.
Tafsiran larabci:
لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ ۟ؕ
ای محمده!په قران ژبه مه خوزه وه چې بیړه پرې وکړې.
Tafsiran larabci:
اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَقُرْاٰنَهٗ ۟ۚۖ
د هغه راټولول او پر تايي تلاوت کول پر مونږ دي.
Tafsiran larabci:
فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۟ۚ
نو کله چې مونږ(د ملایکو په واسطه)پر تا تلاوت کړنو د لوستلو ئې پیروي وکړه[۳]
[۳] ـ په غور يي واوره او بیا يي وروسته تلاوت کړه.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗ ۟ؕ
پر مونږ ده چې بیانوو به يي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Alkiyama
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa