Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'mujadalah   Aya:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَاجَیْتُمُ الرَّسُوْلَ فَقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقَةً ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لَّكُمْ وَاَطْهَرُ ؕ— فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو!کله چې تاسې له رسول سره پټې خبرې کول غواړئ نو له خبرو کولو نه وړاندې څه خیرات وکړئ[۴]دا خیرات ستاسې لپاره غوره او ډير پاکیزه دی البته که د خیرات لپاره مو څه ونه میندل نو الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی.
[۴] ـ مفسرین دا حکم د همدی ایت په وروستیو الفاظو (فان لم تجدوا .......... او فاذ لم تفعلوا)منسوخ ګڼي.(تفسیر البیضاوی)
Tafsiran larabci:
ءَاَشْفَقْتُمْ اَنْ تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقٰتٍ ؕ— فَاِذْ لَمْ تَفْعَلُوْا وَتَابَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
ایا له فقیری او مسکینۍ نه ډاریږئ؟که له پټو خبرو څخه وړاندې خیراتونه وکړئ؟نو که خیرات مونه وو کړی.او الله پاک ستاسې توبه ومنله،نو لمونځ مو روغ وکړئ،زکاة اداء او د الله او د هغه رسول ومنئ.الله پاک ستاسې په کړنو ښه خبر دی.
Tafsiran larabci:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؕ— مَا هُمْ مِّنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ ۙ— وَیَحْلِفُوْنَ عَلَی الْكَذِبِ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۚ
ایا تاته هغه خلک نه دي معلوم چې:له یوه داسې قوم سره یې د دوستۍ اړیکې ټینګې کړي دي چې الله پاک پر هغوی غضب کړی دی.دا منافقان نه ستاسې ملګري دي او نه د هغوی.په رڼو سترګو د درواغو قسمونه خوري.
Tafsiran larabci:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
الله پاک ورته ډير سخت عذاب تیار کړی دی ځکه چې کړنې یي خورا بدې دي.
Tafsiran larabci:
اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟
اوس یې خپل قسمونه د ځان لپاره ډال ګرځولي دي چې مؤمنان یې پرې د الله له لارې څخه منع کړل.خو بالاخر یې سپکوونکی عذاب په برخه دی.
Tafsiran larabci:
لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
مالونه اولادونه به یې په هیڅ توګه د الله نه ونه ژغورلای شي. دا ور ملګري دي.چې د تل لپاره به پکې اوسیږي.
Tafsiran larabci:
یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیَحْلِفُوْنَ لَهٗ كَمَا یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ عَلٰی شَیْءٍ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
په کومه ورځ یې چې الله پاک له مخې ژوندي را پورته کړي نو د الله په وړاندې به هم داسې قسمونه خوري لکه نن یې چې تاسې ته خوري.او انګیري به چې په دې توګه به یې څه کار سم شي.خبر اوسئ!چې هغوی درواغجن دي.
Tafsiran larabci:
اِسْتَحْوَذَ عَلَیْهِمُ الشَّیْطٰنُ فَاَنْسٰىهُمْ ذِكْرَ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حِزْبُ الشَّیْطٰنِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ حِزْبَ الشَّیْطٰنِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
شیطان پرې برلاسی دی او د الله یادیې ترې هیر کړی دی همدا د شیطان ډله ده.او خبر اوسئ!چې د شیطان ډله زیانمنه ده.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗۤ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْاَذَلِّیْنَ ۟
په یقیني ډول هغه خلک د دلیلو او سپکو خلکو په کتار کې دي چې الله او د هغه د رسول سره مقابله کوي.
Tafsiran larabci:
كَتَبَ اللّٰهُ لَاَغْلِبَنَّ اَنَا وَرُسُلِیْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
الله لیکلي دي چې زه او زما استازي به هرو مرو برلاسي کیږو.بې شکه چې الله ډير قوی او په هر څه برلاسی دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'mujadalah
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa