Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Alhadid   Aya:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ مَعَكُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پيدا او بیا یې پر عرش استواء وکړه.هغه څه ورته ټول معلوم دي چې په ځمکه کې ننووځي.او ترې راووځي.او هغه چې له اسمان نه راښکته کیږي.او د هغه په لور ورخیژي.هغه له تاسې سره دی تاسې چې هر چیرته واست.او الله ستاسې د کړنو ښه لیدونکی دی.
Tafsiran larabci:
لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د هغه ده. او ټولې چارې یوازې د هغه په لور ورګرځول کیږي.
Tafsiran larabci:
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ؕ— وَهُوَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
هغه شپه او ورځ او ورځ په شپه کې ننه باسي. او ان د زړونو په پټو رازونو ښه پوه دی.
Tafsiran larabci:
اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاَنْفِقُوْا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُّسْتَخْلَفِیْنَ فِیْهِ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَاَنْفَقُوْا لَهُمْ اَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟
ای خلکو!په الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ،او هغه مالونه چې تاسې یې له نورو نه وروسته پکې واکمن ګرځولي یي د الله په لار کې مصرف کړئ.نو ستاسې د هغو کسانو لپاره چې ایمان یي راوړی.او د الله په لار کې یي مال لګولی لوی اجر دی.
Tafsiran larabci:
وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ ۚ— وَالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ لِتُؤْمِنُوْا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ اَخَذَ مِیْثَاقَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او تاسې به ولې په یو الله ایمان نه راوړئ؟په داسې حال کې چې د هغه رسول تاسو ته په خپل رب د ایمان راوړلو بلنه در کوي او الله له تاسې وعده هم اخیستي نو که ایمان راوړونکي یي (نورا یې وړئ).
Tafsiran larabci:
هُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ عَلٰی عَبْدِهٖۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ بِكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
الله هغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم ښکاره دلایل نازلوي تر څو تاسې له تیارونه رڼا ته وباسي. او بې شکه چې الله پاک پر تاسې ډیر مهربان او د ډير رحم څښتن دی.
Tafsiran larabci:
وَمَا لَكُمْ اَلَّا تُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَا یَسْتَوِیْ مِنْكُمْ مَّنْ اَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقٰتَلَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِیْنَ اَنْفَقُوْا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوْاؕ— وَكُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟۠
او پر تاسې څه دي چې د الله په لار کې مال نه لګوئ؟اسمانونه او ځمکه یوازې هغه ته پاتې دي.ستاسې هغه خلک چې د مکې له فتحې یې وړاندې مال لګولی او جنګیدلي دي او هغه سره یو انډول نه دي چې وروسته يې مال لګولی او جنګیدلي دي.د همدغو خلکو درجه له هغو نه خورا لوړه ده چې له فتحي نه وروسته یې مال لګولی او جنګیدلي دي. الله پاک له هرې ډلې سره نیکه وعده کړې.او الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
Tafsiran larabci:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗ وَلَهٗۤ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
څوک دی چې الله ته نیک پور ورکړې؟ نو الله به یې ورته څو چنده کړي او د هغه لپاره عزتمن اجر دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Alhadid
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa