Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ma'ida   Aya:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْیَهُوْدَ وَالنَّصٰرٰۤی اَوْلِیَآءَ ؔۘ— بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
ای مؤمنانو! یهودیان او عیسویان، خپل دوستان مه نیسئ، دوی یو د بل دوستان دی او ستاسې هر څوک چې هغوی خپل دوستان وګڼي نو پخه خبره ده چې دی هم د هغوی له ډلې نه دی بې شکه الله تیري کوونکو ته لار نه ښايې.
Tafsiran larabci:
فَتَرَی الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یُّسَارِعُوْنَ فِیْهِمْ یَقُوْلُوْنَ نَخْشٰۤی اَنْ تُصِیْبَنَا دَآىِٕرَةٌ ؕ— فَعَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَ بِالْفَتْحِ اَوْ اَمْرٍ مِّنْ عِنْدِهٖ فَیُصْبِحُوْا عَلٰی مَاۤ اَسَرُّوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ نٰدِمِیْنَ ۟ؕ
نو ته به په زړه ناروغ خلک وګورې چې د هغوی په مینځ کې به ځغلي را ځغلي او وايي به چې له مونږ سره ډار دی( هسې نه) چې د زمانې له کومې غمجنې پيښې سره مخ شو لرې نه ده چې الله پاک کومه پریکنده کامیابي راولي او یا له خپلې لورې کومه بله خبره څرګنده کړي بیا به هغوی په خپلو پټو وران کاریو پښیمانه وي.
Tafsiran larabci:
وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ ۙ— اِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ ؕ— حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَاَصْبَحُوْا خٰسِرِیْنَ ۟
او مسلمانان به وايي چې ایا دا همغه کسان دي چې د الله په نوم به یې درانه قسمونه خوړل چې مونږ له مسلمانانو سره یو؟ کړنې يي بابیزه او هغوی تاوانیان شول.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَنْ یَّرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَسَوْفَ یَاْتِی اللّٰهُ بِقَوْمٍ یُّحِبُّهُمْ وَیُحِبُّوْنَهٗۤ ۙ— اَذِلَّةٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اَعِزَّةٍ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ؗ— یُجَاهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَخَافُوْنَ لَوْمَةَ لَآىِٕمٍ ؕ— ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! له تاسې نه چې هر څوک له خپل دین نه واوړي الله پاک به ډیرژر بل داسې قوم مینځ ته راولي چې د الله خوښ او د هغوی به الله خوښ وي د مؤمنانو په وړاندې به متواضع او مهربان او پر کافرانو به تیز او سخت وي، د الله په لار کې به جهاد کوي او د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه به نه ډاریږي دا د الله مهرباني ده چا ته یې چې خوښه شي ور په برخه کوي یې الله پاک د پراخۍ څښتن او په هر څه پوه دی.
Tafsiran larabci:
اِنَّمَا وَلِیُّكُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ رٰكِعُوْنَ ۟
خبره همدا ده چې ستاسې دوست الله د هغه رسول او هغه مؤمنا دي چې لمونځونه ودرو زکات ورکوي او عاجزي کوونک وي.
Tafsiran larabci:
وَمَنْ یَّتَوَلَّ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَاِنَّ حِزْبَ اللّٰهِ هُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟۠
او هر څوک چې له الله، د هغه له رسول او مؤمنانو سره دوستي کوي نو پوه دې شي چې بر لاسې به یوازې د الله ډله وي.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَكُمْ هُزُوًا وَّلَعِبًا مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ اَوْلِیَآءَ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
ای مؤمنانو! هغه اهل کتاب چې له تاسې وړاندې کتاب ورکړاې شوی او ستاسې دین یې ټوکه او لوبه ګڼلې او هم نور کافران دوستان مه نیسئ له الله نه وډارشئ که مؤمنان یاست.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ma'ida
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa