Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahkab   Aya:
وَاذْكُرْ اَخَا عَادٍ اِذْ اَنْذَرَ قَوْمَهٗ بِالْاَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖۤ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
او ای پیغمبره! د عادیانو ورور یاد کړه کله چې هغه د شګو په یوه ډبری یعنې احقاف نومي ځاي کې خپل قوم وډاراو او له هغه نه وړاندې او وروستو ټولو پیغمبرانو همدا یوه خبره کړې وه چې: پرته له الله نه د بل هیڅ شي عبادت مه کوئ. بې له شکه چې زه پر تاسې د لويې ورځې له عذاب څخه ډاریږم.
Tafsiran larabci:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَاْفِكَنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
هغوی ورته وویل: ته راغلی يې چې مونږ له خپلو خدایانو څخه واړوي؟ هله ژر شه هغه څه راوله چې ته يې هروخت مونږ ته یادوي که ته له رښتینو څخه يې.
Tafsiran larabci:
قَالَ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ؗ— وَاُبَلِّغُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟
هغه ورته وویل: د عذاب د راتګ وخت یوازې یو الله ته معلوم دی زه تاسې ته هغه څه رسوم چې زه پرې رالیږلی شوی یم. خو زه تاسې وینم چې ځانونه مو په ناپوهۍ کې اچولي دي.
Tafsiran larabci:
فَلَمَّا رَاَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ اَوْدِیَتِهِمْ ۙ— قَالُوْا هٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ؕ— بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهٖ ؕ— رِیْحٌ فِیْهَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۙ
نو کله يي چې د اسمان په څنډو کې پلنه وریځ د کلیو په لور روانه ولیدله نو په خوښۍ يې سره وویل: دغه ده پر مونږ وریدونکې وريځ راغله. پیغمبر ورته وویل: نه بلکې دا هغه عذاب دی چې تاسې به يې په راتلو کې تلوار کاوو. دا یو باد دی چې دردناک عذاب ورسره را روان دی.
Tafsiran larabci:
تُدَمِّرُ كُلَّ شَیْ بِاَمْرِ رَبِّهَا فَاَصْبَحُوْا لَا یُرٰۤی اِلَّا مَسٰكِنُهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
د خپل رب په حکم به هر څه تس، نس او له مینځه یوسي نو بالاخره د هغوی له منې پرته نور هلته هیڅ نه لیدل کيږي. هو! په همدې توګه مونږ مجرمانو ته جزاء ورکوو.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ مَكَّنّٰهُمْ فِیْمَاۤ اِنْ مَّكَّنّٰكُمْ فِیْهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَّاَبْصَارًا وَّاَفْـِٕدَةً ۖؗ— فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُهُمْ وَلَاۤ اَفْـِٕدَتُهُمْ مِّنْ شَیْءٍ اِذْ كَانُوْا یَجْحَدُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
او مونږ هغوی ته هومره وس او توان ورکړی وو چې تاسې ته مو لا نه دی درکړی. هغوی ته مو غوږونه، سترګې او زړونه ورکړي وو. خو غوږونو، سترګو، او زړونو يي له هغوی نه د هیڅ شي مخه ونه نیوله. ځکه چې هغوی د الله له ایتونو نه انکار کړی وو نو هغه څه ترې راچاپیر شو چې ټوکې او ملنډې به يې ګڼلې.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِّنَ الْقُرٰی وَصَرَّفْنَا الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او مونږ ستاسې په چاپیریال کې ډیر کلي هلاک کړي او په دې توګه مو په وار، وار خپل ایتونه بیان کړي تر هغوی د حق په لور راوګرځي.
Tafsiran larabci:
فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ قُرْبَانًا اٰلِهَةً ؕ— بَلْ ضَلُّوْا عَنْهُمْ ۚ— وَذٰلِكَ اِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
له الله پرته هغو خدایانو ولې ورسره مرسته ونه کړه چې الله ته يې د نژدې کیدلو وسیله نیولي وو؟ مرسته لا څه بلکې ترې ورک شول. دا يې همغه درواغ دي چې له ځان څخه يي جوړول.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahkab
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa