Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'shuraa   Aya:
وَمِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ؕ
او د هغه له نښانو څخه هغه کښتۍ دي چې د لوړو غرونو په شان په بحر کې رواني وي.
Tafsiran larabci:
اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟ۙ
که هغه وغواړي نو باد به ودروي او کښتۍ به د سمندر پر شا ولاړې پاتې شي. په رښتیا چې په دې کې د صبرکوونکو او شکرکوونکو لپاره سترې نښانې دي.
Tafsiran larabci:
اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَیَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ ۟ۙ
یا به يي د کړنو له مخې کښتۍ ډوبې کړې خو الله له ډیرو ګناهونو تیریږي.
Tafsiran larabci:
وَّیَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟
تر څو هغه خلک چې زمونږ په ایتونو کې جګړې کوي پوه شي چې د خلاصون او تیښتې ځای يي نشته.
Tafsiran larabci:
فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚ
هغه چې تاسې ته درکړای شوي دي ډیره لږ د دنیا ګټه ده. او هغه چې له الله سره دي ډیر غوره او تل پاتې د هغو خلکو لپاره دي چې ایمان يي راوړی او پر خپل رب توکل کوي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَاِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَ ۟ۚ
او د هغو کسانو لپاره دي چې له لویو ګناهونو او له بي حیايي څخه ځانونه ژغوري، او کله هږم چې په قهر شي نو بښنه کوي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ۪— وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ ۪— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۚ
او د هغوی لپاره دي چي د خپل رب بلنه يي منلې. لمونځ يې ودرولی او خپل مینځي کارونه يي په مشوره دي. او څه چې مونږ ور روزي کړي د الله په لار کې يې ترې مصرفوي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟
او هغوی چي کله پرې تیری وشي نو بدل اخلي.
Tafsiran larabci:
وَجَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۚ— فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟
د بدۍ بدله همغه شان بدي ده. نو چا چې عفوه وکړه او ځان يې اصلاح کړ نو بدل يي پر الله دی. بې شکه چې الله ظالمان نه خوښوي.
Tafsiran larabci:
وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ
او کوم کسان چې له تیري او ظلم وروسته غچ واخلي، پر هغوی هیڅ ملامتي نشته.
Tafsiran larabci:
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَیَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ملامتي یوازې پر هغو کسانو ده چې پرخلکو ظلم او تیری کوي، په ناحقه په ځمکه کې خپل سري کوي. نو د همدغو خلکو په برخه دردناک عذاب دی.
Tafsiran larabci:
وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟۠
او چې څوک زغم او بښنه وکړي نو بې شکه چې دا له غوره کارونه څخه دي.
Tafsiran larabci:
وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَتَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ۚ
او الله چې هر څوک بې لارې کړ نو وروسته له الله یې هیڅ کار جوړوونکی نشته. او ته به ظالمان وګورې چې کله عذاب وویني نو وایې به چې: ایا د بیرته تللو کومه لار شته؟
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'shuraa
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa