Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Aal'Imran   Aya:
لَقَدْ سَمِعَ اللّٰهُ قَوْلَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ فَقِیْرٌ وَّنَحْنُ اَغْنِیَآءُ ۘ— سَنَكْتُبُ مَا قَالُوْا وَقَتْلَهُمُ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ ۙۚ— وَّنَقُوْلُ ذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟
په تحقیق سره الله پاک د هغو کسانو خبره اوریدلې ده چې ویل یې الله فقیر او مونږ غنیان یوـ ژر به یې مونږ دا وینا ولیکو او هم یې په ناحقه د پیغمبرانو وژل او ورته به ووایو چې اوس د سوزوونکي اور عذاب وڅکئ.
Tafsiran larabci:
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْكُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟ۚ
دا د هغو کړنو بدل دی چې لاسونه مو وړاندې لیږلي دي او الله پاک پر خپلو بنده ګانو ظلم کوونکی نه دی.
Tafsiran larabci:
اَلَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ عَهِدَ اِلَیْنَاۤ اَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُوْلٍ حَتّٰی یَاْتِیَنَا بِقُرْبَانٍ تَاْكُلُهُ النَّارُ ؕ— قُلْ قَدْ جَآءَكُمْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِیْ بِالْبَیِّنٰتِ وَبِالَّذِیْ قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوْهُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
دوي هغه کسان دي چې ویل به یې الله پاک مونږ ته حکم کړی دی چې باید په هیڅ رسول تر هغو ایمان رانه وړو تر څو داسې قرباني راوړي چې اور یي وسوزوي ورته ووایه چې له ما څخه وړاندې رسولان له ښکاره دلایلو او ستاسو له دغو خبرو سره تاسې ته راغلي وو نو که ریښتیني يي نو بیا مو ولې هغوی وژل.
Tafsiran larabci:
فَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ جَآءُوْ بِالْبَیِّنٰتِ وَالزُّبُرِ وَالْكِتٰبِ الْمُنِیْرِ ۟
بیا هم که ته خپل قوم درواغجن وګڼلې نو له تا څخه وړاندې هغه رسولان هم درواغجن ګڼل شوي وو چې ښکاره نښې، صحیفې او روښانه کتاب یي راوړی ؤ.
Tafsiran larabci:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ؕ— وَاِنَّمَا تُوَفَّوْنَ اُجُوْرَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَاُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ؕ— وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ ۟
هر ساه لرونکی د مرګ څکونکی دی، په دې خبره کې هیڅ شک نشته چې د قیامت په ورځ به ستاسې بدل په بشپړ ډول درکړای شي نو څوک چې له اور څخه لرې کړای شو نو په حقیقت کې همدی بریمن شو، او د دنیا ژوند پرته له غولوونکې ګټې څخه بل څه نه دی.
Tafsiran larabci:
لَتُبْلَوُنَّ فِیْۤ اَمْوَالِكُمْ وَاَنْفُسِكُمْ ۫— وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا اَذًی كَثِیْرًا ؕ— وَاِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا فَاِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟
خامخا به تاسې په مالونو او ځانونو کې وازمایل شئ او هم به خامخا له هغو کسانو چې له تاسې وړاندې کتاب ورکړای شوی، او له مشرکانو څخه ډیرې بدې خبرې واورئ، نو که تاسې صبر وکړئ او پرهیزګاري خپله کړئ نو بې شکه دا له لوړو او غورو کارونو څخه دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Aal'Imran
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa