Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'bakara   Aya:
اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِیْ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِمَا یَنْفَعُ النَّاسَ وَمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ مَّآءٍ فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِیْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ ۪— وَّتَصْرِیْفِ الرِّیٰحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَیْنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
دا یوه کوټلې خبره ده چې د اسمان او ځمکې په پیدایښت، د شپې او ورځې په جلاوالي او هغو کښتیو چې په بحر کې د خلکو د ګټو لپاره تګ راتګ کوي او هغو اوبو چې الله له بره څخه راښکته کړي او ځمکه یې پرې له وچوالي او مرګ څخه بیرته تر او تازه او ژوندۍ کړې او هر ډول ساه کښ یې پکې خواره کړي او د بادونو بدلول او الوزول او د اسمان او ځمکې په مینځ کې د امر منونکو وریځو زوړندول د عقل مند قوم لپاره خورا لوی او پوره دلیلونه او نښې دي.
Tafsiran larabci:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّتَّخِذُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْدَادًا یُّحِبُّوْنَهُمْ كَحُبِّ اللّٰهِ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَشَدُّ حُبًّا لِّلّٰهِ ؕ— وَلَوْ یَرَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اِذْ یَرَوْنَ الْعَذَابَ ۙ— اَنَّ الْقُوَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعَذَابِ ۟
او ځینې خلک داسې هم شته چې له الله څخه پرته نور شیان د هغه شریکان او انډول نیسي، له هغوی سره هومره منیه کوي چې باید یوازې له الله سره شوې وای، او دا پخه خبره ده چې مؤمنان له الله سره کلکه مینه لري که چیرې نن ظالمان په هغه څه پوه شي چې د عذاب لیدلو په ورځ به پرې پوهیږي چې ټول زور له الله سره دی او الله سخت عذاب ورکونکې دی.
Tafsiran larabci:
اِذْ تَبَرَّاَ الَّذِیْنَ اتُّبِعُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْا وَرَاَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْاَسْبَابُ ۟
( نو له الله سره به شریک ونه نیسي) په دې ورځ به هغه خلک چې مننه یې کیدله له هغو څخه چې د دوی مننه یې کوله بیزاري اعلان او عذاب به په غبرګو سترګو وګوري او خپل مینځې اړیکي به یې سره پرې شي.
Tafsiran larabci:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْا لَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّاَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوْا مِنَّا ؕ— كَذٰلِكَ یُرِیْهِمُ اللّٰهُ اَعْمَالَهُمْ حَسَرٰتٍ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَا هُمْ بِخٰرِجِیْنَ مِنَ النَّارِ ۟۠
نو پیروي کوونکي به وایې چې کاشکې مونږ یو ځل بیا دنیا ته تللې وای لکه نن دوی له مونږ بیزاري ښکاره کوي مونږ به هم ترې بیزاره شوي وای په همدې توګه به الله د دوی د ګردو کړنو افسوس او پښیمانتیا ور څرګنده او له دوزخ څخه به هیڅکله بهر نه شي.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ كُلُوْا مِمَّا فِی الْاَرْضِ حَلٰلًا طَیِّبًا ؗ— وَّلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
ای خلکو! د ځمکې حلال پاک څیزونه وخورئ او د شیطان په پل مه ځئ ځکه چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
Tafsiran larabci:
اِنَّمَا یَاْمُرُكُمْ بِالسُّوْٓءِ وَالْفَحْشَآءِ وَاَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
خبره همدا ده چې هغه تاسې ته د بدۍ او بې حیایې په لور بلنه درکوي او دیته مو هڅوي چې په الله جل جلاله هغه څه وتړئ چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'bakara
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa