Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'haqah   Aya:

حاقه

اَلْحَآقَّةُ ۟ۙ
یقینې آفت راتلونکی
Tafsiran larabci:
مَا الْحَآقَّةُ ۟ۚ
څه لوی دی یقیني آفت راتلونکی؟
Tafsiran larabci:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْحَآقَّةُ ۟ؕ
او څه پوهه کړې ته چې څه شی دی یقیني راتلونکی آفت؟
Tafsiran larabci:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ ۟
دروغ ګڼلی و ثموديانو او عاديانو د زړونو ټکوونکی آفت
Tafsiran larabci:
فَاَمَّا ثَمُوْدُ فَاُهْلِكُوْا بِالطَّاغِیَةِ ۟
نو ثموديان په يوه بې اندازې سخته چغه تباه شول
Tafsiran larabci:
وَاَمَّا عَادٌ فَاُهْلِكُوْا بِرِیْحٍ صَرْصَرٍ عَاتِیَةٍ ۟ۙ
او هر چه عاديان و نو هلاک کړی شول په تېزې سیلۍ د حد نه تېریدونکې
Tafsiran larabci:
سَخَّرَهَا عَلَیْهِمْ سَبْعَ لَیَالٍ وَّثَمٰنِیَةَ اَیَّامٍ ۙ— حُسُوْمًا فَتَرَی الْقَوْمَ فِیْهَا صَرْعٰی ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِیَةٍ ۟ۚ
چې الله هغه پرله پسې اوه شپى او اته ورځې ورباندې ګمارلې وه، نو دا خلك به دې پكې داسې پرېوتي ليدل لكه چې د كجورو ورستې تنې چې وي
Tafsiran larabci:
فَهَلْ تَرٰی لَهُمْ مِّنْ بَاقِیَةٍ ۟
نو آيا (اوس) د هغوى څوك پاتې شوي وينې؟
Tafsiran larabci:
وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهٗ وَالْمُؤْتَفِكٰتُ بِالْخَاطِئَةِ ۟ۚ
او راتګ کړی و فرعون او څوك چې ترې مخكې و او نسكور شوو كليو هم په لویه ګناه سره
Tafsiran larabci:
فَعَصَوْا رَسُوْلَ رَبِّهِمْ فَاَخَذَهُمْ اَخْذَةً رَّابِیَةً ۟
نو سرغړونه یې وکړه د خپل پالونکي د رسول، نو ونیول (الله) دوی په نیولو سختو سره
Tafsiran larabci:
اِنَّا لَمَّا طَغَا الْمَآءُ حَمَلْنٰكُمْ فِی الْجَارِیَةِ ۟ۙ
كله چې اوبه ډېرې طوفاني شوې نو موږ تاسي سپاره کړئ په روانې بېړۍ کې
Tafsiran larabci:
لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَّتَعِیَهَاۤ اُذُنٌ وَّاعِیَةٌ ۟
تر څو ستاسو لپاره يې درس وګرځوو او عبرت واخلي پند اخیستونکي غوږونه
Tafsiran larabci:
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ نَفْخَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ
نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړى شي يو ځل پوكى
Tafsiran larabci:
وَّحُمِلَتِ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَّاحِدَةً ۟ۙ
او پورته کړل شي زمكه او غرونه، نو وبه ټکول شي په ټکولو په یو ځل
Tafsiran larabci:
فَیَوْمَىِٕذٍ وَّقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ
نو پدغه ورځ به رامنځ ته شي رامنځ ته کېدونکی آفت
Tafsiran larabci:
وَانْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَهِیَ یَوْمَىِٕذٍ وَّاهِیَةٌ ۟ۙ
او وبه چوي آسمان، نو هغه به پدغه ورځ کمزوری وي
Tafsiran larabci:
وَّالْمَلَكُ عَلٰۤی اَرْجَآىِٕهَا ؕ— وَیَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ ثَمٰنِیَةٌ ۟ؕ
او پرېښتې به يې پر څنډو وي او ستا د پالونکي عرش به په هغه ورځ اتو پرېښتو پر ځانونو دپاسه بار كړى وي
Tafsiran larabci:
یَوْمَىِٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰی مِنْكُمْ خَافِیَةٌ ۟
په هغه ورځ به تاسي ور وړاندې كړاى شئ، ستاسي له عمله به هيڅ راز پټ پاتې نه شي
Tafsiran larabci:
فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَیَقُوْلُ هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
نو د چا عملنامه چې د هغه په ښي لاس وركړل شوه، وايي به: ها، واخلئ زما عملنامه ولولئ!
Tafsiran larabci:
اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْ ۟ۚ
پرته له شکه ما انګېرلې وه چې له خپل حساب سره مخامخ کېدونكى يم
Tafsiran larabci:
فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ۙ
نو بيا به هغه په خوشاله ژوندانه كې وي
Tafsiran larabci:
فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ
په اوچت جنت کې
Tafsiran larabci:
قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ ۟
چې مېوې به يې (لاس ته) نېږدې وي
Tafsiran larabci:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ ۟
خورئ، څښئ (ښه) په خوند سره، د هغو عملونو په بدله كې چې په تېرو ورځو كې مو وړاندې لېږلي وو
Tafsiran larabci:
وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ ۙ۬— فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
او د چا كتاب چې د هغه په كيڼ (چپ) لاس وركړل شي، نو وايي به: ارمان چې كتاب مې نه واى راكړل شوى
Tafsiran larabci:
وَلَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْ ۟ۚ
او نه پوهېدلی چې څه به وي حساب زما
Tafsiran larabci:
یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَ ۟ۚ
كاشكې هغه (مرګ ) ختموونكى واى ما لره
Tafsiran larabci:
مَاۤ اَغْنٰی عَنِّیْ مَالِیَهْ ۟ۚ
مال مې هم څه رانه ايسار نه كړل
Tafsiran larabci:
هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْ ۟ۚ
واكمني مې هم تباه شوه
Tafsiran larabci:
خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُ ۟ۙ
(وبه ويل شي) راويې نيسئ او ځنځير ورواچوئ
Tafsiran larabci:
ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُ ۟ۙ
بيا يې دوزخ ته ورننباسئ
Tafsiran larabci:
ثُمَّ فِیْ سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُوْنَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوْهُ ۟ؕ
بيا يې په يو داسې ځنځير كې چې اويا ګزه يې اندازه وي، ځوړند کړئ
Tafsiran larabci:
اِنَّهٗ كَانَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
بېشکه هغه پر لوى الله ايمان نه درلود
Tafsiran larabci:
وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ
او هڅول یې نه کوله بې وزله ته په خوړو وركولو
Tafsiran larabci:
فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هٰهُنَا حَمِیْمٌ ۟ۙ
نو نشته نن ده لره دلته کوم مخلص دوست
Tafsiran larabci:
وَّلَا طَعَامٌ اِلَّا مِنْ غِسْلِیْنٍ ۟ۙ
او نه له زوو پرته څه خواړه
Tafsiran larabci:
لَّا یَاْكُلُهٗۤ اِلَّا الْخَاطِـُٔوْنَ ۟۠
چې له ګناهګارانو پرته يې بل څوك نه خوري
Tafsiran larabci:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
نو داسې نده، زه قسم كوم پر هر هغه څه چې تاسې يې وينئ
Tafsiran larabci:
وَمَا لَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
او پر هغه څه چې نه يې وينئ
Tafsiran larabci:
اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۚۙ
چې بېشكه دا د يو عزتمن استازي وينا ده
Tafsiran larabci:
وَّمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
او د كوم شاعر خبره نه ده تاسي بيخې لږ ايمان راوړئ
Tafsiran larabci:
وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او نه د كاهن (تالې كتونكي، غيب ويونكي) خبره ده، تاسې لږ پند اخلئ
Tafsiran larabci:
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
دا د رب العالمين لخوا نازل شوى
Tafsiran larabci:
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنَا بَعْضَ الْاَقَاوِیْلِ ۟ۙ
او كه چېرې ده له ځانه موږ پسې څه خبرې جوړې كړې واى
Tafsiran larabci:
لَاَخَذْنَا مِنْهُ بِالْیَمِیْنِ ۟ۙ
هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولى واى
Tafsiran larabci:
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِیْنَ ۟ؗۖ
بيا به مو د هغه د زړه رګ ترې غوڅ كړى واى
Tafsiran larabci:
فَمَا مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ عَنْهُ حٰجِزِیْنَ ۟
نو بيا به له تاسي هيڅوك له دې كاره زموږ ايساروونكي نه وو
Tafsiran larabci:
وَاِنَّهٗ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟
او په رېښتيا دا د ځان ساتونکو لپاره يو پند دى
Tafsiran larabci:
وَاِنَّا لَنَعْلَمُ اَنَّ مِنْكُمْ مُّكَذِّبِیْنَ ۟
او بېشكه موږ پوهېږو چې له تاسي څه كسان درواغ ګڼونكي دي
Tafsiran larabci:
وَاِنَّهٗ لَحَسْرَةٌ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
او هغه پر کافرانو پښېماني ده
Tafsiran larabci:
وَاِنَّهٗ لَحَقُّ الْیَقِیْنِ ۟
او دا يقيني حق دى
Tafsiran larabci:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو د خپل لوى پالونکي پر نوم پاکي بيانوه
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'haqah
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa