Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dukhan   Aya:
وَّاَنْ لَّا تَعْلُوْا عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْۤ اٰتِیْكُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ
او (بل) دا چې د الله پر وړاندې لويي مه كوئ، زه تاسي ته د ښكاره دليل راوړونكى يم.
Tafsiran larabci:
وَاِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ اَنْ تَرْجُمُوْنِ ۟ۚ
او زه خپل رب او ستاسي رب پورې پناه غواړم، له دې چې تاسي مې سنګسار كړئ.
Tafsiran larabci:
وَاِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا لِیْ فَاعْتَزِلُوْنِ ۟
او كه پر ما ايمان نه راوړئ نو رانه ګوښه شئ.
Tafsiran larabci:
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُوْنَ ۟
نو خپل رب ته يې دعا وكړه چې دا په رېښتيا مجرمان خلك دي.
Tafsiran larabci:
فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ لَیْلًا اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟ۙ
نو زما بندګان په شپه درسره بوزه، تاسي به هرومرو تر شا پلټل كېږئ.
Tafsiran larabci:
وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ؕ— اِنَّهُمْ جُنْدٌ مُّغْرَقُوْنَ ۟
او ته درياب همداسې ولاړ پرېږده، هغوی يو ډوبېدونكى لښكر دى.
Tafsiran larabci:
كَمْ تَرَكُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
څومره باغونه او چينې يې پرېښودې؟
Tafsiran larabci:
وَّزُرُوْعٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ
او كروندې او ښكلي ځايونه (استوګنځي)؟
Tafsiran larabci:
وَّنَعْمَةٍ كَانُوْا فِیْهَا فٰكِهِیْنَ ۟ۙ
او (ډېر داسې) نعمتونه چې هغوى يې په مزو كې وو.
Tafsiran larabci:
كَذٰلِكَ ۫— وَاَوْرَثْنٰهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟
همداسې وشول او هغه (شيان) مو بل قوم ته په ميراث وركړل.
Tafsiran larabci:
فَمَا بَكَتْ عَلَیْهِمُ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ وَمَا كَانُوْا مُنْظَرِیْنَ ۟۠
خو نه آسمان او ځمكې پرې وژړل او نه هغوى ته څه مهلت وركړى شو.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ نَجَّیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟ۙ
او بېشكه موږ بنى اسرائيل له سپكوونكي عذابه وژغورل.
Tafsiran larabci:
مِنْ فِرْعَوْنَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَالِیًا مِّنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟
له فرعونه، يقيناً هغه سركښ او له زياتي كوونكو څخه و.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدِ اخْتَرْنٰهُمْ عَلٰی عِلْمٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
او هغوى (بنى اسرائيل) مو له پوهې سره پر نړيوالو غوره وګرځول.
Tafsiran larabci:
وَاٰتَیْنٰهُمْ مِّنَ الْاٰیٰتِ مَا فِیْهِ بَلٰٓؤٌا مُّبِیْنٌ ۟
او هغوى ته مو داسې نښانې وركړې چې ښكاره ازمويښت پكې و.
Tafsiran larabci:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
دا خلك خو هرومرو دا وايي.
Tafsiran larabci:
اِنْ هِیَ اِلَّا مَوْتَتُنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِیْنَ ۟
چې بل څه نشته همدا زموږ لومړی مرګ دى او موږ بيا راپورته كېدونكي نه يو.
Tafsiran larabci:
فَاْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
نو كه تاسي رښتيني ياست زموږ پلرونه راولئ!
Tafsiran larabci:
اَهُمْ خَیْرٌ اَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ ۙ— وَّالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— اَهْلَكْنٰهُمْ ؗ— اِنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟
آيا هغوى غوره دي كه د تبع قوم او هغه چې تر هغوى مخكې وو؟ هغوى (ټول) مو تباه كړل، هغوى بېشكه مجرمان وو.
Tafsiran larabci:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟
او موږ آسمانونه، ځمكه او د هغو ترمنځه شيان څه د لوبو په ډول نه دي پيدا كړي.
Tafsiran larabci:
مَا خَلَقْنٰهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
هغه مو له يو رښتيني مقصد پرته هسې نه دي پيدا كړي خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dukhan
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa