Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્ફાલ   આયત:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ لَمْ یَكُ مُغَیِّرًا نِّعْمَةً اَنْعَمَهَا عَلٰی قَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ
ځکه چې د الله نظام دی چې پر چا لورینه وکړي تر هغو یې بیرته ترې نه اخلي تر څو هغه قوم خپله کړنلاره او کړنچاره بدله نه کړي بې شکه الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی.
અરબી તફસીરો:
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ ۚ— وَكُلٌّ كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟
له دوی سره د فرعون،د هغه د ملګرو،او د هغو پخوانیو کسانو په څیر کړنه وشوه چې د خپل رب ایتونه یې درواغ ګڼلي وو نو مونږ د ګناهونو له کبله هلاک او دفرعون ملګري مو په اوبو کې ډوب کړل هغوی ټول ظالمان وو.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۖۚ
د الله په وړاندې د ځمکې په مخ تر ټولو بد خوځیدونکي هغه دي چې کفر یې خپل کړی او ایمان نه راوړي.
અરબી તફસીરો:
اَلَّذِیْنَ عٰهَدْتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَهُمْ فِیْ كُلِّ مَرَّةٍ وَّهُمْ لَا یَتَّقُوْنَ ۟
او هغه کسان چې تا ورسره تړون کړی خو هغوی یې هر ځل ماتوي او له الله څخه نه ویریږي.
અરબી તફસીરો:
فَاِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِی الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
نو که دا وړ خلک په جنګ کې په لاس درغلل نو داسې جزاء ورکړه چې تر شا ولاړ ځواکونه یې وډاریږي او کیدای شي چې هغوی پند واخلي.
અરબી તફસીરો:
وَاِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِیَانَةً فَانْۢبِذْ اِلَیْهِمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْخَآىِٕنِیْنَ ۟۠
او که د کوم قوم د تړون ماتولو له خیانت نه ډاریدلې نو پر ښکاره یې تړون ور مات کړه ځکه چې الله پاک خیانت نه خوښوي.
અરબી તફસીરો:
وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَبَقُوْا ؕ— اِنَّهُمْ لَا یُعْجِزُوْنَ ۟
او کافران دي ګنان نه کوي چې ګنې دوی وړاندې شوي او له عذاب نه به خلاص شي ځکه چې هغوی مونږ بې وسې کولای نشي.
અરબી તફસીરો:
وَاَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ قُوَّةٍ وَّمِنْ رِّبَاطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُوْنَ بِهٖ عَدُوَّ اللّٰهِ وَعَدُوَّكُمْ وَاٰخَرِیْنَ مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— لَا تَعْلَمُوْنَهُمْ ۚ— اَللّٰهُ یَعْلَمُهُمْ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یُوَفَّ اِلَیْكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ ۟
او تاسې تر خپلې بشپړې وسې ډير زیات توان او زین کړي اسونه د کافرانو د مقابلې لپاره تیار کړئ تر څو پرې د الله دښمنان،خپل دښمنان او نور هغه دښمنان وډاروئ چې تاسو یې لانه پیژنئ بلکې الله یې ښه پيژني او څه مو چې د الله په لیار کې مصرف کړل نو بدل به یې پوره درکړای شي او پر تاسې به هیڅ تیری نه کیږي.
અરબી તફસીરો:
وَاِنْ جَنَحُوْا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او که کافرانو د روغې جوړې په لور سترګې واړه ولې نو ته یې هم ومنه او پر الله توکل او ویسا وکړه بې شکه چې هغه هر څه اوري او په هر څه ښه پوه دی.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્ફાલ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો