Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્ફાલ   આયત:
وَمَا لَهُمْ اَلَّا یُعَذِّبَهُمُ اللّٰهُ وَهُمْ یَصُدُّوْنَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوْۤا اَوْلِیَآءَهٗ ؕ— اِنْ اَوْلِیَآؤُهٗۤ اِلَّا الْمُتَّقُوْنَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
اوس به ولې الله پاک هغوی په عذاب نه اخته کوي چې خلک له مسجد الحرام نه منع کوي؟ سره له دې چې هغوی یې واکداران نه دي[۲۱]ځکه رښتیني واکمن یې یوازې پرهیزګاران دی او بس خو د دوی زیات خلک په خبره نه پوهیږي.
[۲۱] ـ ځینو مفسرینو د(اولیاء)معنې په (دوستانو د الله)سره کړی ده.(ابن جریر الطبری)
અરબી તફસીરો:
وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِنْدَ الْبَیْتِ اِلَّا مُكَآءً وَّتَصْدِیَةً ؕ— فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟
په بیت الله کې د هغوی لمونځ یوازې شپیلي وهل او لاسونه پړکول وو،نو دادی د خپل کفر له کبله زمونږ د عذاب خوند در واخلئ.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ لِیَصُدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— فَسَیُنْفِقُوْنَهَا ثُمَّ تَكُوْنُ عَلَیْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ یُغْلَبُوْنَ ؕ۬— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ یُحْشَرُوْنَ ۟ۙ
کوم کسان چې کافران دي هغوی خپل مالونه د الله له لیارې څخه د منع کولو لپاره مصرفوي نور به هم مصرف کړي خو اخرنۍ نتیجه به یوازې پښیمانتیا او بالاخربه له ماتې سره مخ وي او کافران به جهنم ته ورټول کړای شي.
અરબી તફસીરો:
لِیَمِیْزَ اللّٰهُ الْخَبِیْثَ مِنَ الطَّیِّبِ وَیَجْعَلَ الْخَبِیْثَ بَعْضَهٗ عَلٰی بَعْضٍ فَیَرْكُمَهٗ جَمِیْعًا فَیَجْعَلَهٗ فِیْ جَهَنَّمَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
تر څو الله ناپاک خلک له پاکو څخه جلا او ناپاک سره ټول یو د بل دپاسه یو ځای او په جهنم کې یې ور واچوي هو! همدا خلک زیانمن دي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّنْتَهُوْا یُغْفَرْ لَهُمْ مَّا قَدْ سَلَفَ ۚ— وَاِنْ یَّعُوْدُوْا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
ای محمده! کافرانو ته ووایه که دوی کفر پریږدي نو تیر به یې ورته وبښل شي او که بیرته په پخوانۍ لیار ولاړل نو د د اور پخوانیو خلکو په هکله د الله نظام ښکاره او په ډاګه تیر شوی دی.
અરબી તફસીરો:
وَقَاتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ وَّیَكُوْنَ الدِّیْنُ كُلُّهٗ لِلّٰهِ ۚ— فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ بِمَا یَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
ای مؤمنانو! تر هغو له دغو کافرانو سره وجنګیږئ چې فتنه او فساد له مینځه ولاړ او دین یوازې د یو الله واکمن شي که هغوی په رښتیا له ورانو کارونو لاس واخلي نو الله یې کړنې ویني.
અરબી તફસીરો:
وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَوْلٰىكُمْ ؕ— نِعْمَ الْمَوْلٰی وَنِعْمَ النَّصِیْرُ ۟
او که مخ یې واړولو نو ای مؤمنانو! پوه شئ چې الله پاک ستاسې بادار او ساتونکی دی هغه رښتینی بادار او غوره ملاتړ دی.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્ફાલ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો