Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ   આયત:
وَكَذٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لِّیَقُوْلُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنْ بَیْنِنَا ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِالشّٰكِرِیْنَ ۟
او په دی توګه مونږ یې ځیني پر ځینو نور وازمایلي. تر څو ماړه خلک ووايي چې الله پاک په مونږ کې یوازې پر همدوی لورینه کړې ده؟ ایا الله پاک شکر کوونکي ښه نه پيژني؟
અરબી તફસીરો:
وَاِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۙ— اَنَّهٗ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوْٓءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَصْلَحَ ۙ— فَاَنَّهٗ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او کله چې تاته زمونږ په ایتونو مؤمنان راغلل نو ورته ووایه چې پر تاسې دی سلام وي ستاسې رب پر خپل ځان مهرباني لازمه کړې ده ستاسې هر یو چې په ناپوهۍ سره کوم بد کار وکړي او ژر ورپسې توبه وباسي او خپلې کړنې روغې کړي نو بې له شکه چې الله پاک ښه بښونکی خورا مهربان دی.
અરબી તફસીરો:
وَكَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَلِتَسْتَبِیْنَ سَبِیْلُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟۠
او په دې توګه مونږ خپل ایتونه بیانوو تر څو د ګناه ګارو لار روښانه شي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَتَّبِعُ اَهْوَآءَكُمْ ۙ— قَدْ ضَلَلْتُ اِذًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې زه د هغو شیانو له عبادت نه منع شوی یم چې تاسې یې پرته له الله نه بلئ. ورته ووایه: زه ستاسې د غوښتنو مننه نه کوم او که ویې کړم نو زه به بې لارې یم او له لارې میندونکو څخه به نه وم.
અરબી તફસીરો:
قُلْ اِنِّیْ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَكَذَّبْتُمْ بِهٖ ؕ— مَا عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— یَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَیْرُ الْفٰصِلِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې زه د خپل رب له لورې په روښانه لار یم او تاسې هغه درواغ ګڼلې ده. هغه څه له ماسره نشته چې تاسې يې په منډه غواړئ. پریکړې یوازې د الله په واک کې دي. هغه حق بیانوي او خورا غوره پریکړه کوونکی دی.
અરબી તફસીરો:
قُلْ لَّوْ اَنَّ عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ لَقُضِیَ الْاَمْرُ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
ووایه که زما په واک کې هغه څه وای چې تساې یې په بیړه غواړئ نو زما او ستاسې ترمینځ به خبره خلاصه شوې وای. او الله پاک ته تیري کوونکي ښه معلوم دي.
અરબી તફસીરો:
وَعِنْدَهٗ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لَا یَعْلَمُهَاۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَیَعْلَمُ مَا فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ؕ— وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَّرَقَةٍ اِلَّا یَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِیْ ظُلُمٰتِ الْاَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَّلَا یَابِسٍ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
او د پټو کیلي( کونجیانې) یوازې له هغه سره دي. پرته له هغه هیچا ته معلومات نشته د وچې او لمدي ټول معلومات له هغه سره دي ـ هره پاڼه چې راپریوزي او هره دانه چې د ځمکې په تورو تیارو کې پټيږي او ټول لامده او وچ په یوه ښکاره کتاب کې لیکل شوي دي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો