Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ   આયત:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَمْ یَلْبِسُوْۤا اِیْمَانَهُمْ بِظُلْمٍ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْاَمْنُ وَهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟۠
ډاډ یوازې د هغه چا لپاره دی چې ایمان یې راوړی او شرک یې نه وي ورسره ګډ کړی نو همدوی ډاډمن او همدوی لار میندونکي دي.
અરબી તફસીરો:
وَتِلْكَ حُجَّتُنَاۤ اٰتَیْنٰهَاۤ اِبْرٰهِیْمَ عَلٰی قَوْمِهٖ ؕ— نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟
دا زمونږ دلیل ؤ چې ابراهیم ته مو د هغه د قوم په مقابل کې ورکړي ؤ. زمونږ چې چا ته خوښه شي درجې یې لوړوو. بې شکه چې ستا رب د حکمت څښتن او په هر څه پوه دی.
અરબી તફસીરો:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— كُلًّا هَدَیْنَا ۚ— وَنُوْحًا هَدَیْنَا مِنْ قَبْلُ وَمِنْ ذُرِّیَّتِهٖ دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ وَاَیُّوْبَ وَیُوْسُفَ وَمُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ
مونږ ابراهیم ته اسحق او یعقوب وربښلي وو. ټولو ته مو هدایت کړی و. او له ده وړاندې مو نوح ته هم هدایت کړی و. او د نوح له اولادې نه مو داود، سلیمان، ایوب، یوسف، موسی او هارون ته هم هدایت کړی ؤ. او همدا ډول مونږ نیکوکارانو ته بدل ورکوو.
અરબી તફસીરો:
وَزَكَرِیَّا وَیَحْیٰی وَعِیْسٰی وَاِلْیَاسَ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ
او مونږ زکریا، یحیی، عیسی، او الیاس ته هم لار ښوولې وه. هغوی ټول نیکان وو.
અરબી તફસીરો:
وَاِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَیُوْنُسَ وَلُوْطًا ؕ— وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
اسماعیل، الیسع، یونس او لوط ته مې هم لار ښوولې وه. دوی ټول مې پر ګردو خلکو غوره کړي وو.
અરબી તફસીરો:
وَمِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ وَاِخْوَانِهِمْ ۚ— وَاجْتَبَیْنٰهُمْ وَهَدَیْنٰهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او د هغو له پلرونو، اولادونو او وروڼو څخه مي ډیر غوره کړي او روغه لار مې ورښوولې وه.
અરબી તફસીરો:
ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَلَوْ اَشْرَكُوْا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
دا د الله پاک هدایت دی. په خپلو بنده ګانو کې یې چې چا ته خوښه شي ور په برخه کوي یې. او بالفرض که دغو غوره خلکو هم شرک کړی وای نو ټولې کړنې به یې بابیزه شوي وای.
અરબી તફસીરો:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ۚ— فَاِنْ یَّكْفُرْ بِهَا هٰۤؤُلَآءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّیْسُوْا بِهَا بِكٰفِرِیْنَ ۟
همدغو غوره خلکو ته مونږ کتاب پوهه او نبوت ورکړی ؤ نو که د مکې کافران له دی دین نه منکر شي نو مونږ ورته داسې خلک ټاکلي دي چې هغوی ترې مخ نه اړوي.
અરબી તફસીરો:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ فَبِهُدٰىهُمُ اقْتَدِهْ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْعٰلَمِیْنَ ۟۠
دغو خلکو ته الله پاک لار ښوولې ده ای محمده! تا هم د هغوی پسې ولاړ شه. او دې خلکو ته ووایه چې د دین په رسونه له تاسې نه بدل نه غواړم. دا د ګرد بشریت لپاره پند او عبرت دی.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ અન્આમ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો