Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: મુહમ્મદ   આયત:
وَلَوْ نَشَآءُ لَاَرَیْنٰكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِیْمٰهُمْ ؕ— وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِیْ لَحْنِ الْقَوْلِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اَعْمَالَكُمْ ۟
که مونږ وغواړو نو تاسې ته به يې در وپیژنو نو تاسې به له څیرو څخه پیژندلي وای. خو اوس به يې تاسې د خبرو له رنګ څخه وپيژنئ او الله ته ستاسې کړنې معلومي دي.
અરબી તફસીરો:
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتّٰی نَعْلَمَ الْمُجٰهِدِیْنَ مِنْكُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ ۙ— وَنَبْلُوَاۡ اَخْبَارَكُمْ ۟
مونږ به خامخا تاسو وازمایو تر څو مو مجاهدین او صبر کوونکي څرګن او حالات مو ښه وڅیړو.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَشَآقُّوا الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدٰی ۙ— لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا ؕ— وَسَیُحْبِطُ اَعْمَالَهُمْ ۟
بې له شکه کوم کسان چې کافران شوي او د الله له لارې نه يې منع کړي. او د پیغمبر دښمنئ ته يي ملاتړلې سره له دې چې سمه لار او هدایت ورته څرګند شوی دی الله ته هیڅ ضرر نشي رسولی. او الله به يې ټولې کړنې ضایع او تس، نس کړي.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَلَا تُبْطِلُوْۤا اَعْمَالَكُمْ ۟
اې مؤمنانو! د الله او رسول مننه وکړئ او خپلې کړنې مه بابیزه کوئ.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ مَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ۟
بې له شکه کوم کسان چې کافران شوي او د الله له لاري نه يې منع کړې او بیا په کفر مړه شوي، الله به هیڅکله هغوی ته بښنه ونه کړي.
અરબી તફસીરો:
فَلَا تَهِنُوْا وَتَدْعُوْۤا اِلَی السَّلْمِ ۖۗ— وَاَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ ۖۗ— وَاللّٰهُ مَعَكُمْ وَلَنْ یَّتِرَكُمْ اَعْمَالَكُمْ ۟
نو مه سستیږئ او دسولې په لور بلنه وکړئ ځکه چې تاسې له پاسه يې. الله له تاسې سره دی او هیڅکله به ستاسې کړنې بابیزه نه کړي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّلَهْوٌ ؕ— وَاِنْ تُؤْمِنُوْا وَتَتَّقُوْا یُؤْتِكُمْ اُجُوْرَكُمْ وَلَا یَسْـَٔلْكُمْ اَمْوَالَكُمْ ۟
په رښتیا چې د دنیا ژوند یوه لویه او ساعت تیري ده. او که تاسې ایمان راوړئ او پرهیزګاري خپله کړئ نو ستاسې بدل به پوره دکړي او ستاسې مال به له تاسې څخه ونه غواړي.
અરબી તફસીરો:
اِنْ یَّسْـَٔلْكُمُوْهَا فَیُحْفِكُمْ تَبْخَلُوْا وَیُخْرِجْ اَضْغَانَكُمْ ۟
که چیرې الله ستاسې ټول مالونه په ټینګه وغواړي نو تاسې به بخیلي ښکاره او په دې توګه به الله ستاسې پټې دښمنۍ راڅرګندې کړي.
અરબી તફસીરો:
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— فَمِنْكُمْ مَّنْ یَّبْخَلُ ۚ— وَمَنْ یَّبْخَلْ فَاِنَّمَا یَبْخَلُ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ الْغَنِیُّ وَاَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ ۚ— وَاِنْ تَتَوَلَّوْا یَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ ۙ— ثُمَّ لَا یَكُوْنُوْۤا اَمْثَالَكُمْ ۟۠
هو! تاسې همدغه خلک يي چې درڅخه غوښتنه کیږي چې خپل مالونه د الله په لار کې ولګوئ خو ستاسې ځینې خلک بخیلي کوي. او هر څوک چې بخیلي خپله کړي نو په حقیقت کې هغه پر ځان بخیلي کوي. الله غني او بې پروا او تاسې مسکینان او محتاج يي. او که چیرې تاسې مخ واړولو نو ستاسې پر ځای به یو بل قوم راولي او هغه به ستاسې په شان نه وي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: મુહમ્મદ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો