Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની યાદી


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: સૉદ   આયત:

ص

صٓ وَالْقُرْاٰنِ ذِی الذِّكْرِ ۟ؕ
ص. قسم په پند ورکوونکي قران.
અરબી તફસીરો:
بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ عِزَّةٍ وَّشِقَاقٍ ۟
هغه کسان چې کافران دي، په غرور، لوي او دښمنۍ کې اخته دي.
અરબી તફસીરો:
كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَّلَاتَ حِیْنَ مَنَاصٍ ۟
مونږ له دوي نه وړاندې څومره دیرخلک هلاک کړل؟ ډیرې چیغې يې ووهلې خو خلاصون نه وو.
અરબી તફસીરો:
وَعَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ ؗ— وَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟ۖۚ
او کافرانو ته د حیرانتیا خبره ښکاري چې خپل یو سړی يې د ډاروونکی په توګه ورته راغلی. او کافران وايې چې دا پیغمبر یو کوډګر درواغجن دی.
અરબી તફસીરો:
اَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ ۟
ایا ډیر معبودان پر یوه خدای بدلوي؟ رښتیا چې دا د تعجب وړ خبره ده.
અરબી તફસીરો:
وَانْطَلَقَ الْمَلَاُ مِنْهُمْ اَنِ امْشُوْا وَاصْبِرُوْا عَلٰۤی اٰلِهَتِكُمْ ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ یُّرَادُ ۟ۚ
د هغوی مشران پورته او سره يي وویل: په خپلو خدایانو ټینګ اوسئ. په رښتیا چې دا خبره د یوه هدف[۱۴] لپاره شوې ده.
[۱۴] چې د محمد صلی الله علیه وسلم تابع شو او یا معنا دا ده چې : په خپلو خدایانو ټینګ شئ او همدغه د کولو کار دی او باید وشي(فتح القدیر)
અરબી તફસીરો:
مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِی الْمِلَّةِ الْاٰخِرَةِ ۖۚ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا اخْتِلَاقٌ ۟ۖۚ
دا خبره مونږ په بل دین کې نه اوریدلې. دا پرته له ځانه جوړو شوو درواغو نه بل څه نه دي.
અરબી તફસીરો:
ءَاُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَیْنِنَا ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ ذِكْرِیْ ۚ— بَلْ لَّمَّا یَذُوْقُوْا عَذَابِ ۟ؕ
ایا په مونږ کې یوازې ده ته پند نازل شو؟بلکې اصلي خبره دا ده چې دو زما د پند په هکله شکمن دي او لاتر اوسه يي زما عذاب نه دی څکلی.
અરબી તફસીરો:
اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِیْزِ الْوَهَّابِ ۟ۚ
ایا ستا د برلاسي او بخشش والا رب د مهربانیو خزانې د دوی په واک کې دي؟
અરબી તફસીરો:
اَمْ لَهُمْ مُّلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۫— فَلْیَرْتَقُوْا فِی الْاَسْبَابِ ۟
ایا د اسمانونو، ځمکې او په مینځ کې د ټولو څیزونو واکمني ددوی په لاس کې ده؟ که څه واکمني يي ورسره وي نو پورته دې وخیژي؟
અરબી તફસીરો:
جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ ۟
دوی له لویو ډلو نه یو کوچنی ټولګی دی چې هلته يي ماتې په برخه ده.
અરબી તફસીરો:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ ذُو الْاَوْتَادِ ۟ۙ
له دوی نه وړاندې د نوح قوم، عادیانو او د میخونو څښتن فرعون پیغمبران درواغجن ګڼلي وو.
અરબી તફસીરો:
وَثَمُوْدُ وَقَوْمُ لُوْطٍ وَّاَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الْاَحْزَابُ ۟
ثمودیانو، د لوط قوم او د ځنګلونو خاوندانو هم پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. هو! هغوی لويي ډلې وې.
અરબી તફસીરો:
اِنْ كُلٌّ اِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ۟۠
ټولو رسولان درواغجن ګڼلي وو، نو ځکه پرې عذاب پوخ شو.
અરબી તફસીરો:
وَمَا یَنْظُرُ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً مَّا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ ۟
او دا خلک د یوې چیغې انتظار وباسي چې بیا به هیڅ مهلت نه وي.
અરબી તફસીરો:
وَقَالُوْا رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ ۟
او وايي ای زمونږ ربه! زمونږ برخه د حساب له ورځې نه وړاندې په بیړه راکړه.
અરબી તફસીરો:
اِصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوٗدَ ذَا الْاَیْدِ ۚ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
ای محمده! د هغوی پر خبرو صبر وکړه او زمونږ پیاوړی بنده داوود ریاد کړه. په رښتیا چې هغه ښه رجوع کوونکی و.
અરબી તફસીરો:
اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِشْرَاقِ ۟ۙ
مونږ غرونه ورسره همغږي کړي وو چې سهار او ماښام به يې تسبیح ویله.
અરબી તફસીરો:
وَالطَّیْرَ مَحْشُوْرَةً ؕ— كُلٌّ لَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
او مارغان مو هم ټول د هغه تابع کړي او ټولو ورته غاړه ایښي وه.
અરબી તફસીરો:
وَشَدَدْنَا مُلْكَهٗ وَاٰتَیْنٰهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ۟
مونږ يي پاچايي پیاوړي کړې پوهه او حکمت مو ورکړی او د شخړو او جګړو د پریکړې هنر مو وربښلی وو.
અરબી તફસીરો:
وَهَلْ اَتٰىكَ نَبَؤُا الْخَصْمِ ۘ— اِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ۟ۙ
او ایا تاته د هغو جګړه مارو کیسه معلومه ده چې د داود د ماڼۍ په دیوال وروختل.
અરબી તફસીરો:
اِذْ دَخَلُوْا عَلٰی دَاوٗدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوْا لَا تَخَفْ ۚ— خَصْمٰنِ بَغٰی بَعْضُنَا عَلٰی بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَاۤ اِلٰی سَوَآءِ الصِّرَاطِ ۟
کله چې داود ته ورننوتل نو هغه ترې وډار شو هغوی وویل: مه ډاریږه! مونږ دوه جګړه مارې ډلې یو، ځینو مو پر ځینو نورو تیری کړی دی نو ته مو په مینځ کې د حق پریکړه وکړه د هیچا پلوي مه کوه او مونږ ته سمه لار وښایه.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ هٰذَاۤ اَخِیْ ۫— لَهٗ تِسْعٌ وَّتِسْعُوْنَ نَعْجَةً وَّلِیَ نَعْجَةٌ وَّاحِدَةٌ ۫— فَقَالَ اَكْفِلْنِیْهَا وَعَزَّنِیْ فِی الْخِطَابِ ۟
زما له دغه ورور سره نهه نوي میږې دي او زه یکی یوه میږه لرم. راته وایي چې هغه یوه میږه هم زما په واک کې راکړه او په خبرو کې په ما زورور دی.
અરબી તફસીરો:
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ اِلٰی نِعَاجِهٖ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْخُلَطَآءِ لَیَبْغِیْ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَقَلِیْلٌ مَّا هُمْ ؕ— وَظَنَّ دَاوٗدُ اَنَّمَا فَتَنّٰهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهٗ وَخَرَّ رَاكِعًا وَّاَنَابَ ۟
داود وویل: پر تا يې تیری کړی دی چې ستا یوه میږه له خپلو میږو سره یوخای کوي. او له شک نه وتلې ده چې ډير شریکان یو پر بل تیری کوي خو یوازې هغه کسان تیری نه کوي چې ایمان يې راوړی او نیک عمله وي خو دا وړ خلک ډیر لږ دي. داوود ډیر ژر پوه شو چې مونږ په ازمیښت کې اچولی له خپل رب نه يي بښنه وغوښته پړمخ په سجده پریووت او په بشپړ ډول يي الله ته رجوع وکړه.
અરબી તફસીરો:
فَغَفَرْنَا لَهٗ ذٰلِكَ ؕ— وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟
مونږ يي دا کار وباښه. په یقین چې هغه زمونږ په وړاندې د لوړې رتبې خاوند او ښه ځای ته ورتلونکی دی.
અરબી તફસીરો:
یٰدَاوٗدُ اِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِیْفَةً فِی الْاَرْضِ فَاحْكُمْ بَیْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰی فَیُضِلَّكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَضِلُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا نَسُوْا یَوْمَ الْحِسَابِ ۟۠
ای داوده! مونږ ته د ځمکې خلیفه ګرځولی يي. نو د خلکو په مینځ کې په حقه پریکړه کو. او په هیلو پسې مه ځه، که ه نو د الله لار به در څخه ورکه کړي او د هغو کسانو لپاره چې د الله لار ترې ورکه شي سخت عذاب دی ځکه چې د حساب ورځ یي هیره کړې ده.
અરબી તફસીરો:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا ؕ— ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِ ۟ؕ
او مونږ اسمان، ځمکه د دوی د مینځ څیزونه بابیزه نه دي پیدا کړي. دا د هغه چا ګومان دی چې کافران شوي دي نو د کافرانو لپاره د اور لویه کنده ده.
અરબી તફસીરો:
اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ ۟
ایا مونږ به هغه کسان چې ایمان ي راوړی او نیکې کړنې يې کړي دي د هغه چا په شان کړو چې په ځمکه کې فساد کوي؟ او یا پرهیزګاران به د بدکارانو په شان کړو؟
અરબી તફસીરો:
كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَلِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟
دا یو برکت ناک کتاب دی چې مونږ تاته نازل کړی دی ترڅو يې هغوی په ایتونو کې فکر وکړي او د عقل څښتنان ترې پند واخلي.
અરબી તફસીરો:
وَوَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ ؕ— نِعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟ؕ
او مونږ داود ته سلیمان وباښه. هغه غوره او الله ته پوره پناوړونکی بنده و.
અરબી તફસીરો:
اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُ ۟ۙ
کله چې سلیمان ته په لمر پرتواته کې خورا ښه اصیل او ګړندی اسونه وړاندې کړای شول.
અરબી તફસીરો:
فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ ۚ— حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ۟۫
نو سلیمان وویل: دغه اسونه ما د الله د ذکر له کبله خوښ کړي دي. او تر هغو ورسره وو چې لمر پرې ډوب شو.
અરબી તફસીરો:
رُدُّوْهَا عَلَیَّ ؕ— فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوْقِ وَالْاَعْنَاقِ ۟
غږیې کړ: بیرته يي ماته راولئ. او بیا يي د هغو په پوندیو او غاړو لاس راکش کړ.
અરબી તફસીરો:
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَاَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ ۟
مونږ سلیمان په ازمیښت کې واچاو او د هغه پر تخت مو یوه تنه وغورځوله، هغه الله ته رجوع وکړه.
અરબી તફસીરો:
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْ بَعْدِیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟
او ويې ویل: ای زما ربه! ما وبښه او یوه داسې پاچايې راکړه چې له مانه وروسته د هیچا وړ نه وي. په رښتیا چې ته ښه بخشش ورکوونکی يي.
અરબી તફસીરો:
فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَ ۟ۙ
نو باد مو د هغه تابع کړ چې په کوم لور به د سلیمان هیله وه په هغه لور به خورا په نرمۍ سره تلو.
અરબી તફસીરો:
وَالشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّغَوَّاصٍ ۟ۙ
او هر ډول ماڼۍ جوړوونکي او غوټه وهونکي پیریان مو هم د هغه تابع کړي وو.
અરબી તફસીરો:
وَّاٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟
او نور خپل سري پیریان په ځنځیرونو تړل شوي وو.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
هو! دا زمونږ پریمانه او بې حسابه لورینه ده.
અરબી તફસીરો:
وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟۠
خوښه ستا چې چا ته څه ورکوې او که نه؟ بې له شکه چې زمونږ په وړاندې د هغه لپاره نژدې مقام او غوره پای ده.
અરબી તફસીરો:
وَاذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ ۘ— اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّعَذَابٍ ۟ؕ
او زمونږ بنده ایوب یاد کړه. چې خپل رب ته غږ کړ چې: شیطان په ستونزو او کړاو اخته کړی یم.
અરબી તફસીરો:
اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۚ— هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّشَرَابٌ ۟
مونږ ورته وویل: خپله پښه په ځمکه ووهه. دغه دي د لمبلو او څښلو لپاره یخې اوبه.
અરબી તફસીરો:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
او هغه ته مو د هغه کورنۍ او په همغه اندازه نور خپلوان د خپلې لورینې له مخې وروبښل چې د عقل خاوندانو لپاره پند وي.
અરબી તફસીરો:
وَخُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَلَا تَحْنَثْ ؕ— اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا ؕ— نِّعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
او مونږ ورته وویل: د کڼکو یو ګیډی په لاس کې واخله او وهل پرې وکړه او خپل قسم مه ماتوه. مونږ هم زغم لرونکي ومینده. ډیر غوره بنده و. په رښتیا چې الله ته رجوع کوونکی و.
અરબી તફસીરો:
وَاذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَالْاَبْصَارِ ۟
او ای پیغمبره! زمونږ پیاوړی او سترګور بنده ګان ابراهیم اسحق او یعقوب رایاد کړه.
અરબી તફસીરો:
اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِ ۟ۚ
مونږ ځکه هغوی پوره سوچه کړي وو چې د اخرت کور به يي تل یاداو.
અરબી તફસીરો:
وَاِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ
او په رښتیا چې هغوی زمونږ په وړاندې له غوره کړو شوو ښو خلکو څخه وو.
અરબી તફસીરો:
وَاذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— وَكُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ
او اسماعیل یسع او ذالکفل هم رایاد کړه دوی ټول له ښو خلکو څخه وو.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا ذِكْرٌ ؕ— وَاِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟ۙ
هو! دا یو پند دی او پرهیزګارانو ته د ورتګ ډیرښه ځای په برخه دی.
અરબી તફસીરો:
جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ ۟ۚ
د تل اوسیدلو هغه جنتونه دي چې دروازې به يې د دوی په مخ خلاصې وي.
અરબી તફસીરો:
مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّشَرَابٍ ۟
هغوی به پکې تکیه کوونکي او هرډول میوې او دڅښلو څیزونه به غواړي.
અરબી તફસીરો:
وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ ۟
او هم به ورسره حیاناکې همځولې ښځې وي.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟
هو! دا همغه نعمتونه دي چې له تاسې سره يي وعده کیدله چې د حساب په ورځ به درکول کیږي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍ ۟ۚۖ
او هو! دا زمونږ روزي ده چې هیڅ نه خلاصیږي.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا ؕ— وَاِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍ ۟ۙ
هو! دا د پرهیزګارانو ځای دی. او د سرغړونکو ورتګ ډیر بدځای ته دی.
અરબી તફસીરો:
جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟
دوزخ ته به ورننوځي. هغه ډیر بد استوګنځی دی.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا ۙ— فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّغَسَّاقٌ ۟ۙ
هو! همدا عذاب دی نو باید هغوی د جوشیدلو اوبو او زوو خوند وڅکي.
અરબી તફસીરો:
وَّاٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌ ۟ؕ
او په همدې توګه نور ډول ډول عذابونه.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۚ— لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ؕ— اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ۟
د خپلو پیروانو په لیدلو به سره ووايې: دا لښکر به هم له تاسې سره ننووځي ورځ يي بده ده ځکه چې اور ته ننوتونکي دي.
અરબી તફસીરો:
قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ ۫— لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ؕ— اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا ۚ— فَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟
تابعان به يي ځواب ورکړي چې ستاسې ورځ دې بده وي ځکه چې تاسو واست چې مونږ ته مو دا هر څه راوړاندې کړل دا څومره د استوګنې بد ځای دی.
અરબી તફસીરો:
قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ ۟
او بیا به ووايې: زمونږ ربه! هغو خلکو ته په اور کې دوه برخې عذاب ورکړه چې مونږ ته يي دا هر څه له وړاندې برابر کړي.
અરબી તફસીરો:
وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ
او بیا به سره ووايي: مونږ ولې هغه سړي نه وینو چې مونږ به په دنیا کې اشرار ګڼل؟
અરબી તફસીરો:
اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟
ایا مونږ به پرې ملنډې وهلي؟ او که اوس ترې سترګې چپې شوي دي؟
અરબી તફસીરો:
اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠
هو! خامخا به دا وړ جګړې د دوزخیانو ترمینځ روانې وي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ
ای محمده! ووایه چې زه یو ډاروونکی یم. او پرته له یو الله چې پر هر څه زورور او ډیر قهرجن دی بل هیڅ رب نشته.
અરબી તફસીરો:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟
د اسمانونو، ځمکې او د هغوی ترمینځ څیزونو رب، په هر څه برلاسی او ښه بښونکی دی.
અરબી તફસીરો:
قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ
ای محمده! ووایه چې دا قران لویه خبره ده.
અરબી તફસીરો:
اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟
خو تاسې ترې مخ اړوونکي يې.
અરબી તફસીરો:
مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
ماته د پورتنی عالم د خپل مینځي بحثونو او مناقشو په هکله هیڅ معلومات نشته.
અરબી તફસીરો:
اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ماته یوازې همدا یوه خبره وحي کیږي چې زه یو ښکاره ډاروونکی یم.
અરબી તફસીરો:
اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟
هغه رایاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه له خټې یو بشر پیدا کوم.
અરબી તફસીરો:
فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟
کله مې چې هغه په بشپړ ډول برابر او خپل روح مې پکې پو کړ نو تاسې ورته په سجده پریوځئ.
અરબી તફસીરો:
فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ
هغه وو چې ګردو ملایکو له یوی مخې سجده وکړه.
અરબી તફસીરો:
اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
خو یوازې ابلیس لويي وکړه او له کافرانو څخه ؤ.
અરબી તફસીરો:
قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟
الله وفرمایل: ابلیسه! ته څه پرې نښوولې چې هغه چا ته سجده وکړې چې ما په خپلو دواړو لاسونو جوړ کړی دی؟ ایا تکبر کوې؟ او که له لویانو نه يي؟
અરબી તફસીરો:
قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟
ابلیس وویل: زه له هغه نه غوره یم ځکه چې زه دې له اور او هغه دې له خټې نه پیدا کړی دی.
અરબી તફસીરો:
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ
الله وفرمایل: نو ووځه ته رټل شوی يې.
અરબી તફસીરો:
وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او تر قیامته پر تا زما لعنت دی.
અરબી તફસીરો:
قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ابلیس وویل: ای زما ربه! د بیا ژوندي راپورته کیدلو تر ورځې مهلت راکړه.
અરબી તફસીરો:
قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ
الله وفرمایل: ښه ده ته له مهلت ورکړی شوو نه يې.
અરબી તફસીરો:
اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟
تر ټاکلې ورځې پورې.
અરબી તફસીરો:
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
ابلیس وویل: ستا په عزت دی زما قسم وي چې زه به دوی ټول وښویوم.
અરબી તફસીરો:
اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
خو پرته ستا له سوچه کړو شوو بنده ګانو.
અરબી તફસીરો:
قَالَ فَالْحَقُّ ؗ— وَالْحَقَّ اَقُوْلُ ۟ۚ
الله وفرمایل: حق دا دی او زه تل حق وایم.
અરબી તફસીરો:
لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَمِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
چې زه به دوزخ له تا او له هغو ټولو انسانانو څخه ډک کړم چې ستا مننه وکړي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې ددې قران په رسونه زه له تاسې څخه نه کوم بدل غواړم او نه زه له ځان نه[۱۷] جوړوونکو څخه یم.
[۱۷] قران ما له ځان څخه نه دی جوړ کړی( تفسیر الماوردی او معارف القران).
અરબી તફસીરો:
اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
قران پرته له دې چې د ټول عالم لپاره پند وي بل څه نه دی.
અરબી તફસીરો:
وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَاَهٗ بَعْدَ حِیْنٍ ۟۠
او تاسې به د هغه په وینا څه وخت وروسته خامخا[۱۸] پوه شئ.
[۱۸] له مرګ نه وروسته یا د قیامت په ورځ ( فتح القدیر)
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: સૉદ
સૂરતોની યાદી પૃષ્ઠ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની યાદી

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો