Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: આલિ ઇમરાન   આયત:
قُلْ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَعِیْسٰی وَالنَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ ۪— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ ؗ— وَنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې : مونږ په الله او په هغه څه ایمان راوړی دی چې پر مونږ نازل کړای شوي دي او په هغو مو هم ایمان راوړی دی چې په ابراهیم، اسماعیل، اسحق، یعقوب، او د هغوی پر(پیغمبرانو) اولادونو نازل شوي او په هغو مو هم ایمان راوړی دی چې موسې علیه السلام، عیسې علیه السلام، او نورو پیغمبرانو علیهم السلام ته د رب له لورې ورکړای شوي دي، مونږ د هغوې په مینځ کې هیڅ توپیر نه کوو او مونږ یوازې یو الله ته غاړه ایښوونکي یو.
અરબી તફસીરો:
وَمَنْ یَّبْتَغِ غَیْرَ الْاِسْلَامِ دِیْنًا فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْهُ ۚ— وَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
او هر څوک چې پرته له اسلام څخه بل دین لټوي هیڅکله به ترې ونه منل شي او په اخرت کې به له تاوانیانو څخه وي.
અરબી તફસીરો:
كَیْفَ یَهْدِی اللّٰهُ قَوْمًا كَفَرُوْا بَعْدَ اِیْمَانِهِمْ وَشَهِدُوْۤا اَنَّ الرَّسُوْلَ حَقٌّ وَّجَآءَهُمُ الْبَیِّنٰتُ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
هغو خلکو ته به الله څنګه هدایت وکړي؟هغو خلکو ته به الله څنګه هدایت وکړي؟ چې له ایمان راړلو، د رسول په حقانیت له شهادت ورکولو او د واضحو او ښکاره دلیلونو له راتګ وروسته کافران شوی دي؟ الله د ظالمانو ډلې ته هدایت نه کوي.
અરબી તફસીરો:
اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ اَنَّ عَلَیْهِمْ لَعْنَةَ اللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
د دوي جزا همدا ده چې د الله، ملایکو او ګردو خلکو له لورې به پرې لعنت وي.
અરબી તફસીરો:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟ۙ
د تل لپاره به په همدې لعنت کې وي نه به ترې عذاب سپک او نه به څه مهلت ورکړای شي.
અરબી તફસીરો:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْا ۫— فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
مګر په هغو خلکو به لورینه وشي چې له دې وروسته توبه وباسي او خپل ځانونه روغ او ښه کړي، بې شکه الله بښونکی او مهربان ذات دی.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بَعْدَ اِیْمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّنْ تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الضَّآلُّوْنَ ۟
دا خبره پخه ده چې کوم کسان له ایمان وروسته کافران شوي او بیا په کفر کې وړاندې تللي نو توبه به یې هیڅکله ونه منل شي او همدی پاخه لارې ورکي دي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَمَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْ اَحَدِهِمْ مِّلْءُ الْاَرْضِ ذَهَبًا وَّلَوِ افْتَدٰی بِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌۙ— وَّمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟۠
او دا خبره هم پخه ده هغه کسان چې کافران مړه شول نو له یوه څخه به یې هم ونه منل شي چې د خپل ځان د خلاصون لپاره ډکه ځمکه سره زر فدیه او خیرات کړي د همدوی لپاره دردناک عذاب دی، او هیڅ ملاتړ به یې نه وي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: આલિ ઇમરાન
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો