Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: આલિ ઇમરાન   આયત:
وَاِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِیْقًا یَّلْوٗنَ اَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتٰبِ لِتَحْسَبُوْهُ مِنَ الْكِتٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتٰبِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
او بې شکه په دوی کې یوه ډله داسې هم شته چې د الله د کتاب په لوستلو داسې ژبه تاوه وي چې تاسو پرې د کتاب د یوې برخې ګومان وکړئ خو هغه د کتاب برخه نه ده او دا هم وایې چې همدا د الله له لورې نازل شوی خو د واقعیت له مخې هغه د الله له لورې نه وي نازل شوی او په رڼو سترګو په الله جل جلاله دوراغ وایې.
અરબી તફસીરો:
مَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّؤْتِیَهُ اللّٰهُ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ یَقُوْلَ لِلنَّاسِ كُوْنُوْا عِبَادًا لِّیْ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ كُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُوْنَ الْكِتٰبَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ
هیڅ انسان داسې نه کوي چې الله کتاب، حکمت او پیغمبري ورکړي او بیا هغه خلکو ته ووایې چې له الله جل جلاله څخه پرته زما بنده ګان او عبادت کوونکي شئ بلکې ورته وایې چې ښه رب پالونکې شئ ځکه چې تاسې نورو ته کتاب ورښایې او هم یې په خپله لولئ.
અરબી તફસીરો:
وَلَا یَاْمُرَكُمْ اَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَالنَّبِیّٖنَ اَرْبَابًا ؕ— اَیَاْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ اِذْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠
او نه به درته امر وکړي چې ملایکې او پیغمبران د خدایانو په توګه ونیسئ ایا هغوی به ستاسې له اسلام منلو وروسته تاسې ته د کفر په لور بلنه درکړي؟
અરબી તફસીરો:
وَاِذْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ النَّبِیّٖنَ لَمَاۤ اٰتَیْتُكُمْ مِّنْ كِتٰبٍ وَّحِكْمَةٍ ثُمَّ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهٖ وَلَتَنْصُرُنَّهٗ ؕ— قَالَ ءَاَقْرَرْتُمْ وَاَخَذْتُمْ عَلٰی ذٰلِكُمْ اِصْرِیْ ؕ— قَالُوْۤا اَقْرَرْنَا ؕ— قَالَ فَاشْهَدُوْا وَاَنَا مَعَكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
او هغه وخت یاد کړه چې الله له پیغمبرانو څخه وعده واخیسته چې: زه کله هم تاسې ته کتاب او حکمت درکړم، بیا تاسې ته بل داسې رسول راشي چې له تاسې پروت الهي پیغام رښتینی ګڼي نو خامخا به پرې ایمان راوړئ او هرو، مرو به یې ملاتړ کوئ، الله له دې وعدې وروسته پیغمبرانو ته وویل: په دې خبره مو اقرار دی؟ او په دې مو له ما سره تړون دی؟ هغوی وویل هو! مونږ اقرار وکړ الله وفرمایل نو شاهدان اوسئ او زه هم له تاسې سره له شاهدانو څخه یم.
અરબી તફસીરો:
فَمَنْ تَوَلّٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
او چا چې له دې تړون وروسته مخ واړاوه نو همدا کسان فاسقان دي.
અરબી તફસીરો:
اَفَغَیْرَ دِیْنِ اللّٰهِ یَبْغُوْنَ وَلَهٗۤ اَسْلَمَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّكَرْهًا وَّاِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟
ایا کافران د الله له دین څخه پرته بل دین لټوي؟ حال دا چې : په اسمانونو او ځمکه کې ټولو موجوداتو هغه ته په خوښه او ناخوښه غاړه ایښې ده او ټول هغه ته بیرته ورګرځول کیږي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: આલિ ઇમરાન
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો