Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran * - Lexique des traductions


Traduction des sens Verset: (3) Sourate: Al Mumtahanah
لَنْ تَنْفَعَكُمْ اَرْحَامُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ ۛۚ— یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ۛۚ— یَفْصِلُ بَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
تاسو ته به مو خپلوي او اولادونه ګټه ونه رسوي، کله چې له کافرانو سره دوستي وکړئ، د هغوی له امله به د قيامت په ورځ الله ستاسو ترمنځ بېلوالی راولي، جنتيان به جنت ته ننباسي او دوزخيان دوزخ ته، نو ځينې به مو ځينو ته ګټه ونه رسوي، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسې يې کوئ، له هغه پاک ذات هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي او جزا به پرې درکړي.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• تسريب أخبار أهل الإسلام إلى الكفار كبيرة من الكبائر.
د مسلمانانو خبرونه کافرانو ته افشا کول له لويو ګناهونو څخه يوه لويه ګناه ده.

• عداوة الكفار عداوة مُتَأصِّلة لا تؤثر فيها موالاتهم.
د کافرانو دښمني يوه داسې حقيقي دښمني ده چې له هغوی سره دوستي کول اغېز نه پکې کوي.

• استغفار إبراهيم لأبيه لوعده له بذلك، فلما نهاه الله عن ذلك لموته على الكفر ترك الاستغفار له.
بخښنه غوښتل د ابراهيم خپل پلار ته له هغه سره پر دغه څه د ژمنې له مخې و، خو کله چې الله هغه له دغه څخه منع کړ-پر کفر د هغه د مرګ له امله- نو بيا يې د هغه لپاره بخښنه غوښتل پرېښودل.

 
Traduction des sens Verset: (3) Sourate: Al Mumtahanah
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran - Lexique des traductions

Émanant du Centre d'Exégèse pour les Études Coraniques.

Fermeture