Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran * - Lexique des traductions


Traduction des sens Sourate: Saba'   Verset:

سبا

Parmi les objectifs de la sourate:
بيان أحوال الناس مع النعم، وسنة الله في تغييرها.
له نعمتونو سره د خلکو د حالاتو بيان او د هغو په بدلولو کې د الله کړنلاره.

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟
ټول د کمال او د جمال صفتونه يوازې هغه الله لره دي چې ټول هغه څه چې په آسمانونو کې او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي په دې حال کې چې هغه پیداکړي او هغه یې مالک دی او دهغه د څارنې لاندې دي، او هغه پاک ذات لره په آخرت کې ستاينه ده، هغه په خپل پيدايښت کې مخلوق لره او هغوی ته په پوره پاملرنه کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه خبر دی، چې له هغه هيڅ شی هم نه شي پټېدلای.
Les exégèses en arabe:
یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ الرَّحِیْمُ الْغَفُوْرُ ۟
هغه پوهيږي پر هغه اوبو او شنه ګيا چې په ځمکه کې ننوزي، او پوهيږي پر هغه شنه ګيا او نورو شيانو چې ترې وځي او پوهيږي پر هغه باران، پرېښتو او روزي چې له آسامانه راکوزيږي، او پوهيږي پر هغو پرېښتو، د خپلو بندګانو پر کړنو او روحونو يې چې آسمان ته خيژي، او هغه پر خپلو مؤمنو بندګانو مهربان دی، د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه ورته وباسي.
Les exégèses en arabe:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَاْتِیْنَا السَّاعَةُ ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتَاْتِیَنَّكُمْ ۙ— عٰلِمِ الْغَیْبِ ۚ— لَا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَلَاۤ اَصْغَرُ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرُ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی وويل: هيڅکله به موږ ته قیامت را نه شي، ای رسوله! ورته ووايه: ولې نه، په الله قسم، هرومرو به هغه قيامت درته راشي چې درواغ يې ګڼئ، خو د دغه پر وخت يوازې الله پوهيږي، همغه پاک ذات د قيامت او نورو په پټو پوه دی، د هغه پاک ذات له پوهې نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې د کوچني ميږي په اندازه څه پټيږي او نه له دغه ياد شوي څخه کوچنی او نه ترې لوی پټيږي، مګر هغه په څرګند کتاب کې ليکل شوي دي، چې هغه داسې لوح محفوظ دی چې تر قيامته پېښېدونکي هر څه پکې ليکل شوي دي.
Les exégèses en arabe:
لِّیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
الله هغه څه ثابت کړل چې په لوح محفوظ کې يې ثابت کړل، ترڅو هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، همدوی پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو بښنه ده، چې پر هغوی به يې نه نیسي، او هغوی لره عزتمنه روزي ده، چې د قيامت په ورځ د هغه جنت دی.
Les exégèses en arabe:
وَالَّذِیْنَ سَعَوْ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې زموږ د نازل کړو آيتونو د باطلولو هڅې يې کړې دي او په اړه يې ويلي: چې دا کوډې دي او زموږ د رسول په اړه يې ويلي: کاهن، کوډګر او شاعر دی، پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره د قيامت په ورځ ترټولو بد او سخت عذاب دی.
Les exégèses en arabe:
وَیَرَی الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ ۙ— وَیَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟
او د صحابه و علماء او د کتاب د څښتنانو له علماوو څخه چې چا ايمان راوړی د دې خبرې شاهدي ورکوي چې کومه وحي چې الله تاته نازله کړې هغه داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته او هغه برلاسي لوري ته لارښوونه کوي چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، چې په دنيا او آخرت کې ستايل شوی دی.
Les exégèses en arabe:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ یُّنَبِّئُكُمْ اِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۙ— اِنَّكُمْ لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ
او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی ځينو ته يې د تعجب او پر هغه څه چې رسول صلی الله عليه وسلم راوړي د ملنډو وهلو په توګه وويل: آيا داسې سړی در ونه ښيو چې تاسو ته خبر درکوي چې کله تاسې مړه شئ او ټوټې ټوټې شئ، تاسو به بېرته له مرګ وروسته مو ژوندي را پاڅول کېږئ؟!.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• سعة علم الله سبحانه المحيط بكل شيء.
د الله د پوهې پراخي چې پر هرڅه چاپېره ده.

• فضل أهل العلم.
د پوهې د څښتنانو فضيلت.

• إنكار المشركين لبعث الأجساد تَنَكُّر لقدرة الله الذي خلقهم.
د مشرکانو له لوري د جسدونو د بېرته راپاڅولو څخه انکار کول د الله د هغه ځواک څخه انکار کول دي چې هغوی يې پيداکړي دي.

 
Traduction des sens Sourate: Saba'
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran - Lexique des traductions

Émanant du Centre d'Exégèse pour les Études Coraniques.

Fermeture