Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz * - Tippudi firooji ɗii


Firo maanaaji Simoore: Simoore Yuusuf   Aaya:
فَلَمَّا ذَهَبُوْا بِهٖ وَاَجْمَعُوْۤا اَنْ یَّجْعَلُوْهُ فِیْ غَیٰبَتِ الْجُبِّ ۚ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِاَمْرِهِمْ هٰذَا وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
نو کله يې چې له ځان سره یوړ او پریکړه يې وکړه چې په ژوره تیاره څاه کې يي وغورځوي. همغه وخت مونږ یوسف ته وحې وکړه چې یو وخت به راشي چې ته به دوی د خپل کار ورانۍ ته متوجه کړې په داسې حال کې چې اوس هغوی ته هیڅ پته نشته.
Faccirooji aarabeeji:
وَجَآءُوْۤ اَبَاهُمْ عِشَآءً یَّبْكُوْنَ ۟ؕ
هغوی ماښام په ژړا او چغو پلار ته راغلل.
Faccirooji aarabeeji:
قَالُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا یُوْسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَاَكَلَهُ الذِّئْبُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صٰدِقِیْنَ ۟
او ويې ویل پلار جانه! مونږ یو له بل سره په مسابقه کې وو یوسف مو د خپل سامان او اسبابو سره پریښی و چې ناببره لیوه وخوړ. ته خو زمونږ خبره نه منې که مونږ هر څومره رښتیا ووایو.
Faccirooji aarabeeji:
وَجَآءُوْ عَلٰی قَمِیْصِهٖ بِدَمٍ كَذِبٍ ؕ— قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا ؕ— فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ ؕ— وَاللّٰهُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ ۟
د یوسف کمیس یې په درواغو په وینو لړلی راووړ. پلار يې وویل: زړه ته مې نه غورزیږي بلکې ستاسې نفسونو تاسې ته یو لويي کار اسان کړی دی. نو دلته پرته له ښه او غوره صبر نه بل څه نه شي کیداې. او څه چې تاسې وايې د هغو په هکله یوازې له یو الله نه کومک غوښتل کیدای شي او بس.
Faccirooji aarabeeji:
وَجَآءَتْ سَیَّارَةٌ فَاَرْسَلُوْا وَارِدَهُمْ فَاَدْلٰی دَلْوَهٗ ؕ— قَالَ یٰبُشْرٰی هٰذَا غُلٰمٌ ؕ— وَاَسَرُّوْهُ بِضَاعَةً ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟
او یو کاروان رغی او خپل سړی یې د اوبو پسې ولیږه هغه څاه ته بوکه ښکته کړه. له بوکې سره جوخت یې د هلک په لیدلو په لوړ غږ وویل [۲۰]مبارک! دلته هلک دی او په خپلو مینځو کې يي خبره پټه او دی ي د تجارت مال وباله. الله د دوی په ټولو کړنو ښه پوه دی.
[۲۰] یوسف په بوکه پورې ونښت او له اوبو سره جوخت له څاه نه راووت.
Faccirooji aarabeeji:
وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُوْدَةٍ ۚ— وَكَانُوْا فِیْهِ مِنَ الزَّاهِدِیْنَ ۟۠
بیا يې په څو کمو شمیر کړی[۲۲] شوو روپو خرڅ کړ په داسې حال کې چې له یوسف نه ناهیلي وو.[۲۳].
[۲۲]هغه وخت ډیري روپي تلل کیدي او لږي شمیر کیدي.
[۲۳] ډار ورسره وو هسې نه چې وارث يي پیدا شي.
Faccirooji aarabeeji:
وَقَالَ الَّذِی اشْتَرٰىهُ مِنْ مِّصْرَ لِامْرَاَتِهٖۤ اَكْرِمِیْ مَثْوٰىهُ عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا ؕ— وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ ؗ— وَلِنُعَلِّمَهٗ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ ؕ— وَاللّٰهُ غَالِبٌ عَلٰۤی اَمْرِهٖ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
د مصر هغه اوسیدونکي[۲۴] چې یوسف يي وپیره خپلې ښځې ته وویل: ښّ يې وساته کیدای شي چې مونږ ته ګټور او یا يې په ځوی ولۍ سره ونیسو. او په دې توګه مونږ یوسف ته د مصر په ځمکه کې عزت من ځای ورکړ تر څو چې مونږ هغه ته د خبرو د پوهې علم وروښایو. الله پاک پر خپل کار ښه پرلاسی دی خو ډير خلک نه پوهیږي.
[۲۴] وايي چې اخیستونکی د مصر پاچا د خزاني وزیر وو( ابن جریر الطبری)
Faccirooji aarabeeji:
وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗۤ اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او کله چې یوسف پاخه عمر ته ورسید نو مونږ حکمت او پوهه ورکړه. او مونږ له نیکو کارانو سره همدا ډول چال چلن کوو.
Faccirooji aarabeeji:
 
Firo maanaaji Simoore: Simoore Yuusuf
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz - Tippudi firooji ɗii

Eggi nde ko Mowlawi Janbaaz Sarfaraz

Uddude