Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Qaaf   Versículo:

ق

Propósitos del Capítulo:
وعظ القلوب بالموت والبعث.
په مرګ او بېرته را پورته کېدو د زړونو نصيحت.

قٓ ۫— وَالْقُرْاٰنِ الْمَجِیْدِ ۟ۚ
قٓ﴾ د بقرې سورت په پيل کې دېته ورته تورو په اړه خبره تېره شوه. الله په قرآن کريم قسم وکړ، ځکه په هغو کې ډېرې معناوې، زيات خير او برکت دی، ته به هرومرو د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره را پاڅول کېږې.
Las Exégesis Árabes:
بَلْ عَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا شَیْءٌ عَجِیْبٌ ۟ۚ
د هغوی د ردولو لامل د هغوی دا توقع نه وه چې ته درواغ وايې هغوی ستا رېښتينولي پېژني، بلکې هغوی له دې امله تعجب کوي چې هغوی ته يې له خپله جنسه يو وېروونکی رسول راغی، او هغه د پرېښتو له جنسه نه دی، او د تعجب په ډول يې وويل: موږ ته د انسانانو له ډلې د رسول را تګ يو عجيب امر دی!
Las Exégesis Árabes:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ۚ— ذٰلِكَ رَجْعٌ بَعِیْدٌ ۟
آيا موږ به بيا را ژوندي کېږو کله چې مړه او خاورې شو؟! دغه بېرته را پاڅېدل او زموږ جسمونو ته د ژوند را ګرځېدل وروسته تر دې چې زاړه شي يو لرې امر دی، شونې نه ده چې رامنځته دې شي.
Las Exégesis Árabes:
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْاَرْضُ مِنْهُمْ ۚ— وَعِنْدَنَا كِتٰبٌ حَفِیْظٌ ۟
پرته له شکه موږ په هغه څه پوهېږو چې ځمکه د هغوی له مرګ او خښېدو وروسته د هغوی له جسمونو څه خوري، له موږ هيڅ هم پټ نه دي، او زموږ سره د هر هغه څه ساتونکی کتاب دی چې الله د هغوی په ژوند او د هغوی له مرګ نه وروسته د هغوی لپاره مقدر کړي دي.
Las Exégesis Árabes:
بَلْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِیْۤ اَمْرٍ مَّرِیْجٍ ۟
بلکې دغو مشرکانو قرآن درواغ وګڼلو کله چې رسول ورته راوړ، نو هغوی په يوګډ وډ حالت کې دي، پر هيڅ حالت هم سم نه پاتې کيږي.
Las Exégesis Árabes:
اَفَلَمْ یَنْظُرُوْۤا اِلَی السَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَیْفَ بَنَیْنٰهَا وَزَیَّنّٰهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوْجٍ ۟
آيا دغو د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو پر خپلو ځانونو د پاسه آسمان کې غور نه دی کړی، څنګه مو پيداکړی، جوړکړی او ښايسته کړی، چې ستوري مو پکې اېښې دي، او هيڅ داسې چاود پکې نشته چې عيبجن يې کړي؟! نو هغه ذات چې دغه آسمان يې پيدا کړی د مړو د بېرته ژوندي را پاڅولو څخه هم نه بې وسې کيږي.
Las Exégesis Árabes:
وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟ۙ
او ځمکه مو داسې وغوړوله چې د اوسېدو وړ ده، او په هغې کې مو داسې ثابت غرونه واچول تر څو هغه خوځښت ونه کړي، او په هغې کې مو هر ډول شينګي، ونې او ښکلي منظرونه را شنه کړل.
Las Exégesis Árabes:
تَبْصِرَةً وَّذِكْرٰی لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟
دا ټول مو ځکه پيداکړل ترڅو د هر بنده لپاره چې خپل پالونکي ته يې په پيروۍ ورګرځېدونکی وي بينايي او پند شي.
Las Exégesis Árabes:
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً مُّبٰرَكًا فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ جَنّٰتٍ وَّحَبَّ الْحَصِیْدِ ۟ۙ
او له اسمانه مو ډېرې ګټورې او ښې اوبه ورولې دي، نو پر دغو اوبو مو بڼونه را شنه کړل، او له وربشو او نورو شيانو چې کوم څه رېبئ هغه مو را زرغون کړل.
Las Exégesis Árabes:
وَالنَّخْلَ بٰسِقٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِیْدٌ ۟ۙ
او پر هغو مو د اوږدو لوړو ونو والا د کجورو ونې را زرغونې کړې، چې هغو لره د يو د بل د پاسه ډک ډک وږي دي.
Las Exégesis Árabes:
رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ ۙ— وَاَحْیَیْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ؕ— كَذٰلِكَ الْخُرُوْجُ ۟
هغه څه مو را شنه کړل چې له دغو مو را شنه کړل د بندګانو لپاره روزي ده چې ترې خوري يې، او پر هغو مو داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينکی پکې نه وه، لکه څنګه مو چې پر دغه باران داسې ښار را ژوندی کړ چې هيڅ شينګيا پکې نه وه همداسې به مړي ژوندي کړو، نو ژوندي به راووځي.
Las Exégesis Árabes:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّاَصْحٰبُ الرَّسِّ وَثَمُوْدُ ۟ۙ
ای رسوله! له دغو ستا له درواغجن ګڼونکو مخکې ډېرو قومونو خپل نبيان درواغجن ګڼلي وو، د نوح قوم او څاه والا درواغجن ګڼلي وو او ثموديانو درواغجن ګڼلي وو.
Las Exégesis Árabes:
وَعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ وَاِخْوَانُ لُوْطٍ ۟ۙ
او عاديانو، فرعون او د لوط قومي وروڼو درواغجن وګڼل.
Las Exégesis Árabes:
وَّاَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ ؕ— كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیْدِ ۟
د شعیب قوم؛ ايکه خلکو او د يمن پاچا تبع قوم تکذيب وکړ هر يو له دغو خلکو څخه د الله هغه رسولان درواغجن وګڼل چې ورته لېږلي يې وو، نو پر هغوی د الله ورسره ژمنه کړی عذاب ثابت شو.
Las Exégesis Árabes:
اَفَعَیِیْنَا بِالْخَلْقِ الْاَوَّلِ ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟۠
نو آيا موږ په لومړي ځل پيداکولو ستومانه شوو تردې چې په بېرته را پاڅولو يې ستومانه شو؟! بلکې هغوی له لومړي ځل پيداکولو وروسته له نوي پيدايښته په حيرانتيا کې دي.
Las Exégesis Árabes:
Beneficios de los versículos de esta página:
• المشركون يستعظمون النبوة على البشر، ويمنحون صفة الألوهية للحجر!
مشرکان د انسان لپاره نبوت لوی ګڼي او د الوهيت صفت بيا ډبرې ته ورکوي.

• خلق السماوات، وخلق الأرض، وإنزال المطر، وإنبات الأرض القاحلة، والخلق الأول: كلها أدلة على البعث.
د آسمانونو پيدايښت، د ځمکې پيدايښت، د باران ورول، د وچې ځمکې زرغونه کول، او لومړی پيدايښت: دا ټول پر بېرته را پاڅېدلو دلايل دي.

• التكذيب بالرسل عادة الأمم السابقة، وعقاب المكذبين سُنَّة إلهية.
د رسولانو درواغجن ګڼل د پخوانيو امتونو عادت دی، او درواغجن ګڼونکو ته سزا ورکول الهي کړنلاره ده.

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ ۖۚ— وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۟
او پرته له شکه موږ انسان پيدا کړ، او موږ پر هغه څه پوهېږو چې د هغه په زړه کې کوم خيالونه او فکرونه راګرځي، او موږ په غاړه کې له شته هغه رګه هم ور نېږدې يو چې له زړه سره پيوسته دی.
Las Exégesis Árabes:
اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ ۟
هغه مهال چې دوې پرېښتې د هغه عمل سره يوبل ته ورکوي، يوه يې ښي لوري ته ناسته وي او دويم یې ګيڼ لوري ته ناسته وي.
Las Exégesis Árabes:
مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ ۟
هغه هيڅ وينا نه کوي مګر هغه لره يې پر ويلې وينا يوه څارونکې پرېښته حاضره وي.
Las Exégesis Árabes:
وَجَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ ۟
او د مرګ سختي له داسې حق سره راغله چې هيڅ تېښته ترې نشته، ای بې خبره انسانه! دا هغه څه دي چې ته ترې وروسته کېدې او تښتېدې.
Las Exégesis Árabes:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ ۟
او پر پوکي ګومارل شوې پرېښته به په ښکر کې دويم ځل پوکی وکړي، دا د قيامت ورځ ده، د کافرانو او ګناهکارانو لپاره د عذاب د ژمنې ورځ ده.
Las Exégesis Árabes:
وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّشَهِیْدٌ ۟
او هر څوک به داسې راشي چې يوه پرېښته به ور سره وي چې هغه به بيايي، او يوه بله پرېښته به د هغه پر کړنو شاهدي ورکوي.
Las Exégesis Árabes:
لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟
او دغه راوستل شوي انسان ته به وويل شي: پرته له شکه ته په دنيا کې له دغې ورځې په بې پروايی کې وې ځکه ته د خپلو نفسي غوښتنو او خوندونو له امله په دوکه کې وې، نو له تا څخه مو دې بې پروايي لرې کړه د عذاب او سختۍ په ليدلو سره، نو نن دې نظر داسې تېز دی چې هغه څه پرې درک کولای شې چې ترې بې پروا وې.
Las Exégesis Árabes:
وَقَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌ ۟ؕ
او له پرېښتو ګومارل شوې ملګرې به يې ووايي: دا څه چې له ما سره دي پرته له کمي او زيادت څخه د هغه حاضر کړی عمل دی.
Las Exégesis Árabes:
اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ
او الله به دواړو راوستونکې او شاهدي ورکوونکې پرېښتې ته ووايي: هر له حقه نټه کوونکی، هغه لره کينه کښ په جهنم کې وغورځوئ.
Las Exégesis Árabes:
مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِ ۟ۙ
د الله له لوري پر هغه د واجب کړي حق زيات ايساروونکی، د الله له پولو اوښتونکی، په هغه څه کې شک کوونکی چې پر کومه ژمنه او وعيد خبر ورکول کيږي.
Las Exégesis Árabes:
١لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ ۟
هغه تن چې له الله سره يې بل معبود نيولی چې له هغه سره يې په عبادت کې شريکوي، هغه په سخت عذاب کې واچوئ.
Las Exégesis Árabes:
قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَلٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
شیطان ملګری به يې له هغه څخه د بېزارۍ په توګه وايي: ای زموږ پالونکيه! ما نه و لار ورکی کړی، خو هغه په خپله له حقه په لرې لار ورکۍ کې و.
Las Exégesis Árabes:
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ ۟
الله به وايي: زما په مخکې جګړه مه سره کوئ، په دې کې هيڅ ګټه نشته، ما مخکې په دنيا کې هغه څه درلېږلي وو چې زما رسولان له کوم سخت ګواښ سره هغه چاته ورغلي وو چې له ما يې نټه او سرغړونه کړې وه.
Las Exégesis Árabes:
مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠
زما په وړاندې وينا نه شي بدلېدلای، او نه زما ژمنه خلاف کېدای شي، او نه زه پر بندګانو د هغوی له نېکيو په کمولو او بديو کې په زياتولو ظلم کوم، بلکې پر هغه څه به بدله ورکړم چې کړي يې دي.
Las Exégesis Árabes:
یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَتَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ ۟
په کومه ورځ چې موږ جهنم ته ووايو: آيا پر هغه څه ډک شوې کوم کافران او ګناهکاران چې در پکې واچول شول؟ هغه به يې خپل پالونکي ته د زياد څه غوښتنې او خپل پالونکي ته د غوسې په توګه ځواب ورکړي: آيا نور څه شته؟
Las Exégesis Árabes:
وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ ۟
او هغو کسانو ته به جنت را نېږدې کړل شي چې له خپل پالونکي څخه يې د هغه د امرونو په پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېرېږي، نو هغوی به پکې هغه نعمتونه وويني چې هيڅ به ترې لرې نه وي.
Las Exégesis Árabes:
هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍ ۟ۚ
او هغوی ته به وويل شي: دا هغه څه دي چې الله يې ژمنه درسره کړې ده او د هر خپل پالونکي ته په توبه راګرځېدونکي او هر هغه څه ساتونکي لپاره دي چې پالونکي يې پرې لازم کړي دي.
Las Exégesis Árabes:
مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِ ۟ۙ
څوک چې له الله په پټه وېرېږي داسې چې يوازې الله يې ويني، او له الله سره په داسې پاک زړه مخامخ شي چې پر الله ور مات وي او زيات هغه ته ورګرځېدونکی وي.
Las Exégesis Árabes:
١دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ ۟
او هغوی ته به وويل شي: جنت ته په داسې ننوتلو سره ننوځئ چې له هغه څه څخه چې تاسو يې نه خوښوئ چې له سلامتيا سره مل وي ، دا داسې د پاتې کېدو ورځ ده چې له هغې وروسته بيا له منځه تلل نشته.
Las Exégesis Árabes:
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَلَدَیْنَا مَزِیْدٌ ۟
هغوی لره به پکې هغه نه ختمېدونکي نعمتونه وي چې غواړي يې، او له موږ سره نور زيات داسې نعمتونه دي چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا پر زړه تېر شوي، چې له هغو څخه د الله پاک ليدل هم دي.
Las Exégesis Árabes:
Beneficios de los versículos de esta página:
• علم الله بما يخطر في النفوس من خير وشر.
د الله پر هغه خير او شر پوهېدل چې په زړونو کې را ګرځي.

• خطورة الغفلة عن الدار الآخرة.
د آخرت له کوره د بې پروايۍ خطرناک کېدل.

• ثبوت صفة العدل لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د عدل د صفت ثابتوالی.

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟
او ډېری هغه امتونه چې د مکې له درواغ ګڼونکو مشرکانو څخه مخکې مو تباه کړل هغوی د مکې له مشرکانو ځواکمن وو، خو بيا هم په خپلو ښارونو کې په دې خبره ناکام شول چې کېدای شي د الله له عذابه کومه د تېښتې لاره ومومي، خو ويې نه موندله.
Las Exégesis Árabes:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟
پرته له شکه په دغه ياد شوي د پخوانيو امتونو په تباهۍ کې نصيحت او پند دی د هغه چا لپاره چې داسې زړه لري چې پرې پوهيږي، يا په حاضر زړه غوږ نيسي، بې پروا نه وي.
Las Exégesis Árabes:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟
او پرته له شکه موږ آسمانونه پيداکړل، ځمکه مو پيداکړه، او هغه څه چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، دا مو په شپږو ورځو کې پيداکړل سره له دې چې موږ يې په يوه لحظه کې د پيداکولو توان لرلو، او موږ ته کومه ستړيا ونه رسېده لکه څنګه چې يهود وايي.
Las Exégesis Árabes:
فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ
ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې يهود او نور خلک يې وايي، او خپل پالونکي لره دې لمونځ کوه د لمر له ختو مخکې د سهار په لمانځه کې د هغه ستاينه کوونکی اوسه او له لمر لوېدو مخکې د مازديګر لمونځ کوه.
Las Exégesis Árabes:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟
او د شپې په يوه برخه کې هغه لره لمونځ کوه، او له لمونځونو وروسته د هغه پاکي بيانوه.
Las Exégesis Árabes:
وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ
او ای رسوله! غوږ ونيسه په کومه ورځ چې له نېږدې ځايه په شپېلۍ کې د دويم ځل لپاره ګومارل شوې پرېښته آواز وکړي.
Las Exégesis Árabes:
یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟
په کومه ورځ چې ټول خلک په حق سره د داسې بېرته را پورته کېدو چېغه واوري چې هيڅ شک پکې نشته، دا هغه ورځ ده چې هغوی به يې پکې اوري چې هغه د مړيو له خپلو قبرونو څخه د راوتلو ورځ ده د حساب او بدلې لپاره.
Las Exégesis Árabes:
اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ
پرته له شکه موږ ژوندي کول او مړه کول کوو، له موږ پرته نه ژوندی کوونکی شته او نه مړ کوونکی، او يوازې زموږ لوري ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره د بندګانو را ګرځېدل دي.
Las Exégesis Árabes:
یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟
په کومه ورځ چې له هغوی ځمکه وچوي، نو هغوی په منډه منډه راووځي، دغه بيا را پاڅول پر موږ آسانه دي.
Las Exégesis Árabes:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠
موږ په هغه څه ښه پوهېږو چې دغه درواغ ګڼونکي يې وايي، او ای رسوله! ته پر هغوی مسلط نه يې چې پر ايمان يې مجبور کړې، ته يوازې د هغه څه رسوونکی يې چې الله يې د رسولو امر درته کړی دی، نو په قرآن هغه چاته يادونه کوه - چې وېرېږي - زما د هغه ګواښ چې د کافرانو او ګناهکارانو لپاره دی، ځکه وېرېدونکی هغه څوک دی چې پند اخلي او نصيحت حاصلوي کله چې نصحيت ورته وشي.
Las Exégesis Árabes:
Beneficios de los versículos de esta página:
• الاعتبار بوقائع التاريخ من شأن ذوي القلوب الواعية.
د تاريخ له پېښو پند اخېستل د بيدارو زړونو د څښتنانو شان دی.

• خلق الله الكون في ستة أيام لِحِكَم يعلمها الله، لعل منها بيان سُنَّة التدرج.
الله ټول کائنات د ځينو حکمتونو له مخې په شپږو ورځو کې پيداکړل چې هغه پرې پوهيږي، کېدای شي يو له هغو دا وي چې کار په تدرج او سوکه سوکه ترسره شي.

• سوء أدب اليهود في وصفهم الله تعالى بالتعب بعد خلقه السماوات والأرض، وهذا كفر بالله.
د یهودو بې ادبي چې الله تعالی یې د آسمانونو او ځمکې له پېدایښت وروسته په ستړیا موصوف کړ، او دا په الله کفر دی.

 
Traducción de significados Capítulo: Qaaf
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán - Índice de traducciones

Emitido por el Centro Tafsir de Estudios Coránicos.

Cerrar