Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Saba   Versículo:
قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیْدُ ۟
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووایه: هغه حق راغی چې اسلام دی، او هغه باطل له منځه ولاړ چې هيڅ اغېز او ځواک ورلره نه ښکاريږي او نه خپل نفوذ ته راګرځي.
Las Exégesis Árabes:
قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ ۚ— وَاِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ ۟
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووایه: که چېرې په هغه څه کې له حقه لارورکی شوی وم چې تاسو ته يې رسوم، نو زما د لارورکۍ ضرر يوازې تر ما پورې دی، تاسو ته هيڅ نه در رسيږي، او که په سمه لار وم نو دا د هغې وحي له امله چې زما پالونکی يې راته وحي کوي، بېشکه هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی دی، نېږدې دی څه چې وایم د هغه اورېدل نه پرې ستونزمن کيږي.
Las Exégesis Árabes:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ فَزِعُوْا فَلَا فَوْتَ وَاُخِذُوْا مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ
او ای رسوله! که ته ووينې چې دغه درواغ ګڼونکي وېريږي کله چې هغوی د قيامت په ورځ عذاب وويني، چې هغوی لره به ترې هيڅ د تېښتې ځای نه وي او نه به پناه ځای وي چې پناه ور وړي، او له نېږدې ځایه را ونيول شي چې په لومړي پړاو کې يې را نيول آسانه وي، که چېرې ته دغه ووينې نو يو عجيب امر به ووينې.
Las Exégesis Árabes:
وَّقَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖ ۚ— وَاَنّٰی لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟ۚ
او هغوی به هغه مهال چې خپل د ورګرځېدو ځای وويني ووايي: موږ د قيامت په ورځ ايمان راوړ، او هغوی لره به د ايمان ورکړه او ترلاسه کول څنګه وي حال داچې د ايمان د قبلېدو له ځایه لېرې شوي دي ځکه هغوی د دنيا له هغه کوره چې د عمل کور دی نه د جزا د آخرت کور خوا ته راوتلي دي چې هغه د جزا کور دی نه د عمل؟!.
Las Exégesis Árabes:
وَقَدْ كَفَرُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَیَقْذِفُوْنَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟
او له هغوی به څنګه ايمان حاصل او ومنل شي حال دا چې د دنيا په ژوند کې يې پرې کفر کړی او حق ته له رسېدو لېرې ګومان يې کړی دی، لکه د رسول صلی الله عليه وسلم په اړه د هغوی وينا چې کوډګر، کاهن او شاعر دی.
Las Exégesis Árabes:
وَحِیْلَ بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ مَا یَشْتَهُوْنَ كَمَا فُعِلَ بِاَشْیَاعِهِمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا فِیْ شَكٍّ مُّرِیْبٍ ۟۠
او دغه درواغ ګڼونکي د دنيا د هغوخوندونو ترلاسه کېدو، له کفر څخه د توبه اېستلو، له اوره د خونديتوب او د دنيا ژوند ته د ورګرځېدو څخه منع کړل شوي دي چې هغوی يې غواړي، لکه څنګه چې له هغوی مخکې د پخوانيو امتونو څخه د هغوی په سيالانو داسې څه تر سره کړل شول، بېشکه هغوی د الله د توحيد او پر بېرته را ژوندي کېدو له ايمان راوړلوڅخه چې رسولانو راوړي وو په شک کې دي، داسې شک کې چې د کفر لامل دی.
Las Exégesis Árabes:
Beneficios de los versículos de esta página:
• مشهد فزع الكفار يوم القيامة مشهد عظيم.
د قيامت په ورځ د کفارو د وېرې حالت[هغه بد منظر] به ډېر لوی حالت وي.

• محل نفع الإيمان في الدنيا؛ لأنها هي دار العمل.
د ايمان د ګټې رسولو ځای دنيا ده، ځکه هغه د عمل کور دی.

• عظم خلق الملائكة يدل على عظمة خالقهم سبحانه.
د پرېښتو د پيدايښت لوی والی د هغه د پاک پيداکوونکي پر لوی والي دلالت کوي.

 
Traducción de significados Capítulo: Saba
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán - Índice de traducciones

Emitido por el Centro Tafsir de Estudios Coránicos.

Cerrar