Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-A‘rāf   Ayah:
وَاكْتُبْ لَنَا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّفِی الْاٰخِرَةِ اِنَّا هُدْنَاۤ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ عَذَابِیْۤ اُصِیْبُ بِهٖ مَنْ اَشَآءُ ۚ— وَرَحْمَتِیْ وَسِعَتْ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— فَسَاَكْتُبُهَا لِلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِنَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ
په دې دنیا کې نیکي را په برخه او په اخرت کې هم. مونږ تاته په رښتیني توګه پناه راوړې ده الله پاک فرمایل عذاب چې چاته وغواړم ورکوم يي خو رحمت مې له هر شي نه پراخ دی. نو دا به ډیر ژر د هغه چا په برخه کړم چې پرهیزګاري کوي. زکات ورکوي او زما په ایتونو ایمان راوړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَلَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الرَّسُوْلَ النَّبِیَّ الْاُمِّیَّ الَّذِیْ یَجِدُوْنَهٗ مَكْتُوْبًا عِنْدَهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ ؗ— یَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبٰتِ وَیُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبٰٓىِٕثَ وَیَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَالْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَعَزَّرُوْهُ وَنَصَرُوْهُ وَاتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟۠
او هغو کسانو ته به يې ورکړم چې د هغه امي پیغمبر مني کوي چې په تورات او انجیل کې يي لاپخوا د هغه په هکله لیکنه لیدلې وه زما دا استازي به په نیکۍ ورته امر کوي او له بدئ نه به يي منع کوي پاک څیزونه به ورته حلالوي او ناپاک څیزونه به پرې حراموي. او هغه دورند پيټی او ځنځیرونه چې پر دوی وو ترې لرې کوي. نو هغو کسانو چې په دې پیغمبر يې ایمان راوړی هغه يې ژغورلی او د هغه ملاتړ يي کړی، او د هغې رڼا پیروي يي کړي ده چې په هغه نازله شوې ده په یقیني توګه همدودي بریمن دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ جَمِیْعَا ١لَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۪— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهِ النَّبِیِّ الْاُمِّیِّ الَّذِیْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَكَلِمٰتِهٖ وَاتَّبِعُوْهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې ای خلکو! زه تاسو ټولو ته د هغه الله له لورې رالیږلی شوی یم چې د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې له هغه سره ده. پرته له هغه بل خدای نشته ژوندي کول او مړه کول یوازې د هغه کار دی نو باید په الله او د هغه په هغه امي نبې استازي ایمان راوړئ چې په الله او د هغه په ګردو خبرو ایمان لري او پوره پیروي يي وکړئ کیدای شي چې تاسې لار ومومئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمِنْ قَوْمِ مُوْسٰۤی اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَبِهٖ یَعْدِلُوْنَ ۟
د موسی په قوم کې یوه داسې ډله هم شته چې د حق په لور ښوونه کوي او د حق په رڼا کې پریکړي کوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-A‘rāf
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close