Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Jumu‘ah   Ayah:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نُوْدِیَ لِلصَّلٰوةِ مِنْ یَّوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ وَذَرُوا الْبَیْعَ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ای مؤمنانو!کله چې دجمعې په ورځ لمانځه ته بلنه وشي[۱۳] نو د الله د ذکر په لور وځغلئ[۱۴]خرڅول او اخیستل پریږدئ. که پوهیږئ نو دا ستاسې ګټه ده.
[۱۳] لومړنی آذان مطلب دی ځکه د خطبې په آذان خطبه شروع کیږي او دثواب ملایکې کتابونه ټولوي.(کابلی تفسیر)
[۱۴] ـ په اهتمام او ښه توجه ولاړ شئ.(کابلی تفسیر)
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاِذَا قُضِیَتِ الصَّلٰوةُ فَانْتَشِرُوْا فِی الْاَرْضِ وَابْتَغُوْا مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
چې لمونځ اداء شي نو په ځمکه کې[۱۵]خواره شئ او د الله فضل ولټوئ.او الله ډیر یادوئ.تر څو مو بری په برخه شي.
[۱۵] ـ معنا دانده چې هرو،مرو به د تجارت لپاره ووځئ بلکې هغه بندیز چې د جمعې له کبله وو ختم شو.(تفسیر البیضاوی).
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاِذَا رَاَوْا تِجَارَةً اَوْ لَهْوَا ١نْفَضُّوْۤا اِلَیْهَا وَتَرَكُوْكَ قَآىِٕمًا ؕ— قُلْ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟۠
او کله چې تجارت او لوبه،تماشا ولیده نو ورغلل او ته یې ولاړ پریښودې.ووایه:هغه چې له الله سره دي له لوبې نندارې او تجارت نه ډیر غوره دي.الله تر هر چا ښه روزي ورکوونکی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Jumu‘ah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close