Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Hadīd   Ayah:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصِّدِّیْقُوْنَ ۖۗ— وَالشُّهَدَآءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— لَهُمْ اَجْرُهُمْ وَنُوْرُهُمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟۠
او چا چې پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړی دی نو همدوی رښتیني دي او هغو کسانو ته چې د خپل رب په لار کې شهیدان شوي ښه اجر او رڼا ده.او هغه کسان چې کافران شوي او زمونږ ایاتونه یې درواغ ګڼلي دي د اور ملګري دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّلَهْوٌ وَّزِیْنَةٌ وَّتَفَاخُرٌ بَیْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِی الْاَمْوَالِ وَالْاَوْلَادِ ؕ— كَمَثَلِ غَیْثٍ اَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَكُوْنُ حُطَامًا ؕ— وَفِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۙ— وَّمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانٌ ؕ— وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ ۟
پوه شئ چې د دنیا ژوند یوه لوبه،ساعت تیري،ظاهري سینګار،ستاسې په مینځونو کې یو پر بل ویاړ او په مالونو او اولادونو کې یو پر بل د مخکې کیدلو هڅه ده اوبس. دا ژوند باران ته ورته دی چې زرغونه ځمکه یې د بزګر زړه خوښي ته بیا یې بله ورځ زرغون تبا وچه او ګورې یې چې زیړه شوې او بالاخره تار په تار خواره وارخ بوس وي.او په اخرت کې یا سخت عذاب دی.او یا د الله له لورې بښنه او خوښي.او د دنیا ژوند پرته له غولونې او تیرویستنې بل څه نه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
سَابِقُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ۙ— اُعِدَّتْ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ؕ— ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
د خپل رب بښنې او هغه جنت ته یو له بل نه وړاندې شئ چې ارتوالی یې د اسمان او ځمکې دارت والې په اندازه دی یوازې هغو کسانو ته تیار شوی چې پر الله او د هغه په رسولانو یې ایمان راوړی وي هو!دا د الله مهرباني ده چاته یې چې خوښه ور کوي یې.او الله ډیر لویې مهربانۍ څښتن دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّبْرَاَهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟ۙ
هیڅ مصیبت نشته چې په ځمکه یا ستاسې پر نفسونو راپریوځې چې هغه له پیدایښت نه وړاندې په لوح محفوظ کې مونږ نه وي لیکلی.بې شکه چې دا کار الله ته ډير اسان دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
لِّكَیْلَا تَاْسَوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوْا بِمَاۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرِ ۟ۙ
او لیکنه مو ځکه کړې چې تر څو تاسو پر هغه څه خفه نشئ چې لاس ته درنه غلل او د لیونتوب خوښي په هغه ونه کړئ چې الله درته کړي دي.الله پاک هیڅ متکبر فخر کوونکی نه خوښوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
١لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَیَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
هغوی چې په خپله بخیل او نورو خلکو ته هم په نه ورکولو توصیه کوي.او څوک چې د الله له دین نه مخ واړوي نو پوه دې شي چې الله پاک بې پروا ستایلی شوی ذات دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Hadīd
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close