Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Yā-Sīn   Ayah:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِّمَّا عَمِلَتْ اَیْدِیْنَاۤ اَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مٰلِكُوْنَ ۟
ایا هغوی نه دي لیدلي چې مونږ ورته د خپلو لاسونو له جوړ شوو څیزونو څخه څاروي پیدا او اوس يې هغوی واکمن دي؟
Arabic explanations of the Qur’an:
وَذَلَّلْنٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوْبُهُمْ وَمِنْهَا یَاْكُلُوْنَ ۟
او ښه مو ورته تابع کړل په ځینو يي سپرلۍ کوي، او له ځینو يي خوري.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَهُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟
په همدغو څارویو کې يې ډيرې نورې ګټې او څښل دي ایا شکر نه پر ځای کوي؟
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لَّعَلَّهُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ
او د الله پرته يي نور خدایان په دې هیله نیولي دي چې کومکیان به يي شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُّحْضَرُوْنَ ۟
په داسې حال کې چې له خدایانو سره يي د دوی د ملاتړ هیڅ وش نشته خو بیا يې هم دوی لاس په نامه لښکر دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ— اِنَّا نَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
ای پیغمبره! د هغوی خبره باید تا غمجن نکړي. ځکه چې مونږ ته يې پټ او ښکاره ټول معلوم دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَوَلَمْ یَرَ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۟
ایا انسان دې ته نه دي کتلي چې مونږ د اوبو له یوه څاڅکي نه پیدا کړی خو بیا هم ډانګ پیلی جګړه مار وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَّنَسِیَ خَلْقَهٗ ؕ— قَالَ مَنْ یُّحْیِ الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیْمٌ ۟
خپل پیدایښت ترې هیر او زمونږ په هکله مثالونه وړاندې کوي او وايي: چې وراسته شوي هډوکې څوک ژوندي کولای شي؟
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلْ یُحْیِیْهَا الَّذِیْۤ اَنْشَاَهَاۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ— وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِیْمُ ۟ۙ
ای محمده! ووایه چې هغه ذات به يې را ژوندي کړي چې لومړی يې پیدا کي وو. او هغه پر هر پیدایښت ډیر ښه پوهیږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
١لَّذِیْ جَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الشَّجَرِ الْاَخْضَرِ نَارًا فَاِذَاۤ اَنْتُمْ مِّنْهُ تُوْقِدُوْنَ ۟
هغه ذات دی چې تاسې ته يي له شنې[۶] ونې څخه اور پیدا کړی او تاسې له همغې ونې نه اور بلوئ.
[۶] هغه دوه شنې وني دي چې عربانو به يې ښاخونه یو پر بل وهل او اور به ترې بلیده او یا معنی دا چې هره شنه ونه بالاخر د اور.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَوَلَیْسَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ ؔؕ— بَلٰی ۗ— وَهُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟
او ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه يي پیدا کړي ددي توان نه لري چې ددوی په شان پیدایښ وکړي؟ هو! توان يي شته او هغه د هر څه ښه پیداکوونکی او په هر څه ښه عالم دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّمَاۤ اَمْرُهٗۤ اِذَاۤ اَرَادَ شَیْـًٔا اَنْ یَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
د هغه شان دا دې چې کله د یوه څیز اراده وکړي نو ورته وايې چې شه! نو هغه کیږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَسُبْحٰنَ الَّذِیْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟۠
نو هغه ذات پاک دی چې د هر څه واکمني يي په لاس او تاسې ټول د هغه په لور بیرته ورګرځول کیږئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Yā-Sīn
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close