Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Al-Hajj   Verse:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یُّرِیْدُ ۟
په همدې توګه مونږ دا قران له روښانو ایتونو سره نازل کړی دی او د الله چې چاته خوښه شي لار ورښایې.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـِٕیْنَ وَالنَّصٰرٰی وَالْمَجُوْسَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا ۖۗ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
بي له شکه چې چا ایمان راوړی،او څوک یهودیان،ستوری بلونکي،عیسویان اوربلونکي او یا مشرکان شوي،نو الله پاک به د قیامت په ورځ د دوی په مینځ کې پریکړه وکړي.په رښتیا چې الله پاک په هر څه شاهد دی.
Arabic Tafsirs:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَسْجُدُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُوْمُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَآبُّ وَكَثِیْرٌ مِّنَ النَّاسِ ؕ— وَكَثِیْرٌ حَقَّ عَلَیْهِ الْعَذَابُ ؕ— وَمَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ ۟
او ایا ته نه ګورې چې د اسمان او ځمکې ټول اوسیدونکي او لمر،سپوږمۍ،ستوري،غرونه،ونې،څاروي او د خلکو ډيره برخه ـ او زیات هغه کسان چې د عذاب وړ ګرځیدلي دي.یوازی یو الله ته[۱۸]سجده کوي ـ او الله چې څوک سپک کړي هیڅوک یې عزتمن کولای نه شي.او د الله چې څه خوښه شي همغه کوي.
[۱۸] ـ د الله د امر تابع دي که خوښه یې وي او که نه؟د کافرانو د متابعت معنې داده چې له ناخوښۍ سره سره د همغه نظام تابع دي چې د دوی د بدن او چاپيریال لپاره الله پاک جوړ کړی دی.(فتح القدیر د امام شوکاني)
Arabic Tafsirs:
هٰذٰنِ خَصْمٰنِ اخْتَصَمُوْا فِیْ رَبِّهِمْ ؗ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِیَابٌ مِّنْ نَّارٍ ؕ— یُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوْسِهِمُ الْحَمِیْمُ ۟ۚ
دا ډوه ډلې دي چې د خپل رب په هکله یي سره شخړه ده.نو څوک چې کافران شوي دي، د هغوی لپاره اور لباس غوڅ شوی دی. او د سرونو له پاسه به پرې خوټیدلي اوبه اړولای شي.
Arabic Tafsirs:
یُصْهَرُ بِهٖ مَا فِیْ بُطُوْنِهِمْ وَالْجُلُوْدُ ۟ؕ
په دې اوبو به یې په ګیډه کې دننه پراته ټول څيزونه او د بدن بیرونې پوستکي هم خوړین او ویلي شي.
Arabic Tafsirs:
وَلَهُمْ مَّقَامِعُ مِنْ حَدِیْدٍ ۟
او د هغوی دوهلو لپاره به داوسپنې ګرزونه وي.
Arabic Tafsirs:
كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ اُعِیْدُوْا فِیْهَا ۗ— وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟۠
او چې کله هم د ډیر غم له لاسه د دوزخ نه د وتلو هڅه وکړي بیرته به پکې ورټیل وهل کیږي. او ورته به ویل کیږي چې وڅکئ د سوزوونکي عذاب خوند.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ؕ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟
بې له شکه الله پاک هغه کسان چې ایمان لري او نیک کارونه یې کړي دي،داسې جنتونو ته داخلوي چې لاندې به ترې ویالې روانې وي.هلته به د سرو زرو په بنګړیو او ملغلرو سینګار کړای شي.او جامې به یې وریښمیني وي.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: Al-Hajj
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Index of Translations

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

Close