Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Index of Translations

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the Meanings Surah: Al-A‘rāf   Verse:
قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا ٚ— وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
دوى وويل: زموږ ربه! پر خپلو ځانو مو ظلم كړى اوكه ته مو ونه بخښې او رحم را باندې ونه كړې، نو موږ به خامخا له تاوانيانو يو.
Arabic Tafsirs:
قَالَ اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— وَلَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟
ويې فرمايل: كوز شئ، تاسو به يو د بل دښمنان ياست، او تاسو لره په ځمكه كې هستوګنځى او تر څه وخته پورې د ژوند وسايل (ټاكل شوي) دي.
Arabic Tafsirs:
قَالَ فِیْهَا تَحْیَوْنَ وَفِیْهَا تَمُوْتُوْنَ وَمِنْهَا تُخْرَجُوْنَ ۟۠
او ويې فرمايل: په هماغې كې به ژوند كوئ او په هماغې كې به مرئ او له هماغې به راوېستل كيږئ.
Arabic Tafsirs:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ قَدْ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمْ لِبَاسًا یُّوَارِیْ سَوْاٰتِكُمْ وَرِیْشًا ؕ— وَلِبَاسُ التَّقْوٰی ۙ— ذٰلِكَ خَیْرٌ ؕ— ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
اى د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلې كړې چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښكلا هم ده، او د تقوى جامه، دا ډېره غوره ده دا د الله له نښانو څخه ده په كار ده چې خلك پند واخلي.
Arabic Tafsirs:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ لَا یَفْتِنَنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ كَمَاۤ اَخْرَجَ اَبَوَیْكُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ یَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِیُرِیَهُمَا سَوْاٰتِهِمَا ؕ— اِنَّهٗ یَرٰىكُمْ هُوَ وَقَبِیْلُهٗ مِنْ حَیْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
اى د آدم اولادې! شيطان مو چېرى داسې فتنه كې وانه چوي لكه چې ستاسو مور او پلار يې له جنته را واېستل په داسى حال چې جامې يې ترې اېستلې تر څو عورتونه يې ورښكاره كړي، بې شكه هغه او لښكر يې تاسو له هغې خوا ويني چې تاسو يې نه شئ ليدلاى، يقيناً دا شيطانان مو د هغو خلكو لپاره ملګري ګرځولي چې ايمان نه راوړي.
Arabic Tafsirs:
وَاِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً قَالُوْا وَجَدْنَا عَلَیْهَاۤ اٰبَآءَنَا وَاللّٰهُ اَمَرَنَا بِهَا ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ ؕ— اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او كله چې دوى كوم ناوړه كار وكړي، وايي: په دې كار مو هم پلرونه موندلي او هم الله پرې موږ ته امر كړى، ورته وايه: يقيناً الله د ناوړه چارو امر نه كوي، آيا په الله پورې هغه څه واياست چې نه ورباندې پوهېږئ.
Arabic Tafsirs:
قُلْ اَمَرَ رَبِّیْ بِالْقِسْطِ ۫— وَاَقِیْمُوْا وُجُوْهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ۬— كَمَا بَدَاَكُمْ تَعُوْدُوْنَ ۟ؕ
ورته وايه: زما رب د عدالت امر كړى او دا چې مخونه مو د هر لمانځه په مهال سم برابر كړئ او داسې يې رابلئ چې هغه ته د خپل دين سوچه كوونكي ياست، څنګه يې چې ړومبى ځل پيدا كړئ هماغه شان بيا پيدا كيږئ.
Arabic Tafsirs:
فَرِیْقًا هَدٰی وَفَرِیْقًا حَقَّ عَلَیْهِمُ الضَّلٰلَةُ ؕ— اِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
يوې ډلې ته يې سمه لار وښوده او پر بلې ډلې بې لارې توب ثابت شو، رښتيا چې هغوى الله نه پرته شيطانان ځان ته په ملګریتوب نيولي او داسې انګيري چې دوى (بالكل) لار موندونكي دي.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: Al-A‘rāf
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Index of Translations

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

Close