Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Index of Translations

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the Meanings Surah: Al-Munāfiqūn   Verse:

منافقون

اِذَا جَآءَكَ الْمُنٰفِقُوْنَ قَالُوْا نَشْهَدُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُ اللّٰهِ ۘ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَكٰذِبُوْنَ ۟ۚ
كله چې منافقان درته راشي، وايي موږ شاهدي وايو چې ته هرومرو د الله رسول يې او الله (ښه) پوهيږي چې ته يې رسول يې، خو الله شاهدي وايي چې منافقان هرومرو درواغجن دي.
Arabic Tafsirs:
اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغوى خپل قسمونه ډال جوړ كړي نو د الله له لارې ايسارول كوي، هغه كار (ډېر) بد دى چې هغوى يې كوي.
Arabic Tafsirs:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا فَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
دا ځکه چې هغوى ايمان راوړو بيا (بېرته) كافران شول، نو پر زړونو يې مهر ووهل شو نو اوس هغوى نه پوهېږي.
Arabic Tafsirs:
وَاِذَا رَاَیْتَهُمْ تُعْجِبُكَ اَجْسَامُهُمْ ؕ— وَاِنْ یَّقُوْلُوْا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ؕ— كَاَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ ؕ— یَحْسَبُوْنَ كُلَّ صَیْحَةٍ عَلَیْهِمْ ؕ— هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ؕ— قَاتَلَهُمُ اللّٰهُ ؗ— اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
او هر كله چې ته ووینې دوی لره، بدنونه يې ډېر ښه درته ښكاري او كه څه وايي، خبرې ته يې غوږ نيسي، هغوى لكه (دېوال ته) درول شوي لرګي (داسې دي) هره چيغه د ځان پرخلاف ګڼي، همدوى (اصلي) دښمنان دي نو ځان ترې ساته، الله دې هغوى تباه كړي، كوم خوا ګرځول كيږي.
Arabic Tafsirs:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ لَوَّوْا رُءُوْسَهُمْ وَرَاَیْتَهُمْ یَصُدُّوْنَ وَهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟
او کله چې ورته وويل شي: راشئ چې رسول الله بخښنه درته وغواړي، نو خپل سرونه تاو كړي او ته يې وينې چې په كبر سره (له تاسي) څنګ كوي.
Arabic Tafsirs:
سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ اَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ اَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ؕ— لَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
پر هغوی برابره خبره ده، كه تا بخښنه ورته غوښتې وی، يا دې نه غوښتې، الله به هغوى ته هيڅكله بخښنه ونه كړي، بېشكه الله ظالمانو ته سمه لار نه ښايي.
Arabic Tafsirs:
هُمُ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ لَا تُنْفِقُوْا عَلٰی مَنْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ حَتّٰی یَنْفَضُّوْا ؕ— وَلِلّٰهِ خَزَآىِٕنُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
دوى خو همغه خلك دي چې وايي: د الله له رسول سره چې كوم كسان دي، پر هغوى لګښت مه كوئ، تر څو خواره واره شي. او (حال دا چې) د اسمانونو او ځمكې خزانې (ټولې) د الله دي، خو (دا) منافقان نه پوهيږي.
Arabic Tafsirs:
یَقُوْلُوْنَ لَىِٕنْ رَّجَعْنَاۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ لَیُخْرِجَنَّ الْاَعَزُّ مِنْهَا الْاَذَلَّ ؕ— وَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُوْلِهٖ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَلٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
هغوى وايي كه موږ مدينې ته ورستانه شولو؛ نو هرومرو به عزتمن (دا) بې عزته خلك بهر وباسي او (حال دا چې) عزت (يوازې) الله، د هغه رسول او مومنانو لره دى خو (دا) منافقان نه پوهيږي.
Arabic Tafsirs:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُلْهِكُمْ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! خپل مالونه او خېلخانې مو د الله له يادولو غافله نه كړي او څوك چې داسې كوي نو همغه خلك (اصلى) تاوانيان دي.
Arabic Tafsirs:
وَاَنْفِقُوْا مِنْ مَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَیَقُوْلَ رَبِّ لَوْلَاۤ اَخَّرْتَنِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— فَاَصَّدَّقَ وَاَكُنْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او لګښت وکړئ له هغه څه چې موږ در روزي كړي، مخکې تر هغه چې ستاسو كوم يوه ته مرګ راشي (او) بيا وايي چې زما ربه ولې دې څه لږ نېټې پورې ونه ځنډولم چې زه صدقه وكړم او له نېكانو څخه شم؟
Arabic Tafsirs:
وَلَنْ یُّؤَخِّرَ اللّٰهُ نَفْسًا اِذَا جَآءَ اَجَلُهَا ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
او الله به هيڅكله يو څوک وروسته نه كړي، كله يې چې اجل راشي او الله ستاسي په كړنو ښه خبر دی.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: Al-Munāfiqūn
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Index of Translations

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

Close