Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Index of Translations

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the Meanings Surah: Ash-Shūra   Verse:
فَاطِرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّمِنَ الْاَنْعَامِ اَزْوَاجًا ۚ— یَذْرَؤُكُمْ فِیْهِ ؕ— لَیْسَ كَمِثْلِهٖ شَیْءٌ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
د آسمانونو او ځمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته يې له تاسو څخه جوړې پيدا كړې او د څارويو يې هم جوړې پيدا كړې، تاسو په هغې كې (همداسې) خپروي، د هغه د صفاتو په شان صفات د هیچا نشته او همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
Arabic Tafsirs:
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
د آسمانونو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) هغه لره دي، چا ته چې وغواړي روزي یې پراخوي او چا ته یې چې وغواړي تنګوي، بېشكه هغه په هر څه ښه پوه دى.
Arabic Tafsirs:
شَرَعَ لَكُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا وَصّٰی بِهٖ نُوْحًا وَّالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَمَا وَصَّیْنَا بِهٖۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی وَعِیْسٰۤی اَنْ اَقِیْمُوا الدِّیْنَ وَلَا تَتَفَرَّقُوْا فِیْهِ ؕ— كَبُرَ عَلَی الْمُشْرِكِیْنَ مَا تَدْعُوْهُمْ اِلَیْهِ ؕ— اَللّٰهُ یَجْتَبِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یُّنِیْبُ ۟ؕ
تاسو ته يې هماغه دين ټاكلى (بيان كړى) چې په هغه سره يې نوح ته سپارښتنه كړى وه، او هغه چې تا ته مو وحى كړى، او چې په هغه سره موږ ابراهيم، موسى او عيسى -علیهم السلام- ته سپارښتنه كړى وه، چې (همدغه) دين قائم كړئ او اختلاف مه پكې اچوئ، مشركانو باندې هغه خبره دېره درنه ده چې ته يې وربلې، څوک چې الله يې وغواړې خپل لور ته يې غوره كوي او خپل لور ته يې هدايت كوي څوك چې هغه ته ورګرځي.
Arabic Tafsirs:
وَمَا تَفَرَّقُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی لَّقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اُوْرِثُوا الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟
او هغوى يوازې د خپل منځي كينې له امله وروسته له هغه سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، او كه چېرې تر يوې ټاكلې نېټې پورې (ځنډېدلو) خبره ستا د رب لخوا مخكې نه واى شوې نو هرومرو به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه، او كوم كسان چې تر هغوى وروسته د كتاب وارثان شوي دي، هغوى هم له دې څخه په يو پرېشانوونكي شک كې دي.
Arabic Tafsirs:
فَلِذٰلِكَ فَادْعُ ۚ— وَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ ۚ— وَقُلْ اٰمَنْتُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنْ كِتٰبٍ ۚ— وَاُمِرْتُ لِاَعْدِلَ بَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ؕ— لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؕ— لَا حُجَّةَ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ یَجْمَعُ بَیْنَنَا ۚ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟ؕ
د دې (تفرق) له کبله صحیح دین ته بلنه كوه او څنګه چې درته امر شوى همغسې ټينګ اوسه او د هغوى په هوسونو پسې مه ځه او وايه: الله چې کوم كتاب نازل كړی، ما منلی، او راته امر شوى چې ستاسي ترمنځ به انصاف كوم، الله زموږ او ستاسي رب دى، موږ لپاره خپل عملونه دي او تاسي ته خپل عملونه، زموږ او ستاسو ترمنځ كومه جګړه نشته، الله به موږ سره يوځاى كوي، او د هغه په لور ورتګ دى.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: Ash-Shūra
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Index of Translations

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

Close