Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Index of Translations

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the Meanings Surah: An-Noor   Verse:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— وَمَنْ یَّتَّبِعْ خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ فَاِنَّهٗ یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ مَا زَكٰی مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَبَدًا ۙ— وَّلٰكِنَّ اللّٰهَ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی د شيطان په پلونو پل مه ږدئ، او چا چې د شيطان په پلونو پل کېښود؛ نو هغه د بدكارۍ او ناوړه كار امر كوي، او كه پر تاسي د الله پېرزوينه او لورېينه نه واى؛ نو له تاسو به يې هيڅكله يو هم نه وى پاك كړى خو چاته چې د الله خوښه شي، پاكوي يې او الله ښه اورېدونكى او پوه دى.
Arabic Tafsirs:
وَلَا یَاْتَلِ اُولُوا الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ اَنْ یُّؤْتُوْۤا اُولِی الْقُرْبٰی وَالْمَسٰكِیْنَ وَالْمُهٰجِرِیْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۪ۖ— وَلْیَعْفُوْا وَلْیَصْفَحُوْا ؕ— اَلَا تُحِبُّوْنَ اَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او له تاسي دې د فضيلت او پراخۍ څښتنان دا لوړه (قسم) نه كوي چې خپلوانو، مسكينانو او د الله د لارې مهاجرو سره به مرسته نه كوي، عفوه او تېرېدنه دې وكړي، آيا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وكړي او الله خو ډېر بخښونكى مهربان دى.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ الْغٰفِلٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ لُعِنُوْا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۪— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ
بې شکه هغه كسان چې پر پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو تورونه لګوي، په دنيا او آخرت كې لعنت ورباندې شوى او د دوى لپاره ستر عذاب دى.
Arabic Tafsirs:
یَّوْمَ تَشْهَدُ عَلَیْهِمْ اَلْسِنَتُهُمْ وَاَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
په کومه ورځ چې د هغوی ژبې، لاسونه او پښې د هغوی پر خلاف د هغو كارونو شاهدي وايي چې هغوى به كول.
Arabic Tafsirs:
یَوْمَىِٕذٍ یُّوَفِّیْهِمُ اللّٰهُ دِیْنَهُمُ الْحَقَّ وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِیْنُ ۟
په همغه ورځ به يې الله هغه بدله پوره وركړي چې وړ يې ده او پوه به شي چې په رښتيا همغه الله حق، څرګند دی.
Arabic Tafsirs:
اَلْخَبِیْثٰتُ لِلْخَبِیْثِیْنَ وَالْخَبِیْثُوْنَ لِلْخَبِیْثٰتِ ۚ— وَالطَّیِّبٰتُ لِلطَّیِّبِیْنَ وَالطَّیِّبُوْنَ لِلطَّیِّبٰتِ ۚ— اُولٰٓىِٕكَ مُبَرَّءُوْنَ مِمَّا یَقُوْلُوْنَ ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟۠
نا پاكې ښځې د نا پاكو نارينه وو لپاره دي او نا پاك نارينه د نا پاكو ښځو لپاره، او پاكې ښځې د پاكو نارينه وو لپاره دي او پاك نارينه د پاكو ښځو لپاره، دوى له هغو خبرو پاك دي چې (درواغجن يې) وايي، هغوى لره بخښنه او ښه روزي ده.
Arabic Tafsirs:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتًا غَیْرَ بُیُوْتِكُمْ حَتّٰی تَسْتَاْنِسُوْا وَتُسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَهْلِهَا ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له خپلو كورو پرته نورو كورو ته تر هغه مه ننوځئ چې اجازه مو نه وي اخيستې او د هغو پر خلكو مو سلام نه وي اچولی، دا ستاسي لپاره ښه ده، ښايي چې تاسو پند واخلئ.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: An-Noor
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Index of Translations

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

Close