Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Al-Bayyinah   Verse:

بینه

Objectives of the Surah:
بيان كمال الرسالة المحمدية ووضوحها.
د محمدي پيغام د بشپړتيا او څرګندوالي بيان

لَمْ یَكُنِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَالْمُشْرِكِیْنَ مُنْفَكِّیْنَ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ۙ
له يهودو، نصاراوو او له مشرکانو چې چا کفر کړی و، هغوی په کفر کې له خپلې ډلې او اتفاق څخه بېلېدونکي نه وو ترڅو چې څرګند دليل او ښکاره حجت ورته را نه شي.
Arabic Tafsirs:
رَسُوْلٌ مِّنَ اللّٰهِ یَتْلُوْا صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ۟ۙ
دغه څرګند برهان او ښکاره حجت چې هغه د الله له لوري رالېږل شوی رسول دی پاکې صحيفې تلاوت کوي چې يوازې پاک خلک يې اوري.
Arabic Tafsirs:
فِیْهَا كُتُبٌ قَیِّمَةٌ ۟ؕ
چې په دغو صحيفو کې د رېښتينولۍ خبرونه او عدل حکمونه دي، هغه څه ته د خلکو لارښوونه کوي چې په هغو کې يې خير او ښېګڼه وي.
Arabic Tafsirs:
وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ؕ
او يهود چې تورات ورکړل شوی و او نصارا چې انجيل ورکړل شوی و وروسته تر هغه سره بېل شول، چې الله هغوی ته خپل نبي ولېږلو؛ نو ځينو يې اسلام راوړ، او ځينې يې په کفر کې له بريده واوښتل، سره له دې چې د هغه د نبي پر رېښتينولۍ پوهېدل.
Arabic Tafsirs:
وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۙ۬— حُنَفَآءَ وَیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوا الزَّكٰوةَ وَذٰلِكَ دِیْنُ الْقَیِّمَةِ ۟ؕ
د يهودانو او نصاراوو جرم او عناد څرګنديږي چې هغوی ته په دغه قرآن کې يوازې د هغه څه امر شوی دی چې په خپلو کتابونو کې ورته شوی وو، چې يوازې الله ولمانځي، له شرک ډډه وکړي، لمونځ وکړي، زکات ورکړي، چې پر کوم څه امر ورته شوی وو همغه داسې نېغ دين دی چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• فضل ليلة القدر على سائر ليالي العام.
د قدر د شپې غوراوی پر ټول کال باندې.

• الإخلاص في العبادة من شروط قَبولها.
په عبادت کې اخلاص د هغو د قبوليت شرط دی.

• اتفاق الشرائع في الأصول مَدعاة لقبول الرسالة.
په اصولو کې د ټولو دينونو اتفاق د رسالت د قبوليت لامل دی.

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَالْمُشْرِكِیْنَ فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِیَّةِ ۟ؕ
پرته له شکه له يهودانو او نصاراوو چې چا کفر کړی د قيامت په ورځ به دوزخ ته ننوځي او تل به پکې وي، همدوی ترټولو بدخلک دي، ځکه پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی دی.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمْ خَیْرُ الْبَرِیَّةِ ۟ؕ
پرته له شکه کومو کسانو چې پر الله ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی ترټولو غوره خلک دي.
Arabic Tafsirs:
جَزَآؤُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَشِیَ رَبَّهٗ ۟۠
د هغوی بدله د خپل پالونکي سره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، الله له هغوی څخه راضي دی ځکه چې پر هغه يې ايمان راوړی او د هغه پيروي يې کړې ده، هغوی له الله څخه راضي دي ځکه چې د هغه لورېينه يې ترلاسه کړې ده، او دغه لورېينه هغه څوک ترلاسه کولای شي چې له خپل پالونکي وېريږي، نو د هغه امر پرځای کوي او له نهي يې ډډه کوي.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• خشية الله سبب في رضاه عن عبده.
کافران ترټولو بد خلک دي او مؤمنان ترټولو غوره دي.

• شهادة الأرض على أعمال بني آدم.
له الله څخه وېره د هغه له خپل بنده څخه د خوښۍ لامل کيږي.

• الكفار شرّ الخليقة، والمؤمنون خيرها.
د آدم په اولاد د ځمکې شاهدي ورکول.

 
Translation of the Meanings Surah: Al-Bayyinah
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close