Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Al-Mutaffifīn   Verse:
لِیَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ۙ
د حساب او بدلې لپاره په يوه داسې لويه ورځ کې چې په هغې کې ازموينې او سختۍ وي.
Arabic Tafsirs:
یَّوْمَ یَقُوْمُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
په کومه ورځ چې خلک د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته د حساب لپاره دريږي.
Arabic Tafsirs:
كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْفُجَّارِ لَفِیْ سِجِّیْنٍ ۟ؕ
امر داسې نه دی لکه تاسې يې چې تصور کوئ چې له مرګ څخه وروسته بيا را پاڅېدل نشته، پرته له شکه د کافرانو او منافقانو بدکارو خلکو عملنامې به په زيان کې په ترټولو ټيټه ځمکه کې وي.
Arabic Tafsirs:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سِجِّیْنٌ ۟ؕ
او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې سجين څه دی؟!.
Arabic Tafsirs:
كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ؕ
پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي.
Arabic Tafsirs:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ
په دغه ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره زيان او تباهي ده.
Arabic Tafsirs:
الَّذِیْنَ یُكَذِّبُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ؕ
هغه کسان چې د بدلې هغه ورځ درواغ ګڼي چې په هغې کې الله خپلو بندګانو ته يې د دنيا پر کړنو بدله ورکوي.
Arabic Tafsirs:
وَمَا یُكَذِّبُ بِهٖۤ اِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
او دغه ورځ يوازې هغه څوک درواغ ګڼي چې د الله له پولو اوښتونکی وي او زيات ګناه کوونکی وي.
Arabic Tafsirs:
اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ
کله چې زموږ پر رسول نازل کړل شوي زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دا خو د پخوانيو امتونو کيسې دي، او د الله له لورې نه دي.
Arabic Tafsirs:
كَلَّا بَلْ ٚ— رَانَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
امر داسې نه دی لکه دغو درواغ کڼونکو چې تصور کړی، بلکې د هغوی کړي ګناهونه پرې غالبه شول او د هغوی عقلونه يې ور پټ کړل؛ نو حق پر خپلو زړونو نه شي ليدلای.
Arabic Tafsirs:
كَلَّاۤ اِنَّهُمْ عَنْ رَّبِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّمَحْجُوْبُوْنَ ۟ؕ
پرته له شکه هغوی به د خپل پالونکي له ليدلو څخه د قيامت په ورځ منع کړل شوي وي.
Arabic Tafsirs:
ثُمَّ اِنَّهُمْ لَصَالُوا الْجَحِیْمِ ۟ؕ
بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي، چې ګرمي به يې زغمي.
Arabic Tafsirs:
ثُمَّ یُقَالُ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ؕ
بيا به د قيامت په ورځ هغوی ته د هغوی د ګواښلو په موخه وويل شي: دغه سزا چې تاسې ورسره مخ ياست هغه څه دي چې په دنيا کې مو درواغ ګڼله کله به چې مو رسول پرې خبرولئ.
Arabic Tafsirs:
كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْاَبْرَارِ لَفِیْ عِلِّیِّیْنَ ۟ؕ
امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې تصور کړی دی، چې حساب او بدله به نه وي، پرته له شکه د پيروي کوونکو عملنامې به په عليين کې وي.
Arabic Tafsirs:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا عِلِّیُّوْنَ ۟ؕ
او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې عليين څه دی؟!.
Arabic Tafsirs:
كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ۙ
پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي.
Arabic Tafsirs:
یَّشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ
دغه کتاب ته له هر اسمان څخه يوازې مقربې پرېښتې ور نېږدې کيږي.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ
پرته له شکه زيات پيروي کوونکي به د قيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي.
Arabic Tafsirs:
عَلَی الْاَرَآىِٕكِ یَنْظُرُوْنَ ۟ۙ
پر ښايسته تختونو ناست خپل پالونکي او هر هغه څه ته به ګوري چې زړونه يې پرې تازه کيږي او خوشحاليږي.
Arabic Tafsirs:
تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِیْمِ ۟ۚ
کله چې ورته وګورې د هغوی په مخونو کې به د نعمتونو د ښايست او ښکلا اغېز وينې.
Arabic Tafsirs:
یُسْقَوْنَ مِنْ رَّحِیْقٍ مَّخْتُوْمٍ ۟ۙ
خادمان به يې داسې شراب ورباندې څښي چې لوښي به يې مهر کړل شوي وي.
Arabic Tafsirs:
خِتٰمُهٗ مِسْكٌ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكَ فَلْیَتَنَافَسِ الْمُتَنٰفِسُوْنَ ۟ؕ
له هغو به تر پايه د مشکو بوی ځي، په دغه نېکه بدله کې لازم دي چې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي، په داسې عمل سره چې الله راضي کوي او د هغه څه په پرېښودلو سره چې الله په غوسه کوي.
Arabic Tafsirs:
وَمِزَاجُهٗ مِنْ تَسْنِیْمٍ ۟ۙ
له دغو مهر کړل شويو شرابو سره به د تسنيم له چينې ګډون وي.
Arabic Tafsirs:
عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ
او دا په تر ټولو لوړ جنت کې يوه خالصه او صافه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي، او ټول مؤمنان څښاک ترې کوي چې له نورو سره به ګډه وي.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا كَانُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَضْحَكُوْنَ ۟ؗۖ
پرته له شکه هغه کسان چې د کفر جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې د ملنډو په ډول خندل چې ايمان يې راوړی وو.
Arabic Tafsirs:
وَاِذَا مَرُّوْا بِهِمْ یَتَغَامَزُوْنَ ۟ؗۖ
او کله به چې پر مؤمنانو تېرېدل ځينو به يې ځينوته د ملنډو او مسخرو په ډول سترګکونه وهل.
Arabic Tafsirs:
وَاِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمُ انْقَلَبُوْا فَكِهِیْنَ ۟ؗۖ
او کله به چې خپلو کورونيو ته ور ګرځېدل پر کفر او مؤمنانو د ملنډو وهلو له امله به خوشحاله راګرځېدل.
Arabic Tafsirs:
وَاِذَا رَاَوْهُمْ قَالُوْۤا اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ
او کله به يې چې مسلمانان وليدل ويل به يې: پرته له شکه دغه خلک د حق له لارې لارورکي دي، چې د خپلو پلرونو دين يې پرې اېښی دی.
Arabic Tafsirs:
وَمَاۤ اُرْسِلُوْا عَلَیْهِمْ حٰفِظِیْنَ ۟ؕ
او الله هغوی د مسلمانانو پر اعمالو وکيلان نه وو ګرځولي ترڅو هغوی دا ډول وينا وکړي.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• خطر الذنوب على القلوب.
پر زړونو د ګناهونو خطر.

• حرمان الكفار من رؤية ربهم يوم القيامة.
د قيامت په ورځ د کافرانو د خپل پالونکي له ليدلو څخه بې برخې کېدل.

• السخرية من أهل الدين صفة من صفات الكفار.
پر دينداره خلکو ملنډې وهل د کافرانو له صفتونو څخه دي.

 
Translation of the Meanings Surah: Al-Mutaffifīn
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close