Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Nūh   Verse:

نوح

Objectives of the Surah:
بيان منهج الدعوة للدعاة، من خلال قصة نوح.
د نوح د کیسې په ترڅ کې د داعيانو لپاره د بلنې د کړنلارې بيان.

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖۤ اَنْ اَنْذِرْ قَوْمَكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
پرته له شکه موږ نوح د هغه قوم ته ولېږلو چې را ويې بولي ترڅو هغوی ووېروي مخکې تردې چې پر الله د شرک له امله پر هغوی دردوونکی عذاب راشي.
Arabic Tafsirs:
قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
نوح خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! پرته له شکه زه تاسو لره د هغه عذاب له راتلو څخه وېروونکی يم چې انتظار مو کوي که چېرې تاسو الله ته توبه ونه باسئ.
Arabic Tafsirs:
اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۙ
تاسو لره زما د وېرولو غوښتنه دا ده چې درته ووايم: يوازې الله ولمانځئ، له هغه سره څه مه شريکوئ، د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم.
Arabic Tafsirs:
یَغْفِرْ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُؤَخِّرْكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ اَجَلَ اللّٰهِ اِذَا جَآءَ لَا یُؤَخَّرُ ۘ— لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
پرته له شکه که تاسې دا وکړئ، الله به مو هغه ګناهونه در وبښي چې د بندګانو ترحقوقو تړاو نه لري، او د الله په پوهه کې تر يوې ټاکلې نېټې به مو په ژوند کې موده دروغځوي، ځمکه به آبادوئ که چېرې پردې ټينګ ودرېدئ، پرته له شکه مرګ چې کله راشي بيا نه ځنډيږي، که چېرې تاسې پوهېدلای؛ نو پر الله ايمان راوړلو او له هغه شرک او لار ورکۍ به مو توبه اېستلو ته بيړه کړې وای چې پرې ياست.
Arabic Tafsirs:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ دَعَوْتُ قَوْمِیْ لَیْلًا وَّنَهَارًا ۟ۙ
نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه ما مې خپل قوم په پرله پسې ډول شپه او رځ ستا لمانځلو او ستا يووالي ته رابللو.
Arabic Tafsirs:
فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعَآءِیْۤ اِلَّا فِرَارًا ۟
نو هغوی لره زما بلنې يوازې د هغوی کرکه او له هغه څه لېرې والی ور زيات کړل چې ورته را بولم يې.
Arabic Tafsirs:
وَاِنِّیْ كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوْۤا اَصَابِعَهُمْ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِیَابَهُمْ وَاَصَرُّوْا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا ۟ۚ
او هر کله به مې چې هغوی هغه څه ته رابلل چې د هغوی د بښنې لامل کېدل لکه يوازې ستا لمانځل، ستا او ستا د رسول پيروۍ ته، خپل غوږونه به يې په خپلو ګوتو پټول، ترڅو زموږ د بلنې اورېدل منع کړي، او مخونه به يې په خپلو جامو پټول تر څو ما ونه ويني، او پر شرک پاتې کېدو ته يې دوام ورکولو او د هغه څه له منلو او باور کولو يې لويي کوله چې ورته را بلل مې.
Arabic Tafsirs:
ثُمَّ اِنِّیْ دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ۟ۙ
بيا مې اې زما پالونکيه! هغوی په ښکاره راوبلل.
Arabic Tafsirs:
ثُمَّ اِنِّیْۤ اَعْلَنْتُ لَهُمْ وَاَسْرَرْتُ لَهُمْ اِسْرَارًا ۟ۙ
بيا مې هغوی ته خپل آواز په بلنه اوچت کړ، او پټ په پټه مې راوبلل، او په ټيټ آواز مې راوبلل، د خپلې بلنې کړنلارې مې ورته بېلابېلې کړې.
Arabic Tafsirs:
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ۫— اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًا ۟ۙ
او هغوی ته مو وويل: اې زما قومه! له خپل پالونکي مو په توبه کولو بښنه وغواړئ، پرته له شکه هغه پاک ذات له بندګانو د هغه چا د ګناهونو زيات بښونکی دی چې توبه ورته وباسي.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• خطر الغفلة عن الآخرة.
له آخرته د بې پروايۍ خطر.

• عبادة الله وتقواه سبب لغفران الذنوب.
د الله لمانځل او له هغه وېره د ګناهونو د بښنې لامل کيږي.

• الاستمرار في الدعوة وتنويع أساليبها حق واجب على الدعاة.
په بلنه کې دوام او د کړنلارو بدلول را بدلول يې پر بلونکو يو لازمي حق دی.

یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًا ۟ۙ
که چېرې تاسې دا کار وکړ الله به پر تاسې پرله پسې باران و اوروي کله چې مو اړتيا ورته پيداشي، نو وچکالي به نه درته رسيږي.
Arabic Tafsirs:
وَّیُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَیَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّیَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًا ۟ؕ
او زيات مالونه او اودلادونه به درکړي، او باغونه به درته پيداکړي چې مېوې ترې خورئ، او داسې ويالې به درته پيداکړي چې تاسو يې ترې څښئ او کښتونه او څاروي مو پرې خړوبوئ.
Arabic Tafsirs:
مَا لَكُمْ لَا تَرْجُوْنَ لِلّٰهِ وَقَارًا ۟ۚ
اې زما قومه! ستاسو څه حال دی د الله له لويۍ وېره نه لرئ چې پرته له پروا کولو يې نافرماني کوئ؟!
Arabic Tafsirs:
وَقَدْ خَلَقَكُمْ اَطْوَارًا ۟
په داسې حال کې چې تاسې يې پړاو په پړاو له نطفې بيا له وينې او بيا له غوښې پيداکړي ياست.
Arabic Tafsirs:
اَلَمْ تَرَوْا كَیْفَ خَلَقَ اللّٰهُ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ۟ۙ
آيا تاسې نه وينئ چې الله اوه آسمانونه څه ډول پيداکړي دي، يو آسمان د بل له پاسه؟!.
Arabic Tafsirs:
وَّجَعَلَ الْقَمَرَ فِیْهِنَّ نُوْرًا وَّجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ۟
او د دنيا په آسمان کې يې له هغو څخه سپوږمۍ د ځمکې د خلکو لپاره رڼا او لمر رڼا ورکوونکی وګرځاوه.
Arabic Tafsirs:
وَاللّٰهُ اَنْۢبَتَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ نَبَاتًا ۟ۙ
او الله تاسې له ځمکې داسې پيداکړي ياست چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړی، بيا تاسې هغه څه خورئ چې ځمکه يې را شنه کوي.
Arabic Tafsirs:
ثُمَّ یُعِیْدُكُمْ فِیْهَا وَیُخْرِجُكُمْ اِخْرَاجًا ۟
بيا به مو له مرګ وروسته بېرته پکې ورستانه کړي، بيا به مو له هغې څخه په بېرته راپورته کولو ترې وباسي.
Arabic Tafsirs:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ بِسَاطًا ۟ۙ
او الله ستاسو لپاره ځمکه د اوسېدو په موخه غوړولې چمتو کړې ګرځولې ده.
Arabic Tafsirs:
لِّتَسْلُكُوْا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ۟۠
په دې هيله چې د حلالې روزۍ په موخه د هغې په پراخه لارو کې ولاړ شئ.
Arabic Tafsirs:
قَالَ نُوْحٌ رَّبِّ اِنَّهُمْ عَصَوْنِیْ وَاتَّبَعُوْا مَنْ لَّمْ یَزِدْهُ مَالُهٗ وَوَلَدُهٗۤ اِلَّا خَسَارًا ۟ۚ
نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه زما قوم په هغه څه کې له ما سرغړونه وکړه چې ما ستا يووالي او يوازې ستا لمانځلو ته رابلل، او له هغوی ښکته خلکو يې د خپلو هغو مشرانو پيروي وکړه چې تا پر مال او اولاد نازولي وو، نو ستا پېرزوينې هغوی ته يوازې لارورکي ور زياته کړه.
Arabic Tafsirs:
وَمَكَرُوْا مَكْرًا كُبَّارًا ۟ۚ
او له هغوی يې لويانو ډېره لويه دسيسه جوړه کړې ده چې کشران يې د نوح پر خلاف را وپارول.
Arabic Tafsirs:
وَقَالُوْا لَا تَذَرُنَّ اٰلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَّلَا سُوَاعًا ۙ۬— وَّلَا یَغُوْثَ وَیَعُوْقَ وَنَسْرًا ۟ۚ
او هغوی خپلو پيروانو ته وويل: د خپلو معبودانو لمانځل مه پرېږدئ، او د خپلو بوتانو: ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر لمانځل مه پرېږدئ.
Arabic Tafsirs:
وَقَدْ اَضَلُّوْا كَثِیْرًا ۚ۬— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا ضَلٰلًا ۟
او هغوی پر خپلو دغو بوتانو ډېر خلک بې لارې کړل، او اې زما پالونکيه! ته هم پر ځان ظلم کوونکو ته پر کفر او ګناهونو يې له ټينګار پرته له حقه له لارورکۍ پرته بل څه مه ور زياتوه.
Arabic Tafsirs:
مِمَّا خَطِیْٓـٰٔتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا ۙ۬— فَلَمْ یَجِدُوْا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْصَارًا ۟
د خپلو هغو ګناهو له امله يې چې ترسره کړې يې وې په دنيا کې په طوفان سره ډوب کړای شول، او وروسته له مرګه يې سملاسي اور ته ننه اېستل شول؛ نو د الله پر وړاندې يې داسې مرستندويان ونه موندل چې له ډوبېدو او اوره يې وژغوري.
Arabic Tafsirs:
وَقَالَ نُوْحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ دَیَّارًا ۟
او نوح وويل کله چې الله پردې خبره خبر کړ چې له قومه يې له هغه چا پرته چې ايمان يې راوړی نور څوک هيڅکله ايمان نه راوړي: اې زما پالونکيه! له کافرانو يوڅوک هم پر زمکه مه پرېږده چې وګرځي او وخوځيږي.
Arabic Tafsirs:
اِنَّكَ اِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوْا عِبَادَكَ وَلَا یَلِدُوْۤا اِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ۟
اې زموږ پالونکيه! بېشکه که ته هغوی پرېږدې او مهلت ورکړې ستا مؤمن بندګان به لارورکي کړي، او يوازې داسې خلک به وزيږوي چې فاجران دي ستا پيروي نه کوي او داسې سخت کافران چې ستا د نعمتونو شکر نه کوي.
Arabic Tafsirs:
رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِنًا وَّلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا تَبَارًا ۟۠
اې زما پالونکيه د ګناهونو بښنه مې راته وکړې، مور او پلار ته مې بښنه وکړې، او هغه چاته بښنه وکړې چې زما کور ته د مؤمن په ډول ننوځي، او مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو ته بښنه وکړې او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانونو ظلم کوونکو ته له تباهۍ او زيان پرته بل څه مه ور زياتوه.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• الاستغفار سبب لنزول المطر وكثرة الأموال والأولاد.
استغفار او بښنه غوښتل د باران ورېدو، مالونواو اولادونو د زياتوالي لامل کيږي.

• دور الأكابر في إضلال الأصاغر ظاهر مُشَاهَد.
د کشرانو په لار ورکۍ کې د لويانو رول څرګند او ښکاره دی.

• الذنوب سبب للهلاك في الدنيا، والعذاب في الآخرة.
ګناهونه په دنيا کې د تباهۍ لامل او په آخرت کې د عذاب لامل وي.

 
Translation of the Meanings Surah: Nūh
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close