Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Verse: (161) Surah: Al-A‘rāf
وَاِذْ قِیْلَ لَهُمُ اسْكُنُوْا هٰذِهِ الْقَرْیَةَ وَكُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ وَقُوْلُوْا حِطَّةٌ وَّادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِیْٓـٰٔتِكُمْ ؕ— سَنَزِیْدُ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی بني اسرایېلو ته وویل: ننوځئ تاسو بیت المقدس ته، او د هغه کلې له میوو څخه وخورئ کوم ځای چې ستاسو خوښ وي او په کوم وخت کې چې تاسو غواړئ، او ووایئ: ای زمونږ ربه! لرې کړه زمونږ نه ګناهونه زمونږ، او ننوځئ په دروازه کې رکوع کوونکي او عاجزي کوونکي خپل رب ته؛ نو که چیرته تاسو دا کار وکړ، نو مونږ به ستاسو د ګناهونو نه تېر شو، او خامخا زیاتوو مونږ خایسته عمل کوونکو لره د دنیا او آخرت د نعمتونو نه.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• الجحود والكفران سبب في الحرمان من النعم.
انکار او ناشکري له نعمتونو څخه د محرومیدلو سبب دی.

• من أسباب حلول العقاب ونزول العذاب التحايل على الشرع؛ لأنه ظلم وتجاوز لحدود الله.
د الله تعالی د عذاب د راتللو د اسبابو نه په شرع کې چلونه کول دي؛ ځکه چې دا کار ظلم دی او د الله تعالی د پولو نه تیریدل دي.

 
Translation of the Meanings Verse: (161) Surah: Al-A‘rāf
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close