Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Adh-Dhāriyāt   Verse:

ذاریات

Objectives of the Surah:
تعريف الجن والإنس بأن مصدر رزقهم من الله وحده؛ ليخلصوا له العبادة.
د پېريانو او انسانانو له لوري د دغې خبرې پېژندګلوي چې د هغوی روزي يوازې د الله له لورې ده، ترڅو هغه لره لمانځل ځانګړي کړي.

وَالذّٰرِیٰتِ ذَرْوًا ۟ۙ
الله پر هغو بادونو لوړه کوي چې خاورې بادوي.
Arabic Tafsirs:
فَالْحٰمِلٰتِ وِقْرًا ۟ۙ
او پر هغو ورېځو چې زياتې اوبه لرونکې دي.
Arabic Tafsirs:
فَالْجٰرِیٰتِ یُسْرًا ۟ۙ
او پر هغه کښتيو چې په درياب کې په آسانۍ او نرمۍ سره چليږي.
Arabic Tafsirs:
فَالْمُقَسِّمٰتِ اَمْرًا ۟ۙ
او پر هغو پرېښتو چې هغه څه سره وېشي چې الله يې د بندګانو له چارو ورته د وېش امر کړی دی.
Arabic Tafsirs:
اِنَّمَا تُوْعَدُوْنَ لَصَادِقٌ ۟ۙ
کوم څه چې پالونکی مو د حساب او بدلې ژمنه درسره کوي هغه هرومرو حق دي هيڅ شک پکې نشته.
Arabic Tafsirs:
وَّاِنَّ الدِّیْنَ لَوَاقِعٌ ۟ؕ
او پرته له شکه د بندګانو حساب د قيامت په ورځ هرومرو کېدونکی دی.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• الاعتبار بوقائع التاريخ من شأن ذوي القلوب الواعية.
د تاريخ له پېښو پند اخېستل د بيدارو زړونو د څښتنانو شان دی.

• خلق الله الكون في ستة أيام لِحِكَم يعلمها الله، لعل منها بيان سُنَّة التدرج.
الله ټول کائنات د ځينو حکمتونو له مخې په شپږو ورځو کې پيداکړل چې هغه پرې پوهيږي، کېدای شي يو له هغو دا وي چې کار په تدرج او سوکه سوکه ترسره شي.

• سوء أدب اليهود في وصفهم الله تعالى بالتعب بعد خلقه السماوات والأرض، وهذا كفر بالله.
د یهودو بې ادبي چې الله تعالی یې د آسمانونو او ځمکې له پېدایښت وروسته په ستړیا موصوف کړ، او دا په الله کفر دی.

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ۟ۙ
او الله پر ښکلي او لارو والا آسمان لوړه کوي.
Arabic Tafsirs:
اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ۟ۙ
ای د مکې خلکو! بېشکه تاسو له يوبل سره په ټکر او مخالفه وينا کې ياست، کله وايئ: قرآن کوډې دی، او کله وايئ شعر دی، او کله وايئ: محمد کوډګر دی او کله وايئ: شاعر دی.
Arabic Tafsirs:
یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَ ۟ؕ
پرقرآن او نبي صلی الله عليه وسلم د ايمان راوړلو څخه هغه څوک ګرځول کيږي څوک چې د الله په علم کې ترې ګرځول شوی وي، ځکه هغه پوهيږي چې دا تن ايمان نه راوړي، نو د لارښوونې توفيق نه ورکوي.
Arabic Tafsirs:
قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَ ۟ۙ
الله پر دغو درواغجنو لعنت ويلی چې په قرآن او خپل نبي کې يې هغه څه وويل چې ويې ويل.
Arabic Tafsirs:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَ ۟ۙ
هغه کسان چې په ناپوهۍ کې د آخرت له کوره بې پروا دي، د هغه هيڅ پروا نه کوي.
Arabic Tafsirs:
یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ
هغوی پوښتنې کوي: د بدلې ورځ کله ده؟ حال دا چې هغو لره عمل نه کوي.
Arabic Tafsirs:
یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ ۟
نو الله به هغوی ته يې د پوښتنې ځواب ورکوي: په هغه ورځ چې هغوی پر اور په عذابيږي.
Arabic Tafsirs:
ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ ؕ— هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
هغوی ته به وويل شي: عذاب مو وڅکئ، دا هغه څه دي چې تاسو به د ملنډو په ډول په بيړه غوښتنه يې کوله، کله به چې پرې ډارول کېدئ.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
پرته له شکه هغه کسان چې د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي هغوی به د قيامت په ورځ په بڼونو او روانو چينو کې وي.
Arabic Tafsirs:
اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَ ۟ؕ
د هغه څه را اخېستونکي به وي چې پالونکي يې د پتمنې بدلې په توګه ورکړي دي، بېشکه هغوی له دغې پتمنې بدلې مخکې په دنيا کې نېکي کوونکي وو.
Arabic Tafsirs:
كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ ۟
هغوی د شپې لمونځ کولو، ډېر لږ وخت به ويده کېدل.
Arabic Tafsirs:
وَبِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟
او د سهارونو په وخت کې به يې له الله څخه د خپلو ګناهونو بښنه غوښتله.
Arabic Tafsirs:
وَفِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟
او په مالونو کې يې له خلکو څخه د غوښتونکي لپاره برخه ده او د هغه چا لپاره هم چې غوښتنه يې نه کوي، هغه څوک چې د کوم لامل له امله له روزۍ بې برخې وي.
Arabic Tafsirs:
وَفِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَ ۟ۙ
او په ځمکه او له غرونو، دريابونو، ويالو، ونو، شينکیو او څارويو يې چې څه پکې اېښې دي، د الله پر ځواک د باور کوونکو لپاره نښانې دي، بېشکه الله پيداکوونکی جوړوونکی دی.
Arabic Tafsirs:
وَفِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟
او ای خلکو! ستاسې په خپلو ځانونو کې هم د الله پر ځواک نښانې دي، نو آيا تاسو نه وينئ ترڅو پند واخلئ؟!
Arabic Tafsirs:
وَفِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوْعَدُوْنَ ۟
او په آسمان کې ستاسې دنيوي او ديني روزي ده، او هغه خير اوشر دي پکې چې ژمنه يې درسره کيږي.
Arabic Tafsirs:
فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ ۟۠
نو د آسمان او ځمکې پر پالونکي قسم چې بېرته را ژوندي کېدل حق دي هيڅ شک پکې نشته، لکه څنګه چې ستاسو په وينا کې شک نشته کله چې خبرې کوئ.
Arabic Tafsirs:
هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟ۘ
ای رسوله! آیا له پرېښتو څخه د ابراهيم - عليه السلام - د هغو مېلمنو خبر درته راغلی چې هغه یې درناوی وکړ.
Arabic Tafsirs:
اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ ۚ— قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟
کله چې پر هغه ور ننوتل هغوی ورته وویل: سلام دې وي، ابراهيم هغوی ته په ځواب ورکولو وويل: سلام دې وي او په زړه کې يې وويل: دغه داسې خلک دي چې موږ يې نه پېژنو.
Arabic Tafsirs:
فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍ ۟ۙ
نو بيا يې کور ته په پټه ولاړ، د هغوی له لوري يې يو بشپړ چاغ خوسی راوړ، په دې ګومان چې هغوی انسانان دي.
Arabic Tafsirs:
فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ
نو خوسی يې هغوی ته ور نېږدې کړ، او په نرمۍ يې ورته وويل: ايا تاسو هغه ډوډۍ نه خورئ چې درته وړاندې کړل شوه.
Arabic Tafsirs:
فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ ؕ— وَبَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟
کله چې هغوی خوراک ونه کړ هغه په زړه کې پټ ترې ووېرېدی، چې هغوی پرې پوه شول، نو هغه ته يې د ډاډ ورکولو په توګه وويل: مه وېرېږه، بېشکه موږ د الله له لوري رالېږل شوي يو، او پر هغه څه يې خبر کړ چې خوشحالولو يې هغه دا چې يو پوه بچی به يې پيداشي، او د چا زيری چې ورکړل شو هغه اسحاق عليه السلام و.
Arabic Tafsirs:
فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ ۟
نو کله يې چې ښځې زېری وارېدلو مخ يې راواړولو له خوشحالۍ چېغې وهلې، مخ يې په څپېړ ووهلو، او په حيرانۍ يې وويل: ايا زړه به زوی زيږوي او هغه په اصل کې شنډه هم ده!
Arabic Tafsirs:
قَالُوْا كَذٰلِكِ ۙ— قَالَ رَبُّكِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟
پرېښتو ورته وويل: پر کوم څه مو چې خبره کړې، هغه ستا پالونکي ويلي دي، او هغه چې څه وايي هغه لره څوک ردوونکی نشته، بېشکه هغه په خپل پيدايښت او تقديرکې حکمت والا دی او پر مخلوق او هغه څه ښه پوه دی چې د هغوی په ګټه دي.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• إحسان العمل وإخلاصه لله سبب لدخول الجنة.
د عمل ښه والی او الله لره يې ځانګړي کول جنت ته د ننوتلو لامل کيږي.

• فضل قيام الليل وأنه من أفضل القربات.
د شپې لمونځ کولو غوره والی او دا چې هغه ترټولو غوره کار دی.

• من آداب الضيافة: رد التحية بأحسن منها، وتحضير المائدة خفية، والاستعداد للضيوف قبل نزولهم، وعدم استثناء شيء من المائدة، والإشراف على تحضيرها، والإسراع بها، وتقريبها للضيوف، وخطابهم برفق.
د مېلمستيا له آدابو دا دي: چې د سلام ځواب په ښه توګه ورکړل شي، اوپه پټه دسترخوان حاضر کړل شي، او مېلمنو ته د هغوی له راتګ مخکې چمتووالی ونيول شي، له دسترخوان څخه څه ونه اېستل شي، او پر مېلمنو څارنه وشي او بيړه پکې وشي، خوراک مېلمنو ته ور نېږدې کړل شي او له هغوی سره په نرمۍ خبرې وشي.

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟
وويل ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته: ستاسو حال څه دی؟ او څه غواړئ؟
Arabic Tafsirs:
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ
پرېښتو هغه ته په ځواب کې وويل: پرته له شکه موږ الله يو داسې مجرم قوم ته لېږلې يو چې بدګناهونه کوي.
Arabic Tafsirs:
لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ
ترڅو هغوی په کرت کاڼو وولو.
Arabic Tafsirs:
مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟
ای ابراهيمه! داسې کاڼي چې ستا د پالونکي له لوري نښاني شوي چې په کفر او ګناهونو کې د الله له پولو پر زيات اوښتونکو ور اورول کيږي.
Arabic Tafsirs:
فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
نو د لوط په کلي کې چې له مؤمنانو څوک وو هغه مو ترې واېستل ترڅو هغوی ته هغه عذاب ونه رسيږي چې ګناهکارانو ته رسيږي.
Arabic Tafsirs:
فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ
نو په دغه کلي کې مو د مسلمانانو له يو کور پرته چې هغه هم د لوط عليه السلام کورنۍ وه نور څوک ونه موندل.
Arabic Tafsirs:
وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ
او د لوط په کلي کې مو د عذاب له اغېزو يو داسې څه پرېښودل چې پر هغوی د عذاب په راتلو دلالت کوي، ترڅو هغه څوک چې د دردوونکي عذاب له رسېدو څخه وېريږي پند ترې واخلي، چې د هغوی غوندې کار ونه کړي او له هغه عذابه خوندي شي.
Arabic Tafsirs:
وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
او په موسی کې د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې فرعون ته له څرګندو دلايلو سره ولېږلو.
Arabic Tafsirs:
فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟
خو فرعون د تيري کوونکي په توګه په خپل ځواک او لښکر له حقه مخ واړولو، او د موسی عليه السلام په اړه يې وويل: هغه کوډګر دی جې په خلکو کوډې کوي او يا لېونی دی هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.
Arabic Tafsirs:
فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ
نو په خپله هغه او ټول لښکر مو يې را ونيول او په درياب کې مو واچول، نو ډوب او تباه شول، او فرعون له هغه درواغ ګڼلو او د الهيت له دعوې سره راتلونکی و چې پرې ملامتې دی.
Arabic Tafsirs:
وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ
او د هود په قوم عاديانو کې هم د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې پر هغوی داسې باد راولېږلو چې هيڅ باران پکې نه و او نه يې د مېوې نيولو په موخه ونې سره يوځای کولې او نه برکت پکې و.
Arabic Tafsirs:
مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ
پر هر چا، مال او نور څه به چې راغی هغه به يې همداسې نه پرېښودل مګر تباه کول به يې او داسې به يې پرېښودل لکه زاړه ميده شوي.
Arabic Tafsirs:
وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟
او د صالح عليه السلام په قوم ثموديانو کې هم د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله چې هغوی ته وويل شول: تر وخت پای ته رسېدو مخکې مو له ژونده خوند واخلئ.
Arabic Tafsirs:
فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟
خو هغوی د خپل پالونکي له امره لويي وکړه او د ايمان او پيروۍ پر وړاندې يې په لويي کولو سره غرور وکړ، نو د عذاب ټکې ونيول په داسې حال کې چې هغوی يې نازلېدو ته انتظار کولو، ځکه له هغوی سره د عذاب له راتلو درې ورځې مخکې يې ژمنه شوې وه.
Arabic Tafsirs:
فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ
نو هغوی ونه توانېدل چې د هغه څه مخه ونیسي چې کوم عذاب پرې راغی، او نه هغوی لره ځواک و چې د هغو په مرسته يې منع کړای شي.
Arabic Tafsirs:
وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠
او له دغو درراغ ګڼونکو مخکې مو د نوح قوم په ډوبیدو تباه کړ، پرته له شکه هغوی داسې خلک وو چې د الله له پيروۍ وتونکي وو، نو د هغه د عذاب وړ وګرځېدل.
Arabic Tafsirs:
وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟
او آسمان مو جوړ کړ، او په ځواک مو د هغه جوړول باوري کړل، او موږ يې اړخونو لره پراخوونکي يو.
Arabic Tafsirs:
وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟
او ځمکه مو پر هغې د اوسېدونکو لپاره د فرش غوندې غوړولې ګرځولې ده، او موږ غوره غوړوونکي يو کله مو چې ځمکه د هغوی لپاره وغوړوله.
Arabic Tafsirs:
وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
او له هرڅه مو دوه ډوله پيداکړې دي، لکه نارينه او ښځينه، آسمان او ځمکه، وچه او درياب، ترڅو د هغه الله پر يووالي نصيحت ترلاسه کړئ چې هرڅه يې دوه ډوله پيداکړي دي او له ځواک يې پند واخلئ.
Arabic Tafsirs:
فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
نو د الله له عذابه د هغه د ثواب لوري ته ور وتښتئ، د هغه په پيروۍ کولو او له هغه په نه سرغوړونه سره، ای خلکو! پرته له شکه زه تاسو لره د الله له عذابه په څرګنده وېرونه وېروونکی يم.
Arabic Tafsirs:
وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او له الله سره بل معبود مه نيسئ چې له هغه پرته يې عبادت وکړئ، پرته له شکه زه تاسو لره د هغه له لوري په څرګنده وېرونه وېروونکی يم.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• الإيمان أعلى درجة من الإسلام.
ايمان له اسلامه لوړه درجه لري.

• إهلاك الله للأمم المكذبة درس للناس جميعًا.
د الله له لوري د درواع ګڼونکو امتونو تباه کول د ټولو خلکو لپاره درس دی.

• الخوف من الله يقتضي الفرار إليه سبحانه بالعمل الصالح، وليس الفرار منه.
له الله څخه وېره د هغه لوري ته په نېک عمل کولو سره د ور تېښتې غوښتنه کوي، نه له هغه څخه په تېښته سره.

كَذٰلِكَ مَاۤ اَتَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا قَالُوْا سَاحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟۫
د دغو مکې د خلکو د درواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو ته به چې هم کله د الله له لوري رسول راغی هغوی به درواغجن ګڼلو او ويل به يې: هغه يا کوډګر دی او يا لېونی دی.
Arabic Tafsirs:
اَتَوَاصَوْا بِهٖ ۚ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ
آيا پخوانيو کافرانو او وروستنيو يې يوبل ته د رسولانو پر درواغ ګڼلو سپارښتنه کړې وه؟! نه، بلکې پر دغه څه د هغوی سرکښۍ يوځای کړي دي.
Arabic Tafsirs:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَاۤ اَنْتَ بِمَلُوْمٍ ۟ؗ
ای رسوله! له دغو درواغ ګڼوکو مخ واړوه، ته ملامت نه يې، پرته له شکه تا هغه څه ورته ورسول چې د رسولو امر يې درته شوی و.
Arabic Tafsirs:
وَّذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰی تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
له هغوی مخ اړول دې تا د هغوی له وعظ او نصيحته څخه منع نه کړي راګرځوي، هغوی ته وعظ کوه او نصيحت، ځکه نصيحت پر الله ايمان لرونکو خلکو ته ګټه رسوي.
Arabic Tafsirs:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ ۟
او ما پېريان او انسانان يوازې د خپلو لمانځلو لپاره پيداکړي دي، د دې لپاره مې نه دې پيداکړي چې ما لره شريک ونيسي.
Arabic Tafsirs:
مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنِ ۟
له هغوی نه روزي غواړم او نه له هغوی غواړم چې ماته خواړه راکړي.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ ۟
پرته له شکه همغه الله خپلو بندګانو ته ښه روزي ورکوونکی دی، ټول د هغه روزي ته اړ دي، د پياوړي ځواک څښتن دی هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، ټول پېريان او انسانان د هغه پاک ذات ځواک ته غاړه اېښودونکي دي.
Arabic Tafsirs:
فَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذَنُوْبًا مِّثْلَ ذَنُوْبِ اَصْحٰبِهِمْ فَلَا یَسْتَعْجِلُوْنِ ۟
نو ای رسوله! هغو کسانو چې ستا په درواغجن ګڼلو سره يې پر ځانونو ظلم کړی د عذاب برخه يې د خپلو پخوانيو ملګرو غوندې ده، هغه لره ټاکلې نېټه ده، نو له هغه نېټې مخکې دې له ما څخه په بيړه غوښتنه نه کوي.
Arabic Tafsirs:
فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ یَّوْمِهِمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟۠
نو تباهي او زياان دی هغو کسانو لره چې پر الله يې کفر کړی او خپل رسول يې د هغه قيامت د ورځې په اړه درواغجن ګڼلی چې په هغه ورځ کې پر هغوی د عذاب د را ښکته کېدو ژمنه ورسره کيږي.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• الكفر ملة واحدة وإن اختلفت وسائله وتنوع أهله ومكانه وزمانه.
کفر يو ملت دی که څه هم لارې بېلې شي، خلک، ځای او زمانه يې بېله بېله وي.

• شهادة الله لرسوله صلى الله عليه وسلم بتبليغ الرسالة.
د الله د خپل رسول صلی الله عليه وسلم لپاره د هغه د رسالت پر رسونه شاهدي ورکول.

• الحكمة من خلق الجن والإنس تحقيق عبادة الله بكل مظاهرها.
د پېريانو او انسانانو په پيدايښت کې موخه دا وه چې په هر ډول د الله عبادت ترسره شي.

• سوف تتغير أحوال الكون يوم القيامة.
ژر ده چې د قيامت په ورځ به د کايناتو حالات بدلون ومومي.

 
Translation of the Meanings Surah: Adh-Dhāriyāt
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close