Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Ghāfir   Verse:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُوْنِیْۤ اَقْتُلْ مُوْسٰی وَلْیَدْعُ رَبَّهٗ ۚؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّبَدِّلَ دِیْنَكُمْ اَوْ اَنْ یُّظْهِرَ فِی الْاَرْضِ الْفَسَادَ ۟
او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسی د هغه د سزا په ډول ووژنم، او د هغه رب پرېږدئ چې له ما يې وژغوري، او زه د دې پروا نه لرم چې هغه يې پالونکی رابولي، زه وېرېږم چې هغه به ستاسو هغه دين دربدل کړي چې تاسو پرې ياست او يا به په وژلو او ورانکارۍ په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي.
Arabic Tafsirs:
وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ مِّنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟۠
او موسی عليه السلام چې کله د فرعون په ګوت څنډنه پوه شو ويې ويل: ما خپل پالونکي او ستاسو پالونکي ته له هر هغه لويي کوونکي پناه وړې چې له حق او پر هغه د ايمان راوړلو څخه لويي کوي، چې د قيامت پر ورځ او په هغو کې د حساب او سزا په اړه باور نه لري.
Arabic Tafsirs:
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ ۖۗ— مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَكْتُمُ اِیْمَانَهٗۤ اَتَقْتُلُوْنَ رَجُلًا اَنْ یَّقُوْلَ رَبِّیَ اللّٰهُ وَقَدْ جَآءَكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ مِنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاِنْ یَّكُ كَاذِبًا فَعَلَیْهِ كَذِبُهٗ ۚ— وَاِنْ یَّكُ صَادِقًا یُّصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ یَعِدُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ۟
د فرعون له کورنۍ يو پر الله ايمان لرونکي سړي په داسې حال کې چې له خپل قومه يې ايمان پټولو، د هغوی لخوا يې د موسی د وژلو هوډ بد ګڼلو وويل: آيا تاسو پرته له ګناه يوسړی يوازې له دې امله وژنئ چې وايي: زما پالونکی الله دی، په داسې حال کې چې تاسو ته له داسې دليلونو او حجتونو سره راغلی چې د هغه د دغې دعوې پر رېښتينولۍ دلالت کوي چې هغه د خپل پالونکي لخوا را لېږل شوی دی؟! که چېرې هغه درواغجن وي، نو د درواغو زيان به يې هغه ته راګرځي، او که رېښتينی وي، نو ځينې هغه سزا به په بيړه در ورسيږي چې ژمنه يې درسره کوي، له شک پرته الله هغه چاته د حق توفيق نه ورکوي چې د هغه له پولو اوړي، پر هغه او د هغه پر رسولانو تور تړي.
Arabic Tafsirs:
یٰقَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ظٰهِرِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— فَمَنْ یَّنْصُرُنَا مِنْ بَاْسِ اللّٰهِ اِنْ جَآءَنَا ؕ— قَالَ فِرْعَوْنُ مَاۤ اُرِیْكُمْ اِلَّا مَاۤ اَرٰی وَمَاۤ اَهْدِیْكُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟
ای زما قومه! نن تاسو لره پاچايي ده او د مصر په ځمکه کې برلاسي ياست، که د موسی د وژلو له امله موږته د الله عذاب راشي، څوک به مو مرسته وکړي؟! فرعون وويل: رایه به زما رايه وي او پرېکړه به زما پرېکړه وي، زما رايه داده چې موسی ووژنم، ترڅو د شر او فساد مخه ونيول شي، او زه يوازې د سم او حق لوري ته مو لارښوونه کوم.
Arabic Tafsirs:
وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ مِّثْلَ یَوْمِ الْاَحْزَابِ ۟ۙ
او هغه کس چې ايمان يې راوړی قوم ته يې د نصيحت کوونکي په توګه وويل: که موسی مو په ظلم او تيري ووژلو زه پرتاسو د داسې عذاب له راتلو وېرېږم لکه پر هغو خلکو چې راغلی و چې د خپلو پخوانيو رسولانو پر خلاف ډلې ډلې شوي وو، نو الله هغوی تباه کړل.
Arabic Tafsirs:
مِثْلَ دَاْبِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ ۟
لکه د هغه چا عادت چې کفر يې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، د نوح د قوم، عاد، ثمود او هغو خلکو غوندې چې له هغوی وروسته وو، پرته له شکه الله هغوی د خپل کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله تباه کړل، او الله بندګانو لره ظلم نه خوښوي، او يوازې د هغوی د ګناهونو له امله پوره پوره سزا ورکوي.
Arabic Tafsirs:
وَیٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ یَوْمَ التَّنَادِ ۟ۙ
او ای زما قومه! زه پر تاسو د قيامت له ورځې ډارېږم، هغه ورځ چې ځينې خلک به ځينې نور د خپلوۍ او مرتبې له امله رابولي په دې ګومان چې دغه لار هغوی ته په دغه وېروونکي ځای کې ګټه رسوي.
Arabic Tafsirs:
یَوْمَ تُوَلُّوْنَ مُدْبِرِیْنَ ۚ— مَا لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
په کومه ورځ چې د اور له وېرې په شا ګرځېدونکي تېښته کوئ، د الله له عذابه به کوم منع کوونکی تاسو لره منع نه شي کړلای او الله چې د چا مرسته پرېږدي او د ايمان راوړلو توفيق ورنه کړي، نو هغه لره هيڅ لارښود نشته چې لارښوونه يې وکړي، ځکه د لارښوونې توفيق يوازې د هغه په لاس کې دی.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• لجوء المؤمن إلى ربه ليحميه من كيد أعدائه.
د مؤمنانو خپل پالونکي ته پناه وړل تر څو يې د دوښمنانو له چل وژغوري.

• جواز كتم الإيمان للمصلحة الراجحة أو لدرء المفسدة.
د راجح مصحلت يا مفسدې د مخنيوي په موخه د ايمان پټولو روا والی.

• تقديم النصح للناس من صفات أهل الإيمان.
خلکو ته خیر خواهي وړاندې کول د ايمان د څښتنانو له صفتونو څخه ده.

 
Translation of the Meanings Surah: Ghāfir
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close