Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: As-Sāffāt   Verse:
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟
او د رټلو په ډول به ورته وویل شي: په تاسو څه شوي چې یو بل سره مرسته نه کوئ لکه څرنګه به مو چې په دنیا کې یو بل سره مرسته کوله او دعوه به مو کوله چې بېشکه ستاسو بوتان ستاسو مرسته کوي؟!.
Arabic Tafsirs:
بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟
بلکې هغوی نن د الله امر ته غاړه ایښودونکي او خوار دي، یو بل سره د ناتوانۍ او د قدرت د کمښت له کبله مرسته نه کوي.
Arabic Tafsirs:
وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
او یو بل ته به مخ کړي، ملامتول او جګړه به کوي په داسې حال کې چې ملامتول او جګړه ګټه نه رسوي.
Arabic Tafsirs:
قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟
کشران به خپلو مشرانو ته وایي: بېشکه تاسو -ای مشرانو- به مونږ ته د دین او حق باره کې راتللئ نو کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کول به مو راته ښایسته کړل او له هغه حق څخه به مو وېرولو او شړلو کوم چې پېغمبرانو د الله له لورې راوړی ؤ.
Arabic Tafsirs:
قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
مشران به کشرانو ته وایي: داسې نده -څرنګه چې تاسو دعوه لرئ- بلکې تاسو په کفر کې وئ او مومنان نه وئ، بلکې تاسو نه منونکي وئ.
Arabic Tafsirs:
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟
او ای کشرانو! پر تاسو خو زمونږ کوم زور او ځواک نه و څو تاسو په زوره په کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کولو کې واچوو، بلکې تاسو په کفر او بې لاريتوب کې د پولې څخه تېرېدونکي وئ.
Arabic Tafsirs:
فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟
نو اوس پر مونږ او تاسو باندې د الله (د عذاب) وعده لازمه شوه په دې وینا کې: (خامخا به دوزخ له تا او ستا له ټولو تابعدارانو څخه ډکوم) [ص:۸۵] نو لدې کبله مونږ څکونکي یو-بې له شکه څرنګه چې مو رب وعده کړې وه.
Arabic Tafsirs:
فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟
نو مونږ تاسو بې لارېتوب او کفر ته راوبللئ، بېشکه مونږ خو د هدایت له لارې څخه بې لارې شوي وو.
Arabic Tafsirs:
فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
نو بېشکه کشران او مشران به د قیامت په ورځ په عذاب کې سره شریک وي.
Arabic Tafsirs:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟
بېشکه مونږ لکه څرنګه چې په دوی عذاب وڅکل، په نورو مجرمانو یې هم څکو.
Arabic Tafsirs:
اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ
بېشکه دې مشرکانو ته به چې کله په دنیا کې وویل شو چې د الله نه پرته بل معبود نشته، دې لپاره چې د دې مطابق عمل وکړي او خلاف کارونه یې پرېدې، د دې له منلو او غاړه ایښودلو یې د حق څخه په لویې کولو او ځان پورته ګڼلو انکار وکړ.
Arabic Tafsirs:
وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ
او د خپل کفر لپاره به یې په دلیل نیوونکي حالت کې ویل: آیا د خپلو باطلو معبودانو عبادت د یو لیوني شاعر د وینا لپاره پرېږدو؟! پدې خبرې سره یې د الله رسول صلی الله علیه وسلم مقصد ؤ.
Arabic Tafsirs:
بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
بېشکه ستر دروغ یې وتړل، نه خو د الله رسول صلی الله علیه وسلم لیونی ؤ او نه شاعر ؤ، بلکې هغه قرآن یې راوړی ؤ چې د الله تعالی یووالي او د هغه د پېغمبر تابعدارۍ ته بلنه ورکوونکی دی، او د پېغمبرانو تصدیق یې کړی په هغه څه کې چې د الله تعالی دطرفه یې راوړي چې توحید او (قیامت)دی او د هغوی سره یې په هېڅ شي کې مخالفت نه دی کړی.
Arabic Tafsirs:
اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ
بېشکه تاسو -اې مشرکانو- د قیامت په ورځ د دردناک عذاب څکونکي یاست ستاسو د کفر او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله.
Arabic Tafsirs:
وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ
او بدله به نه درکول کېږي تاسو ته -ای مشرکانو- پرته له هغه څه چې تاسو په دنیا کې په الله کفر کولو او ګناهونه مو ترسره کول.
Arabic Tafsirs:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
لیکن د الله تعالی هغه مومنان بندګان چې هغه خپل عبادت ته ځانګړي کړي، او دوی هغه ته عبادت سوچه کوي، دوی به له عذاب څخه په ژغورنه کې وي.
Arabic Tafsirs:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ
د دوی مخلصو بندګانو لپاره ځانګړې روزي ده چې الله یې ورکوی، په پاکۍ، ښایست او پایښت کې ټاکل شوې ده.
Arabic Tafsirs:
فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ
دغه روزي بېلابېلې مېوې له هغو پاکو څخه دي چې خوري یې او اشتها یې لري، او د دغه سربېره به د درجو په لوړوالي او د الله کريم مخ ته په کتو درناوی ورکول کيږي.
Arabic Tafsirs:
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ
دا هر څه به د تلپاتې ثابت او دوامداره جنت په نعمتونو کې ترلاسه کوي چې نه پرې کېږي او نه لرې کېږي.
Arabic Tafsirs:
عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟
په تختونو به یې تکیه وهلې وي، مخامخ به یو بل ته ګوري.
Arabic Tafsirs:
یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ
د هغو شرابو ګیلاسونه به ورباندې ګرځول کېږي چې په پاکۍ او روڼتیا کې د روانو اوبو په څېر وي.
Arabic Tafsirs:
بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ
سپین رنګ والا، څوک یې چې څکي له څکلو به یې بشپړ خوند اخلي.
Arabic Tafsirs:
لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟
د دنیا د شرابو په څېر نه دي، داسې نشه پکې نشته چې عقل یوسې، او نه یې څښونکي ته سردرد رسي، د څښونکی تن او عقل روغ پرېږدي.
Arabic Tafsirs:
وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ
او دوی سره به جنت کې پاک لمنې ښځې وي، له خپلو میړونو پرته بل چاته یې سترګې نه اوږدېږي، ښایسته سترګو والا دي.
Arabic Tafsirs:
كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟
د رنګونو سپینوالی یې زیړوالي سره داسې ګډ شوی وي لکه محفوظه هګۍ د یو مارغه چې لاس نه وي ور رسېدلی.
Arabic Tafsirs:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
نو ځینې جنتیان به ځینو نورو ته ورمخ کړي د خپلو تېرو شوو او په دنیا کې پېښ شوو حالاتو په اړه به یو بل نه پوښتنه کوي.
Arabic Tafsirs:
قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ
د دې مومنانو څخه به یو ویونکی ووایي: په دنیا کې زما یو ملګری له بعث (پاڅون) څخه منکر ؤ.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• سبب عذاب الكافرين: العمل المنكر؛ وهو الشرك والمعاصي.
د کافرانو د عذاب لامل: بد کاري، چې شرک او ګناهونه دي.

• من نعيم أهل الجنة أنهم نعموا باجتماع بعضهم مع بعض، ومقابلة بعضهم مع بعض، وهذا من كمال السرور.
د جنتیانو له نعمتونو څخه د هغوی یو بل سره یو ځای کېدل، یو بل سره مخامخ کېدل دي، چې دا د خوشالۍ بشپړتیا ده.

 
Translation of the Meanings Surah: As-Sāffāt
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close